د سربیا د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د بلګراد په ګډون د دغه هیواد په پنځو ښارونو کې د ناقانونه کډوالو پر وړاندې يي ستر علمیات ترسره کړي چې په پایله کې ۶۶۸ ناقانونه کډوال نیول شوي. د کورنیو چارو وزارت د یو شمیر نیول شویو کسانو ویډیو خپره کړې.
د نیول شویو له ډلې، د پلازمینې بلګراد ښار پولیسو له بیلابیلو سیمو څخه ۱۶۳ ناقانونه کډوال نیولي دي. پولیسو، دغه خلک د سوبوتیکا له سمیې څخه په یوه زړه ودانۍ کې موندلي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه عملیات د بلګراد، سوبوتیکا، سومبرو او کیکیندا د پولیسو لخوا د ژاندارم او سرحدي ځواکونو لخوا په ګډه، د ناقانونه کډوالو د ځپلو په موخه ترسره شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په دې اړه یوه ویډیو خپره کړې چې یو شمیر نیول شوي کسان له یوې زړې ودانۍ څخه ایستل کیږي.
د پولیسو په دغو عملیاتو کې، ۶۰ تنه ناقانونه کډوال د کانیژا ښار له بیلابیلو سیمو څخه موندل شوي. سربیره پردې ۱۳۶ تنه نور د لوزنیسا ، مالی زوورنیک او لیوبووئیا له سیمو څخه موندل شوي دي.
د سربیا د کورنیو چار وزارت ویلي چې ټول نیول شوي کسان د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په همکارۍ، د کډوالۍ مرکزونو ته استول شوي او هلته د دوې لپاره سرپناه برابره شوې.
نور ولولئ: سربیا کې دوه کډوال له اورګاډي سره په ټکر کې وژل شوي
سربیا او هنګري د لویدیځ بالکان پر لار هغه هیوادونه دي چې د افغانانو په ګډون د نړۍ یو شمیر کډوال له دغو لارو هڅه کوي چې ځانونه اروپايي هیوادونو ته ورسوي.
د رسمي شمیرو له مخې تیرکال له ۱۲۰ زرو څخه ډیر کډوال، په سربیا کې ثبت شوي وو چې ډیری دغه کډوال د افغانستان، سوريي، پاکستان، مراکش او هند اصلي اوسیدونکي وو.