له آلمان څخه د مهاجرو د اخراج آرشيف انځور
له آلمان څخه د مهاجرو د اخراج آرشيف انځور

د آلمان يوې محکمې په يوه اساس ټاکونکې پرېکړه کې و افغانستان ته د مهاجرو پر اخراج ممانعت ولګاوه.

پرېکړه په بادن ويورتمبېرګ کې د عالي اداري محکمې لخوا وشوه. د آلمان فدرالي جمهوريت په دغه فيصله سره مکلف شوی دی چې په ځانګړو شرايطو کې و افغانستان ته پر اخراج ممانعت ولګوي. يادې محکمې د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۷نېټه) فيصله وکړه چې يو مجرد او د کار کولو جوګه افغان ځوان و خپل هيواد ته په داسي حال کې نه سي اخراج کېدلای، چې هلته ورته ټولنيزه شبکه نه وي ميسره.

په فيصله کې راغلي دي چې آن که بنيادي اړتياوې لکه «چپرکټ، ډوډۍ او صابن» د نامعلومې مودې لپاره ميسره نه وي، لا هم له آلمان څخه پر اخراج ممانعت بايد ولګول شي. د فيصلې له مخې پر اخراج حتی هغه وخت هم ممانعت دی که د اخراج سره مخامخ کس نه د فرعي او نه هم بل شان د محافظت يا پناه حق ولري. پروتستانت خبري آژانس په دې ترڅ کې د (AZ: A 11 S 1329/20 vom 22.02.2023) شمېرې لاندې د يادې فيصلې حواله ورکړې ده.

خو دغې محکمې هغه کس ته د پناه حق نه دی ورکړی چا چې د خپل اخراج پر ضد حقوقي دعوا کړې وه. په فيصله کې راغلي دی چې د اخراج امکان هغه وخت شته چې کله چې په افغانستان کې و اخراج کېدونکي کس ته د باور وړ کورنۍ يا ټولنيزه شبکه موجوده واوسي چې ورته مالي او مادي مرسته ورکولای شي.

محکمې په خپله فيصله کې ويلي دي چې دا چې د اخراج سره مخ دغه افغان ځوان په افغانستان کې ياد اړين امکانات نه لري نو نشي اخراج کېدلای. محکمې په خپله فيصله کې د آلمان دولت مکلف کړی دی چې روښانه کړي چې د حقوقي دعوه کوونکي دغه کس په وړاندي د اخراج ملي ممانعت پر ځای پاته دی. دغې محکمې د خپلې فيصلې پر ضد د مرافعې اجازه نه ده ورکړې. خو بيا هم په لايپڅيګ کې د دغې فيصلې پر ضد درخواست له لارې د حقوقي دعوی غوښتنه کېدلای شي.


آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې