د آلمان د کین ګوند په وینا دا مهال په برلین کې ۲۱۶۵۴ داسي کسان شته چې باید له دې هیواده وویستل شي. تصویر: پیکچر الیانس
د آلمان د کین ګوند په وینا دا مهال په برلین کې ۲۱۶۵۴ داسي کسان شته چې باید له دې هیواده وویستل شي. تصویر: پیکچر الیانس

د آلمان د ایتلافي حکومت یوه مهمه موخه د اخراجونو چټکول دي خو دمګړی دا پالیسي د خنډونو سره مخ ده، تر ډیره بیا په برلین ښار کې دا ستونزه شتون لري.

د آلمان د کین ګوند په وینا دا مهال په برلین کې ۲۱۶۵۴ داسي کسان شته چې باید له دې هیواده وویستل شي خو د فدرالي حکومت لخوا خپاره شوي نوي ارقام په ډاګه کوي چې په هرو لسو رد شویو پناه غوښتونکو کې یو یې د اخراج حکم لري خو د ایستلو حکم نشي ورکولی دا ځکه چې د پیژندګلوي اسناد یې شتون نه لري.

د حکومت په وینا، د مالدووا اتباعو ترټولو لویه ډله جوړه کړې چې په ایالتونو کې د اخراج امرونو ورته شوي دي ، ورپسې هغه کسان چې "نا تایید شوي هویت" لري عراقي اتباع دي چې په دریمه کټګوري کې راځې.

په زرگونو کسان باید ویستل شي خو لا پسي زغمل کیږي

په باویریا، نارت راین ویسټفالیا، لوئر ساکسني، شلسویګ هولسټین او تورینګیا ایالتونو کې زیاتره هغه کسان چې د اخراج حکمونه یې صادر شوي عراقي اتباع دي.

په برانډنبورګ کې چې د برلین په څنګ کې پروت دی، نږدې څلورمه برخه هغه کسان دي پکښې چې باید دا هیواد پریږدي دا وګړې تر ډیره د روسیې څخه دي.

د باډن-ورټمبرګ ایالت په سویل کې، ګمبیان د هغو کسانو تر ټولو لویه ډله جوړه کړې چې باید آلمان پریږدي.

AFP - SAMEER AL-DOUMY
AFP - SAMEER AL-DOUMY



په ټولیز ډول په ټول آلمان کې البانیایی، سربیان او پاکستانیان هم د هغو کسانو په لیست کې دي چې د اخراج حکمونه یې ادامه لري او یا په حقیقت کې بیرته باید خپلو هیوادونو ته واستول شي.

د فدرالي حکومت په وینا، د ۲۰۲۲ کال د دسمبر تر ۳۱ پورې د هیواد څخه د وتلو لپاره د بهرنیو اتباعو ټولټال شمیر ۳۰۴،۳۰۸ تنه وو. دا په داسې حال کې ده چې اکثریتو ته یې د دولډونګ په نوم یو فرمان صادر شوی، پدې معنی چې د دوی د اخراج حکم د اوس لپاره ځنډول شوی دی.

دا ډول "زغملي" کسان په تخنیکي ډول مکلف دي چې په پاې کې هیواد پریږدي، مګر د لنډمهاله پاتې کیدو اجازه ورکول کیږي ځکه چې دوی د ډیری قانوني دلایلو لکه د پیژندنې اسناد نه درلودل یا د ناروغۍ لپاره د اوږدې مودې درملنې له امله نشي ایستل کیدی.

يه ورته وخت کې د ریپورټونو پر بنسټ تېر کال ۲۶۵۴۵ کسان له آلمان څخه په خپله خوښه وتلي وو.

د المان حکومت وایې د اخراجولو په قضیو کې له فزیکي زور څخه کار اخیستل کیږي، خو نه داسې لاسونه یې ولچک کړو او یا د نورو دغه ډول ورته شیانو څخه استفاده وکړو. 

 

نورې ليکنې