د پاکستان چارواکي وایي چې د ایټالیا په سوېلي سمندرګي کې د کډوالو د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې د پاکستان د هاکي لوبډلې پخوانۍ لوبغاړې شاهده رضا وژل شوې ده.
د پاکستان د بلوچستان ایالتي شورا استازي قادر علي نایل د تېرې چهارشنبې په ورځ رویترز خبري اژانس ته وویل: «چارواکو د رضا کورنۍ ته خبر ورکړی دی چې د پاکستان د هاکي ملي لوبډلې پخوانۍ لوبغاړې د ایټالیا په اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو پېښې له امله وژل شوې ده.»
همدارنګه د بلوچستان اعلی وزیر د شاهدې رضا پر مړینې خواشیني ښودلې ده او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې ویلي دي چې هغې خپل ایالت او هېواد ته ویاړ راوړی و.
اوه ویشت کلنه شاهده رضا د پاکستان د بلوچستان ولایت اصلي اوسېدونکې وه. نوموړې د فوټبال ولایتي سیالیو کې هم لوبه ترسره کوله.
په دغه پېښه کې چې تېره یکشنبه سهاروختي د ایټالیا سوېلي ستېکاتو دي کوترو سواحلو ته څېرمه رامنځته شوه، لږترلږه ۶۷ کډوال وژل شوي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې، د وژل شویو په ډله کې ۱۶ ماشومان او ګڼ شمېر ښځې هم شاملې دي. چارواکي ګومان کوي چې په دغه کښتۍ کې چې د ترکیې له ازمیر ولایت څخه یې حرکت کړی و شاوخوا ۲۰۰ کډوال سپاره ول.
د چارواکو په حواله، په ډوبه شوې کښتۍ کې د افغانستان، پاکستان، سوریې، فلسطین، ایران او سومالیا اتباع سپاره ول.
دا هم ولولئ: د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې د ۸۰ افغانانو د مړینې خبر
د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت له خوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۲ کې څه باندې ۱۰۵ زره کډوال د ایټالیا سواحلو ته اوښتي چې شمېر یې د ۲۰۲۱ پرتله ۳۸ زره زیات و. د ملګرو ملتونو له خوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې د دغو کډوالو له ډلې ۱۵ سلنه یې له ترکیې څخه ایټالیا ته رسېدلې چې نیمایي برخه یې افغانان دي.