د چک جمهوريت پوليس توانېدلي دي چې په انساني قاچاق کې ښکېل يوې نړيوالې ډلې ته ضربه ورکړي. په دې ترڅ کې څو تورن کسان نيول شوي دي.
د تنظيم شوي جرمونو ضد ځانګړي امنيتي ډلې وياند د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د مارچ لومړۍ نېټه) د انساني قاچاق وړونکو ضد د يوې بريا خبر ورکړ. هغه وويل چې په پراګ بريون او ملادا بولېسلاف کې يې د عملياتو په ترڅ کې پنځه کسان نيولي دي. په وينا يې د څلورو نورو تورنو کسانو ضد پلټنې ادامه لري. هغه وويل چې دغه څلور شکمن کسان لا نه دي نيول شوي.
پر دغه ډله تور دی چې د پيسو په بدل کې يې سندونه نه لرونکي مهاجر د هنګري، سلواکيې او چک جمهوريت له لارې آلمان او نورو د غربي اروپا هيوادونو ته قاچاق کړي دي. د پوليسو په وينا دا ډول ۱۳۰ قضيې ثبت شوي دي. ويل شوي چې اټکل کيږي د ثبت شوو قضيو شمېر به لا زیات شي.
د آلمان د خبري آژانس په راپور کې راغلي دي چې تورنو کسانو په رسمي توګه يو شرکت چلاوه چې مقصد يې ظاهرا د چک جمهوريت شرکتونو ته د خارجي کارګرو موندل و. ويل شوي چې له تورنو کسانو څخه بعضو يې په خپل جرم اقرار کړی دی.
که پر دغو کسانو لګول شوي تورونه ثابت شي نو تر ۱۲ کالو پورې د بند په سزا محکوم کېدلای شي.
آ./ا.ا.