د سیماد سازمان کارکوونکي د منیل املو توقیف ځای مخې ته، د ۲۰۲۳ د مارچ ۲. انځور: کډوال نیوز
د سیماد سازمان کارکوونکي د منیل املو توقیف ځای مخې ته، د ۲۰۲۳ د مارچ ۲. انځور: کډوال نیوز

سیماد سازمان د فبرورۍ د میاشتې په دویمه نېټه اعلان وکړ چې د فرانسې د منیل املو په اداري توقیف ځای کې خپل فعالیتونه دروي. هغه کډوال چې یاد توقیف ځای کې ساتل کېږي وایي چې د سیماد د فعالیتونو له درېدو راهیسې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.‌ د فرانسې پارلمان استازو پرون پنجشنبه له منیل املو څخه لیدنه وکړه.

جوناتان چې د منیل املو په اداري توقیف ځای کې ساتل کېږي د فرانسې د پارلمان استازې ارسیلیا سودې ته وایي: «که ما له دې ځایه وباسئ زه به رایه درکړم. زما ماشومان په فرانسه کې دي خو دوی غواړي چې ما افریقا ته اخراج کړي…» جوناتان له یوې میاشتې راهیسې د ایل دو فرانس د سېن او مارن دیپارتمنت د منیل املو په توقیف ځای کې دی. 

په توقیف ځای کې دننه د فرانسې د کډوالو او بې تابعیته وګړو له ادارې سره د ویډیويي کنفرانسونو سالون،‌ د فرانسې د کډوالۍ او ادغام ادارې څانګه او د سیماد سازمان دفتر هم موقعیت لري. سیماد د فبرورۍ میاشتې په دویمه اعلان وکړ چې یاد توقیف ځای کې خپل فعالیتونه دروي. د سیماد دفتر پر دروازې ځینې معلوماتي پاڼې لګول شوې دي.‌ په یوه پاڼه کې دغه جمله لیکل شوې ده: «توقیف ځای ته له رسېدو سره سم موږ ته مراجعه وکړئ.دا ډېره عاجله خبره ده.»

د سیماد سازمان د اداري توقیف ملي مسوله دالیا فرانتز وایي: «په منیل املو کې وضعیت له پخوا تړینګلی و. خو تېره جنوري بیا حالت نور هم خراب شو.»

بیا ولوولئ: فرانسه کې د بهرنیانو د ازادیو د سلب ځایونه کوم دي؟

د کډوالو غیرقانوني ایستل

د منیل املو له توقیف ځای څخه یوازې په یوه میاشت کې ۱۱ تنه کډوال خپلو هېوادونو ته استول شوي دي. د دغو کسانو له ډلې ځینو د پناه او یا له اداري محکمې څخه د تعلیقي استیناف غوښتنه کړې وه. ځینې نور اخراجېدونکي نه وو. د بېلګې په توګه، د الف ماشومان په فرانسه کې اوسېږي،‌ هغه همدلته واده کړی او له اداري محکمې څخه یې د استیناف غوښتنه هم کړې وه، خو له فرانسې څخه وایستل شو.

د سیماد سازمان کارکوونکو د پنجشنبې په ورځ د دولت د دغو اقداماتو په اړه په لوموند ورځپاڼه کې یوه مقاله خپره کړه. دالیا فرانتز وایي: «کله چې څوک په ناقانونه توګه اخراج شي، نور بندیان داسې فکر کوي چې خیانت مو ورسره کړی. دوی موږ ته وایي چې خبرې مو سمې نه دي. دا په توقیف ځای کې د وضعیت د ترنګلتیا سبب کېدلی شي.» د سیماد مشر هانري ماسوم بیا وایي: «زموږ اعتبار ته زیان رسوي.»

سیماد د منیل املو په توقیف ځای کې د خپلو فعالیتونو له درولو راهیسې په فرانسه کې د بهرنیانو له ادارې او د سرحدي پولیسو قومندانۍ سره لیدنې کتنې کړې او د کډوالو غیر قانوني ایستلو او یا توقیف ځایونو کې د اړمنو کسانو د ساتلو په اړه ورسره غږېدلي دي. لږ مخکې منیل املو کې د هغې ښځې د بندي کېدو په هکله راپورونه خپاره شول چې ډېره ناروغه وه. نوموړې له دوو میاشتو بند وروسته له اداري توقیف ځای څخه خوشې شوه.

