یوه ویډیو چې تازه کډوال نیوز ته رسیدلې، ایټالیا کې د کډوالو د کښتیدو له ډوبیدو څو ساعته وړاندې ثبت شوې. په کښتۍ کې د معصوم قاسمي کورنۍ او خپلوان ایټالیا ته له رسیدو څو ساعته وړاندې سمندر کې ډوبیږي. افغان کډوال معصوم قاسمي او د کورنۍ ۶ غړي يي هڅه کوي چې له ترکیې څخه ایټالیا ته ورسیږي.
له رسیدو وړاندې د معصوم میرمن مرضیه، مزمل کوچنی زوی او سبنا، لور په سمندر کې ډوبیږي خو د معصوم په اړه لاهم کوم خبر نشته. په یاده پیښه کې د معصوم ۱۲ کلن زوی چې له سمندر څخه ژغورل شوی اوس په ایټالیا کې د ماشومانو د ساتنې په یو مرکز کې ساتل کیږي.
د کښتۍ د ډوبیدو دغه غمیزه د فبرورۍ په ۲۶ مه رامنځ ته شوه چې ۴۹ تنه افغانان په کې خپل ژوند له لاسره ورکړ.
په یاده کښتۍ چې له ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ کسان سپاره و او له ترکیې څخه ایټالیا پر لور حرکت کړې وه.