په ۲۰۱۵ کال آلمان ته د رارسېدونکو مهاجرو ارشيف انځور/ پيکچر الاينس
په ۲۰۱۵ کال آلمان ته د رارسېدونکو مهاجرو ارشيف انځور/ پيکچر الاينس

د آلمان د قوانيو له مخې ايالتونه او ښاروالۍ د مهاجرو د مراقبت مسؤليت لري. خو د مهاجرو د مخ په زياتېدونکي شمېر له کبله اوس له مرکز څخه د مرستو غوښتنې زياتې شوي.

په آلمان کې د مهاجرو د مخ په زياتېدونکي شمېر له کبله يو ځل بيا د فدرالي ايالتونو سره د مرکز د مرستو پر څرنګوالي تاوده بحثونه راپورته شوي دي. په داسي حال کې چې د آلمان د فدرالي ايالتونو د لومړي وزيرانو سرمشريزه دايرېدونکې ده، ايالتونو پر مرکزي حکومت باندې فشار زيات کړی دی چې ورسره د مهاجرو په مراقبت کې نورې مرستې وکړي.

د مسيحي اتحاد سياستوال او د زاکسن ايالتي لومړي وزير ميشايل کرېچمر د نوو مهاجرو په منلو کې د محدوديت راوستلو غوښتنه کړېده. د سوسيال دموکرات ګوند سياستوال او د کوز زاکسن ايالت لومړي وزير شټېفن وايل بيا د نورو دولتونو سره د رد شوو پناه غوښتونکو د بېرته اخيستلو د تړونونو کولو غوښتنه کړېده. د دې تر څنګ ايالتونو د آلمان پر مرکزي حکومت ږغ کړی دی چې د مهاجرو د سرپناوو برابرولو لپاره ورسره زياتي مالي مرستې وکړي.

د آلمان د فدرالي ايالتونو حکومتي مشران او مشرانې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۱۶ نېټه) په برلين کې سره راغونډيږي چې د مهاجرت پر موضوع خبرې اترې وکړي. د زاکسن ايالت لومړي وزير کرېچمر ويلي دي چې د مهاجرو د زيات شمېر له کبله ښارونه او ښاروالۍ نور د هغوی لپاره د سرپناوو امکانات نه لري. نوموړي و فونکه مېډين نومي رسنيزي شبکې ته ويلي دي: «دا په دې معنی چې مرکز بايد هغه پروګرامونه ودروي چې په ترڅ کې يې په رضاکارانه توګه مهاجر مني.»

کرېچمر د مهاجرو د منلو د پروګرامونو په هکله زياته کړېده چې دا ډول پروګرامونه به «په آينده کې صرف د ايالتونو، ښارواليو او ښارونو سره د مخکې له مخکې انسجام او تفاهم وروسته ممکن وي، او نه له بالا څخه د امر له لاري.» يو دا شان پروګرام د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ د تړون برخه ده. آلمان د دغه پروګرام په ترڅ کې هر کال تر ۳۰۰۰ پوري سوريايي مهاجر له ترکيې څخه اخلي.

د زاکسن ايالت لومړي وزير د اروپايي اتحاديې د باندنيو پولو د لا ټينګولو غوښتنه هم کړې ده. هغه د بلغاريې او ترکيې تر منځ پوله ياده کړې او ويلي يې دي: «موږ د پولنډ او سپيني روسيې تر منځ وليدل چې دا کار څنګه ممکن کېدلای شي.» کرېچمر ښايي په دې توګه د کټارو او زغروالو موانعو ته اشاره کړې وي.

د نيډر زاکسن ايالت لومړي وزير وايل و «نوين اوسنابريوکر څايټونګ» ته ويلي دي: «آلمان تر مخه له د بعضو هيوادونو سره د پناه غوښتونکو د بېرته منلو تړونونو لاسليک کړي دي. موږپه ښکاره توګخ لا زيات شمېر داسي تړونونو ته اړتيا لرو.» هغه زياته کړه چې د آلمان حکومت نبايد چې د اروپايي اتحاديې اقدام او ابتکار ته په انتظار شي، بلکه بايد پخپله هم فعال شي. د هغه په وينا «د دولتونو تر منځ دا کارونه چټک تر سره کېدلای شي.» هغه په اروپايي اتحاديه کې د پناه غوښتنې د قوانينو د تعديل غوښتنه هم وکړه. هغه په دې ترڅ کې د مهاجرو د بهتر تقسيم خبره وکړه.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې