له ترکیې څخه د افغان کډوال ایستل. تصویر: آرشیف
له ترکیې څخه د افغان کډوال ایستل. تصویر: آرشیف

د ترکیې د کډوالۍ ادارې د سه شنبې په ورځ وویل چې د روان میلادي کال له پیل څخه د بیلابیلو هیوادونو ۱۹۴۰۵ ناقانونه کډوال له دغه هیواد څخه ایستل شوي چې له دې ډلې له دوه زرو څخه ډیر يي افغانان وو.

د ترکیې دولتي آژانس اناتولي راپور ورکړی چې یوازې تیره اونۍ د مارچ له لومړۍ نیټې څخه تر ۶ مې پورې، ۵۴۴ افغانان چې په ناقانونه ډول ترکیې ته د ننه شوي وو، په څلورو چارټر الوتکو کې بیرته افغانستان ته استول شوي.

یاد آژانس د ترکیې د کډوالۍ ادارې له قوله لیکلي چې د روان کال له پیل څخه په مجموع کې ۲ زره او ۱۸۳ تنه په ۱۴ چارتر الوتکو کې افغانستان ته استول شوي.

له دوې وړاندې ترکي چارواکو ویلي و چې د استانبول په ځینو سیمو کې د ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره د پولیسو کنټرول دیر شوی.

نور ولولئ: ترکیې په یوه ورځ کې ۱۳۹ افغان کډوال ایستلي دي

تیرکال له ۱۲۴ زرو څخه ډیر د بلابیلو هیوادونو کډوال ته ترکیې څخه ایتسل شوي و چې له دې ډلې یوازې ۲۳۵ چارټر الوتکي افغانستان ته لیږدول شوي.

ترکیې په وروستیو کلونو کې د ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره تدابیر سخت کړي او د دغه هیواد په بیلابیلو ښارونو کې د ناقانونه کډوالو د نیولو هڅې چټکې شوي. 


 

نورې ليکنې