د آتن په ښار کې یو شمیر افغان کډوال. تصویر: آرشیف. کډوال نیوز
د آتن په ښار کې یو شمیر افغان کډوال. تصویر: آرشیف. کډوال نیوز

یوې معتبرې هسپانوۍ ورځپاڼې راپور ورکړی چې د یونان سرحدي پولیسو ترکیې ته د ناقانونه کډوالو د بیرته شړلو پر مهال له دوې څخه د ۲،۲ میلیونه یورو په ارزښت نغدي پیسې او نور قیمتي وسایل اخیستي. په دې اړه راپور له ترکیې سره پوله له کډوالو او نادولتي سازمانونو سره د مرکې پر بنسټ چمتو شوی.

د ال پاییس په نوم هسپانوۍ ورځپاڼې لیکلي چې په دغو پیسو کې چې له کډوالو څخه د پولې په اوږدو کې اخیستل شوي، قیمتي وسایل لکه سره زره او ګرځنده ټیلفونونه هم شاملیږي. یادې ورځپاڼې ویلي چې پیسې او وسایل د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ له کډوالو څخه اخیستل شوي.

دغه راپور د یو شمیر نادولتي سازمانونو، د بشري حقونو ملاتړ کوونکي او له ترکیې سره پر پوله د اوروس په سیمه کې د یو شمیر سرچینو د معلوماتو له مخې چمتو شوی.

په راپور کې راغلي چې د ناقانونه کډوالو پیسې او اموال مخکې له دې چې دوې په بادي کښتیو کې ترکیې ته وشړل شي، اخیستل شوي.

سرچینه زیاتوي چې په دې وروستیو کلونو کې د یونان او ترکیې د پولو په اوږدو کې د سرحدي ځواکونو لخوا د کډوالو د پیسو او مالونو په غلا کې د پام وړ ډیروالی راغلی.

د څیړنې پایلې ښيي چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۲ کلونو په موده کې له ۲۰ زرو څخه ډیر ناقانونه کډوال د یونان د امنیتي ځواکونو لخوا د مریچ له پولې څخه بیرته ترکیې ته شړل شوي.

نور ولولئ: راپور: فرانتکس اژه سمندر کې د کډوالو په شا تمبونې په اړه معلومات پټ ساتلي

د یونان د بشري حقونو د ملي کمیشنر د معلوماتو له مخې تیر کال ۹۳ سلنه کډوال چې بیرته اخراج شوي، منلي چې د هغوې پیسې او نور وسایل لوټ شوي او له سختو تاوتریخوالو سره مخامخ شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان یوې څیړونکې ایواکوس د ال پاییس ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې چارواکي ځکه د کډوالو ګرځنده ټیلفونونه او پیسې اخلي تر څو پر پوله د کډوالو د اوښتو مخه ونیسي. نوموړې په دې اړه وايي:« کله چې تاسو د دوې پیسې اخلئ نو تاسو د دوې ژوند ډیر ستونزمن کوئ.»

له دې وړاندې د یونان د محافظت وزیر تاکیس تیودوریکاکوس ویلی و چې د یونان پولیسو د تیرکال له پیل څخه تر سپتمبر پورې له ۱۵ زرو څخه ډیر کډوال دغه هیواد ته په ناقانونه ډول د ننوتلو په تور نیولي دي. 


 

نورې ليکنې