په ایټالیا کې یو تن افغان کډوال ګل آغا جمشیدي وايي چې د کالابرا سیمې ته د کښتۍ د ډوبید له قربانیانو سره د مرستې لپاره ولاړم خو هلته مې د مړه شویو کسانو په منځ کې د خپل تره د نګور تصویر هم ولیده. د دغې کورنۍ دوه ماشومان لاهم لادرکه دي. ګل آغا چې له وړاندې په ایټالیا کې اوسیده، د نورو افغانانو په استازیتوب يي د ایټالیا له ولسمشر سره هم خبرې وکړي او افغانستان ته د قربانیانو د جسدونو د لیږد غوښتنه يي کړې.
ګل آغا د یادې غمیزې د قربانیانو د تثبیت او د خپل تره زوې د کورنۍ د برخلیک په اړه کډوال نیوز ته داسې کیسه کوي:
« د طالبانو له واکمنۍ وروسته له خپلې کورنۍ سره ایران ته ولاړم او له هغه ځایه مو ایټالیا ته پناه یو وړ.
د تیرې یکشنبې په ورځ مې د کښتۍ د ډوبیدو خبر ترلاسه کړ او د قربانیانو د تصویرونو په لیدلو سره مې سمدلاسه پریکړه وکړه چې باید د پیښې سیمې ته ولاړ شم او د قرباینانو له کورنیو او ژغورل شویو کسانو سره مرسته وکړم. زمونږ ډیری هیوادوال په ایټالوي ژبه نه پوهیږي نو ځکه ما فکر وکړ چې کیدای شي زه وشم کولای په دې برخه کې مرسته وکړم. زما کور د پیښې له ځای، کروتونه څخه څلور نیم ساعته فاصله لري.
سمیې ته در سیدو پر لار، د دوشنبې په ورځ په ریل کې ناست وم او د قربانیانو او د دوې د کورنیو په اړه مې ډیر فکر کاوه او دغه حالت ډیر زورولم. له مخکې نه خبر وم چې زما د تره زوې نذیر احمد ایران کې دی او غواړي چې له خپلې ښځې او ۸ کلن زوی او ۳ کلنه لور سره په قاچاقي لارو اروپا ته راشي خو په دې وروستیو کې مې د هغوې احوال نه درلود.
کله چې کروتونه ته ورسیدم نو هغه روغتون ته ولاړم چې جسدونه يي هلته انتقال کړي و خو ماته يي وویل چې ټول جسدونه يي عدلي طب ته لیږدولي.
د سره صلیب او پولیسو مرکز ته ولاړم او هلته مې ډیرې افغانې کورنۍ ولیدلې چې د خپلو خپلوانو د مړو د موندلو لپاره راغلې وې. د قربانیانو د تصویرونو د تشخیص برخې ته ولاړم چې ناڅاپه سترګې مې زما د تره د نګور سودینا پر تصویر ولیګد. هیڅ باور مې نه کاوه او ما فکر کاوه چې ښايي غلط شوی اوسم خو متاسفانه چې د سودینا تصویر و. ما ته يي وویل چې د هغې جسد مو په اوبو کې موندلی.

اوس زه د سلګونه نورو افغانانو په څیر، د خپل تره زوې او د دوو ماشومانو د جسد په لټه کې یم خو متاسفانه چې تر اوڅه د هغوې په اړه معلومات نشته.
«ایټالیا زما تره زوی ته چې امنیت کې يي کار کړی و، پناه ورنکړه»
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته زما تره زوی له خپلې میرمنې او دوه اولادونو سره ایران ته ولاړ خو ایټالیا ورته پناه ورنه کړه. زه خپله په تیر حکومت کې د هرات ولایت د سیاسي چارو مشاور وم او په دې وتوانیدم چې ایران ته ولاړ شم او بیا له هغه ځایه له ایټالیا څخه د پناه غوښتنه وکړم. د تیر کال په جنورۍ میاشت کې د ایټالیا دولت لخوا له خپلې کورنۍ سره دغه هیواد ته انتقال شوم.
له خپل تره زوی سره مې له ډیرې مودې اړیکه درلوده او تل يي راته ویل چې له ایران څخه په ناقانونه ډول اروپا ته درځم. هغه په افغانستان کې امنیتي برخه کې وظیفه درلوده او د طالبانو لخوا تر سختو ګواښونو لاندې و خو په ایران کې له ډیرې مودې انتظار وروسته په دې ونه توانید چې د خپلې کورنۍ لپاره د ایټالیا ویزه لاسته کړي.د ایټالیا د دفاع وزارت د نوموړي غوښتنو ته ځواب و نه ویل.
ما تل هڅه کوله چې هغه ته ووایم چې په ناقانونه لارو اروپا ته سفر و نه کړي خو ما ته به يي ویل چې بل لاره نه لرم.
« افغانستان کې زمونږ خپلوانو هیڅ باور نه کاوه او حیران ول»
د خپل تره زوی د تصویر له لیدو وروسته مې ایران کې خپل ورور او په هرات کې خپل مور او پلار ته ټیلفون وکړ خو نه پوهیدم چې څه ووایم. پر ټیلفون مې ډیر و ژړل او کنټرول مې له لاسره ورکړ. هغوې د دغه خبر په اوریدو سره هیڅ باور نه کاوه او حیران شوي وو. زه اړ شوم چې څلور ورځې وروسته د پولیسو له کمپیوټر څخه تصویر واخلم او هغوی ته مې واستول. ډیر په سختۍ سره هغوی باور وکړ.
تیره ورځ د ایټالیا ولسمشر دلته د قربانیانو له کورنیو سره د همدردۍ لپاره راغلی و. د نورو افغانانو په استازیتوب مې ورسره خبرې وکړې او له نوموړي څخه مې و غوښت چې د ډوبو شویو د جسدونو په برخه کې هلې ځلې وکړي. همدارنګه له ولسمشر څخه مې و غوښت تر څو د نورو هیوادونو په مرسته، د افغانانو د جسدونو په لیږدولو کې جدي هڅه وکړي.»