د برېتانیا امنیتي ځواکونو د تېرې سه شنبې په ورځ له بلجیم څخه دغه هېواد ته د کډوالو د انتقال په تړاو څلور کسان نیولي دي. بل لور ته بیا د فرانسې د سنت بریو محکمې یو تن د کډوالو د قاچاق په تور په ۴ کاله بند محکوم کړی.
د برېتانیا د ملي جرایمو ادارې ویلي دي چې د تېرې سه شنبې په ورځ د فبرورۍ ۸مه یې دوه ۴۴ او ۴۸ کلن البانویان په نتنګهام او یو ایرلنډی د بکنګهام شایر په ایلزبري سیمه کې نیولي دي. همدارنګه یو ۵۱ کلن البانوی له قاچاقي ډلو سره د همکارۍ په تور د برېتانیا په هوف ښار کې نیول شوی دی.
یادې ادارې زیاته کړې ده چې نیول شوي کسان د هغې قاچاقي ډلې غړي دي چې غوښتل یې له بلجیم څخه کډوال برېتانیا ته انتقال کړي.
د بلجیم امنیتي ځواکونو د ۲۰۲۲ د اکټوبر د میاشتې په ۳۰مه فلاندرز ساحل کې ۱۲ تنه البانوي کډوال او دوه برېتانیايي اتباع نیولي وو چې په یوه تېزرفتاره کښتۍ کې یې برېتانیا ته د اوښتو هڅه درلوده.
ټاکل شوې ده چې د برېتانیا د نتنګهام شاهي محکمه به د مارچ د میاشتې په ۲۹مه د تورنو کسانو په اړه پرېکړه وکړي. دوی د محکمې تر پرېکړې پورې په بند کې ساتل کېږي.
بیا ولولئ: فرانسه: د یو افغان په ګډون ۶ قاچاق وړونکي په بند محکوم شوي
محکمې یو تن په بند محکوم کړی
دې سره هممهاله د فرانسې پولیسو اعلان کړی چې یو کس چې هڅه یې درلوده کویتي کډوال برېتانیا ته ولېږدوي د محکمې له خوا په ۴ کاله بند محکوم شوی دی.
د وېست فرانس د خبر له مخې، د ۲۰۲۱ د جولای په ۷مه برېتانیا ته تلونکې یوه کښتۍ چې د ۹ ماشومانو او یوې ښځې په ګدون ۲۷ کډوال پکې سپاره ول، په سمندر کې له ستونزوه سره مخ شوه او تېل یې خلاص کړل. دا کښتۍ فرانسوي ژغورونکو وژغورله.
هغه وخت د دې پېښې په تړاو د کویت یو تبعه نیول شوی و. د فرانسې د سنت بریو محکمې د تېرې سه شنبې په ورځ دا کس په ۴ کاله بند محکوم کړ. هغه د محکمې په ناسته کې وویل چې د کښتۍ ۲۶ تنه سپرلي یې د کورنۍ غړي دي او دوی غوښتل چې جرسي ټاپو ته ولاړ شي.
خو څلورو کډوالو بیا محکمې ته وویل چې له نوموړي سره د فرانسې لیل ښار کې اشنا شوي دي. په وینا یې نوموړي هغوی ته ویلي وو چې کولی شي چې برېتانیا ته یې ولېږدوي. د عیني شاهدانو په خبره، د کډوالو کښتۍ په سمندر کې له خپل مسیر څخه منحرفه شوه چې وروسته بیا تورن کس ژغورونکو ته خبر ورکړ.
بیا ولولئ: سمندر کې د ډوبو شویو کډوالو کورنۍ له فرانسې څخه تاوان غواړي
د برېتانیا حکومت د رسمي شمېرو له مخې، د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر ۲۳۰۰ ډېر کډوال د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته اوښتي دي. په ۲۰۲۲ کې بیا تر ۴۵ زرو څخه ډېرو کسانو د سمندر له لارې ځانونه برېتانیا ته رسولي وو.