د پاکستان په بلوچستان کې د تفتان پوله. تصویر: رویټرز. آرشیف
د پاکستان په بلوچستان کې د تفتان پوله. تصویر: رویټرز. آرشیف

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې ایران د یکشنبې او چهارشنبې په ورځو، ۱۰۲ پاکستاني کډوال، د بلوچستان له لارې بیرته خپل هیواد ته استولي.دغه کډوال هڅه درلوده چې په ناقانونه لارو ځانونه ترکیې او اروپايي هیوادونو ته ورسوي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي چې د ایستل شویو له ډلې ۷۷ تنه يي د یکشنبې په ورځ او ۲۵ تنه نور يي د چهارشنبې په ورځ د میرجاوه- تفتان د پولې له لارې بیرته پاکستان ته استول شوي.

دغه ناقانونه کډوال له ایستلو وروسته د تفتان پر پوله د پاکستان پوځي ځواکونو ته سپارل شوي. ډیری دغه کډوال د پاکستان د پنجاب، خیبر پښتونخوا، سند او بلوچستان اوسیدونکي وو.

د تحقیقاتو لومړنی پایلي ښايي چې دغه کسان، له قانوني اسنادو پرته ایران ته د ننه شوي وو او هڅه يي درلوده چې ځانونه ترکیې او نورو اروپايي هیوادونو ته ورسوي خو د ایران په مختلفو سیمو کې و نیول شول.

نور ولولئ: ایران ۱۳۴ پاکستاني کډوال اخراج کړي

له ایران سربیره ترکیه او یو شمیر اروپايي هیوادونه هم کله نا کاله ناقانونه پاکستاني کډوال له خپلې خاورې وباسي. دغه هیوادونه، پاکستان د یو امن هیواد په توګه پیژني نو ځکه پاکستاني اتباعو ته له موجه دلایلو پرته پناه نه ورکوي.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې د رسمي شمیرو له مخې تیر کال ۱۱۰۲۵ ناقانونه پاکستاني کډوال په چارتر الوتکو کې بیرته خپل هیواد استول شوي.

 

نورې ليکنې