د چاپو او تلاښيو مقصد د ثبوتونو خوندي کول هم و
د چاپو او تلاښيو مقصد د ثبوتونو خوندي کول هم و

د ترکيې او عربي هيوادونو زيات شمېر مهاجرو هدف و آلمان ته رسېدل وي. خو دغه ناقانونه او خطرناک سفر لپاره قاچاق وړونکي زياتي پيسې اخلي.

په آلمان کې پوليسو په لويو عملياتو کې د انساني قاچاق وړونکو پر ضد عمليات وکړل. په دې ترڅ کې په برلين او ساکسن انهالټ ايالتونو کې چاپې ووهل شوې. د آلمان د خبري آژانس SEK د خبر له مخې پوليسو او ځانګړي امنيتي ځواک په يادو سيمو کې تر ۲۰ څخه په زياتو د فاترو او اپارتمانونو کې تلاښۍ وکړې.

د آلمان د فدرالي پوليسو يو وياند ويلي دي چې ياد عمليات د چهارشنبې په سهار وختي تر سره شول. زياته شوې چې پنځه نارينه نيول شوي دي. په وينا يې څلور له برلين او يو له هاله څخه نيول شوی. پوليسو ويلي دي چې په ټوليزه توګه د ۱۸ شکمنو کسانو پر ضد تحقيقات کوي. پر هغوی شک کيږي چې له ترکيې او عراق څخه يې انسانان و آلمان ته راقاچاق کول.

ويل شوي چې انسانان له استانبول څخه د الوتکې په مرسته د بوسنيا هرڅېګووينا و پلازمېني سرايېوو ته راوړل کېدل. پوليسو ويلي چې له هغه ځای څخه دغه انسانان د بالقان مسير له لارې آلمان ته راوستل کېدل. اټکل کيږي چې له دې لارې لږ تر لږه ۹۰ انسانان آلمان ته راقاچاق کړل شوي دي. ويل شوي چې په دغه قاچاقي ډله کې د سازمانونو غړي او موټروانان شامل ول. د پوليسو وياند ويلي دي چې شکمن کسان اکثريت د ترکيې او آلمان تابعيت لرونکي دي.

په دغو عملياتو کې ۴۰۰ چارواکي ګډونوال ول. د نورو تر څنګ د برلين جنايت ضد اداره او څارنوالي هم پکښې ښکېله وه. دا چې اټکل شوی و چې قاچاق وړونکي خطرناک دي او ممکن وسلې ورسره وي، نو له دې کبله د پوليسو د ځانګړو کوماندو ډلو لکه GSG9 څخه هم په دغو عملياتو کې مرسته واخيستل شوه.

د پوليسو په وينا په هغو اپارتمانونو کې چې پکښي تلاښۍ وشوې، يو شمېر داسي کسان وموندل شول چې ښايي آلمان ته راقاچاق کړل شوو څخه وي. د دغو کسانو د اسنادو کنټرول او ارزونه ادامه لري. ويل شوي چې د عملياتو په ترڅ کې د برلين په نويه کولن، مرکزي برلين، راينيکنډورف، شپانډاو، شارلوټنبورګ ويلمرسډور او په ټېمپلهوف شونه بېرګ کې په کورونو کې تلاښۍ وشوې.

پر نيول شوو کسانو تور دی چې هغوي په تجارتي توګه انسانان آلمان ته راقاچاق کول. ويل شوي چې د چاپو مقصد د ثبوتونو راټولول و. پوليسو په دغو چاپو کې نقدې پيسې او نور قيمتي څيزونه هم نيولي دي. عموما قاچاق وړونکي له مهاجرو څخه د يو کس پر سر په زرونو يورو اخلي چې هغوی آلمان ته راولي.


آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې