د فرانسې د قوانینو پر بنسټ، هغه نجونې او ښځې چې په خپلو هیوادونو کې د ختنه ( سنت کولو) تر ګواښ لاندې وي، کولای شي په دغه هیواد کې پناه وغواړي. له دې امله په فرانسه کې د پناه د غوښتلو لپاره ځانګړي شرایط شتون لري چې یو له هغه څخه د ډاکټر تصدیق بلل کیږي. کډوال نیوز د پناه غوښتنې دغې پروسې ته کتنه کړې
هر کال د یو شمیر هیوادونو زرګونه ښځې په فرانسه کې د پناه غوښتنه کوي تر څو وشي کولای ځان او یا خپلې لوڼې د ختنه له ګواښ څخه و ژغوري. د ښځو ختنه کول د نورو هغو کارونو په اړه چې له امله يي د ښځو د بند جنسي غړي غوڅیږي، په فرانسه کې جرم بلل کیږي او د زندان سزا ورته ټاکل شوې.
د ۲۰۱۲ کال راهیسې، د فرانسې د دولت عالي شورا ( ستره محکمه) په رسمي ډول منلي چې هغه ښځې چې له خپلو هیوادونو څخه د ختنه کولو د ګواښ له امله تښتیدلی وي کولای شي د جنیوا د ۱۹۵۱ کنوانسیون له مخې په فرانسه کې د محافظت یا د پناه غوښتنه لاسته راوړي.
د فرانسې د پناه غوښتنې ادارې ( اوفپرا) کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د څانګې مسوله انالو کلنشمیت وايي چې اداره يي د ښځو د ختنې په اړه له مختلفو قضیو سره مخامخه ده.
نوموړې په دې اړه وايي: « زیاتره قضیو کې په اصلي هیوادونو کې زیږیدلي نجونې، د کډوالۍ پر لار او یا هم په فرانسه کې چې له د ختنه کولو له ګواښ سره مخامخ وي د پناه غوښتنه کوي.»
د اوفپرا دغه کارکوونکې وايي:« مونږ د داسې ښځو قضيي هم لرو چې ختنه شوي نه دي خو له اجباري ودونو وروسته ښځه تیښتې ته مجبوریږي ځکه میړه يي پوهیږي چې ختنه شوې نه ده.»
انالو کنشمیت وايي:« داسې پیښې هم شته چې هغه ښځې چې د بیرته جوړولو جراحي يي ترسره کړي وي او په فرانسه کې د پناه غوښتنه کوي نو پرغوښتنه يي له سره کتنه کیږي. دوې ویره لري چې د اخراج په صورت کې ښايي دوباره ختنه شي.»
او بلاخره په ځینو حالاتو کې د فرانسې د پناه غوښتنې ادارې د هغو پیغلو نجونو له قضیو سره هم مخامخ کیږي چې له خپلو هیوادونو څخه تښتیدلي وي.
په ځینو حالاتو کې مو او یا پلار د خپل لور لپاره د پناه غوښتنه کوي او ټول معلومات شریکوي. د کم عمره نجونو چې ختنه شوې وي او یا نه، د پناه غوښتنې لپاره د ډاکټر تصدیق حتمي بلل کیږي. دغه تصدیق له اړوندو روغتیايي مرکزونو صادریږي او نجلۍ مور او یا پلار ته سپارل کیږي.
په استثنايي ډول د فرانسې د پناه غوښتنې اداره یا اوفپرا د تصدیق د ترلاسه کولو اړوند لګښتونه پر غاړه اخلي. کم عمره نجونې د جنسې مسایلو د مسلکي ډاکټرانو لخوا معاینه کیږي او دا مسله د دوې لپاره ډیره مهمه ده.
د ښځینه پناه غوښتونکو لپاره طبي تصدیق ضروري نه ده خو که دوې و غواړي چې ترلاسه يي کړي نو کولای شي.
د پناه غوښتنې په پروسه کې، د اوفپرا یو کارکوونکی د پناه غوښتونکي سره مرکه کوي. انالو کنشمیت په دې اړه وايي چې په مرکه کې هڅه کیږي چې د امکان په صورت کې ټول هغه جزییات چې پناه غوښتونکې ورسره مخامخه شوې وي، ارزول کیږي. په داسې قضیو کې د ښځې او میړه ترمنځ، د خپلو له اړیکه مهم بلل کیږي. په مرکه کې په کورنۍ کې د ختنې د تاریخ، ټولنیز محیط او نور ورته مسایل په پام کې نیول کیږي.
په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۲۰۰۰ کم عمره نجونو ته د ختنه کیدو له امله پناه ورکړل شوې. ملګري ملتونه په ۲۰۲۰ کال کې اټکل کړی و چې تر راتلونکو ۱۰ کلونو پورې به شاوخوا ۲ میلیونه نجونې او ښځې د ختنه قرباني وي.