د مهاجرت د چارو آلماني کارپوه ګېرالد کناوس وړانديز کړی دی چې د مهاجرو سره په شخصي توګه مرسته کوونکو سره دې دولت مالي مرستې وکړي.
ګېرالد کناوس د اوکراين د مهاجرو سره په شخصي توګه مرسته کوونکو او هغوی ته د سرپناه ځای ورکوونکو سره د دولتي مالي مرستو کولو وړانديز کړی دی. هغه د بايرن يوې رسنيزي شبکې ته ويلي چې «د داسي دولتونو د اتحاد پر جوړولو غور کول پکار دي چې په بيلو هيوادونو کې په شخصي توګه د مهاجرو منونکو سره په غير بيوروکراتيکه توګه مالي مرستي وکړي.» هغه ويلي دي چې دغه مرستې بايد په مياشت کې تر څو سوو يورو پورې وي او د سراسري منندويي شکل لرلای شي. دغه کارپوه د پنجشنبې په ورځ د يادې رسنۍ له خوا خپور شوي راپور کې ويلي دي چې په چک جمهوريت، آيرلنډ او بريتانيا کې دا ډول اقدامات تر مخه لا تجربه شوي دي.
د هغه په وينا که په فرانسه، هسپانيه يا ايټاليا کې د مهاجرو د منلو په بدل کې ۵۰۰ يورو د دولت لخوا ورکول شي، او اوکرايني مهاجر د ټولې اروپا لپاره د ځانګړي پلټفارم له لارې دغو شخصي سرپناوو ته معرفي کړل شي، نو به لا زيات مهاجر ځای ومومي. هغه زياته کړې: «خو دمګړی موضوع داسي ده چې يوه اوکراينۍ مور او ماشوم يې په فرانسه کې په مياشت کې صرف ۲۰۰ يورو ترلاسه کوي، او هغه کورنۍ چې دوی ته يې ځای ورکړی وي تقريبا هيڅ مرسته نه ترلاسه کوي.»
د آلماني کارپوه کناوس په وينا د شخصي کسانو له خوا و زیات شمېر مهاجرو ته د سرپناه ورکولو کار صرف هغه وخت ښه کار ورکولای شي چې په ټوله اروپايي ټولنه کې د دغو شخصي مرستندويانو سره مرسته وشي. د هغه په وينا په اروپايي ټولنه کې دننه د مهاجرو د ويش د سهميو طريقه نه تر مخه بريالۍ وه او اوس به هم ستونزې هوارې نه کړلای شي.
د کناوس په وينا د اوکراينيانو په تړاو په ټوله اروپايي اتحاديه کې د دغې اتحاديې مشترکه پاليسي فعاله ده چې له مخې يې اوکراينيان په ټوله اروپايي اتحاديه کې د حرکت، اوسېدنې، کار کولو او زدکړو حق لري. د هغه په وينا دا ډېره مهمه ده البته «موږ تر اوسه داسي هيڅ ابتکار نه لرو چې په فرانسه، ايټاليا يا هسپانيه کې يوه اوکراينۍ مور د خپل ماشوم سره په ترلاسه کېدونکو پيسو په رشتيا هم ګوذاره وکولای شي.» هغه غوښتنه کړېده چې په ټوله اروپايي اتحاديه کې بايد دغه مهاجر يو شانته مرستې ترلاسه کړي. د هغه په وينا په اصل کې بايد پر دغه موضوع تر مخه لا بحثونه شوي وای، خو اوس دغه بحث تر سره کول بيخي حتمي شوي دي.
آ./ا.ا.