«نه پوهېږم چې کله به له دې ځایه خوشی شم»

د جوناتان د بند موده غځول شوې ده.‌ هغه وایي چې د سیماد د فعالیتونو درېدل د دې سبب شول چه په بند کې پاتې شي. نوموړی نه پوهېږي چې ایا له فرانسې څخه اخراج شي که نه.‌ 

د منیل املو د پنځمې ودانۍ په هره کوټه کې دوه کډوال ژوند کوي. د ودانۍ تشنابونه له چټلیو ډک دي. له یوې کوټې څخه د موسیقۍ غږ اورېدل کېږي.

عبدل وایي: «دلته مې ۱۵ کیلو وزن بایللی دی.‌» دغه ځوان کډوال له تېرو ۷۵ ورځو راهیسې د منیل املو په اداري توقیف ځای کې ساتل کېږي. هغه وایي چې پرون د قاضي حضور ته حاضر شو.

ادریس یو بل کډوال دی چې د بند موده یې ۱۵ ورځې نوره اوږده شوې ده. نوموړی چې د مالي هېواد اصلي اوسېدونکی دی له پنځو میاشتو راهیسې د منیل املو په توقیف ځای کې ساتل کېږي. 

ادریس غوښتل چې د دې پرېکړې پر وړاندې د استیناف غوښتنه وکړي. خو په منیل املو کې د سیماد نشتون د دې سبب شو چې له خپل تصمیم څخه منصرف شي .هغه وایي: «[مسولینو] ما ته وویل چې له پولیسو سره وغږېږم. یوه شمېره یې راکړه. ټلېفون ورته کوم خو څوک ځواب نه راکوي.» ادریس د سیماد د فعالیتونو په اړه وايي: «سیماد به موږ ته د پرېکړو په اړه معلومات راکول. موږ ته به یې ویل چې کوم پرواز پلان شوی که نه. اوس هېڅوک معلومات نه لري. دوسیه مې لادرکه ده. نه پوهېږم چې کله به له دې ځایه خوشی شم.»

تر درېو میاشتو زیات بند

ادریس یوازنی کډوال نه دی چې له پنځو میاشتو راهیسې په اداري توقیف ځای کې ساتل کېږي. کډوال په ځینو حالاتو کې (مثلا که څوک د کورونا ویروس ازمایښت له ترسره کولو یا د خپل هېواد کنسولګرۍ ته له مراجعه کولو ډډه وکړي) د ۹۰ ورځو له تېرېدو وروسته محکمې ته استول کېږي.

قاضي ورته «ترک خاک» یا د فرانسې د خاورې د پرېښودو سند ورکوي. د سیماد مسوله لویز لېکودي چې پخوا یې منیل املو کې کار کاوه وایي: «قاضي د توقیف ځای په الحاقي برخه کې د کډوالو په اړه پرېکړه کوي. دوی ۲۴ ساعته په بند کې ساتل کېږي او وروسته بیا توقیف ځای ته راوستل کېږي.»

هغه وایي: «پخوا حالت داسې نه و. خو د کورونا له ختم راهیسې وضعیت کې بدلون راغلی. ځینې کسان درې څلور ځله محکمې ته تللي دي.»

«د خپلو اسنادو د لوستلو لپاره څه وکړو؟»

نن پنجشنبه د سیماد سازمان غړي او رضاکاران د توقیف ځای مخې ته راټول شوي دي. د پارلمان استازي له منیل املو څخه له وتلو سره سم د سیماد سازمان کارکوونکو ته د کډوالو په هکله معلومات ورکوي. رضاکاران بیا د کډوالو د سترګو لیدلي حال په اوچت غږ لولي.

د سیماد سازمان غړي د فاطمې په نامه ۱۸ کلنې نجلۍ ته ټلېفون کوي چې غږ یې په لاسپیکر کې اورېدل کېږي. هغه وایي:‌ «نه پوهېږو چې پرواز به مو کله ترسره شي، نه پوهېږو چې کله به خوشې شو… سیماد یوازنی سازمان و چې له موږ سره یې مرستې کولې.»

دغه ځوانه ښځه وایي:‌ «زه د ګوګل ژباړې په کارولو له یوې البانوۍ سره مرسته کوم چې تازه دلته راغې ده. څوک یې په ژبه نه پوهېږي...»


  • مستعار نومونه
 

نورې ليکنې