د ترکیې په سواحلو کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله د پنځو کډوالو مړي موندل شوي. انځور: رویټرز، ۱۱ مارچ ۲۰۲۳
د ترکیې په سواحلو کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله د پنځو کډوالو مړي موندل شوي. انځور: رویټرز، ۱۱ مارچ ۲۰۲۳

د ترکیې ساحلي ساتونکو د شنبې په سهار د پنځو کډوالو مړي وروسته له هغه و موندل چې د دغه هیواد د آیدین ښار په سواحلو کې د دوې کښتۍ په آژه سمندر کې ډوبه شوه. د یو ماشوم په ګډون ۱۱ تنه نور له کښتۍ څخه ژغورل شوي دي.

رویټرز خبري آژانس د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې په کښتۍ کې ۳۱ ته سپاره ول او د ترکیې ساحلي ساتونکو په کښتۍ کې د اوبو له ننوتلو وروسته، د سهار په ۶ بجو سیمې ته ورسیدل او ۱۱ تنه يي وژغورل. ژغورل شوي کسان د آیدین ښار د ددیم بندر ته لیږدول شوي دي.

بل پلو بیا د یونان ساحلي ساتونکو ویلي چې د دغې کښتۍ له ډوبیدو وړاندي يي ترکي چارواکو ته خبردارۍ ورکړی وو. د دواړو هیوادونو سمندري ځواکونه ویلي چې د کډوالو د ژغورنې عملیات دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې دوه اونۍ وړاندې د فبرورۍ په ۲۶ مه، یوه کښتۍ چې له ترکیې څخه يي حرکت کړې وه، د ایټالیا په سواحلو کې له ډبرو سره ولګید او ټوټې ټوټې شوه. په دغه پیښه کې د ۴۹ افغانانو په ګډون ۷۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او لسګونه نور لادرکه شول.

د ایټالیا په سواحلو کې د ۱۳۰۰ کډوالو ژغورل

د ایټالیا سمندري ځواکونو د شنبې په ورځ، یوځل بیا د دغه هیواد په جنوبي سواحلو کې ۱۳۰۰ کډوال له سمندر څخه ژغورلي. چارواکي ویلي چې دغه کډوال په دریو جلا جلا عملیاتو کې له مدیترانې څخه ژغورل شوي دي.

د ژغورل شویو له ډلې ۸۷۹ تنه يي له دوو کښتیو څخه د کالابریا له سواحلو څخه ژغورل شوي. همدارنګه د کب نیونکو یوه کښتۍ، ۴۸۷ کډوال د کروتون ښار د کالابریا په بندر کې ژغورلې.

په ورته مهال، سیمه ایز چارواکي ویلي چې ۲۰۰ تنه نور کډوال د سیسیل له سواحلو څخه ژغورل شوي دي.

ایټالیا ته له ترکیې او شمالي افریقا څخه د کډوالو څپې په وروستیو کلونو کې ډیرې شوې دي چې د ایټالیا په محافظه کاره حکومت يي فشارونه ډیر کړي. سره له دې چې حکومت ژمنه کړې چې د کډوالو د دغو څپو شمیر به راکم کړي خو بیا هم دغه لړۍ داوم لري.

د روان کال له پیل څخه له ۱۷ زرو څخه ډیر کډوال ایټالیا ته رسیدلي دي چې له دغې ډلې ۴۰۰۰ تنه يي په روانه اونۍ کې دغه هیواد ته رسیدلي. همدارنګه سلګونه کډوال اروپا ته د رسیدو په هیله، د مدیترانې په سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

 

نورې ليکنې