د بریتانیا د ملي جرمنو د ادارې چارواکي د عملیاتو پر مهال. انځور: NCS
د بریتانیا د ملي جرمنو د ادارې چارواکي د عملیاتو پر مهال. انځور: NCS

بریتانیا کې چارواکي وايي، هغه پنځم کس يي د کډوالو د قاچاق په تور نیولی چې خلک يي په وړو کښتیو کې، په ناقانونه ډول بریتانیا ته لیږدول. د دغې ډلې څلور تنه نور غړي تیره میاشت نیول شوي وو.

بي بي سي د چهارشنبې په ورځ، د بریتانیا د جرایمو سره د مبارزې د ملي ادارې له قوله راپور ورکړ چې دغه پنځم کس له بلجیم څخه بریتانیا ته په کښتیو کې د کډوالو د قاچاق په تور نیول شوی دی.

تورن کس چې ۴۴ کاله عمر لري او د البانیا اصلي اوسیدونکی دی، د جرایمو سره د مبارزې د ملي ادارې د پولیسو لخوا  د لافبورو په لسترشر کې نیول شوی دی.

د دغو کسانو په اړه پلټنه او نیول وروسته له هغه پیل شو چې یوه کښتۍ له جرایمو سره د مبارزې د ملي ادارې چارواکو لخوا په برایتلینگسی کې ونیول شوه.

نور ولولئ: بریتانیا ته په لاریو کې د کډوالو د قاچاق په تور درې تنه نیول شوي

د یادې ادارې یو چارواکی درک ایوانز رسنیو ته ویلي:« نیول شوی سړی، په کوچنیو کښتیو کې د خلکو د قاچاق په تورل نیول شوی.» نوموړی وایی چې د سازمان شویو جرمونو سره مبارزه د جرایمو سره د مبارزې د ملي ادارې لومړیتوب دی او په دې اړه څیړنی دوام لري.

څلور تنه نور چې د کډوالو د قاچاق په تور نیول شوي، ګمان کیږي چې په ورته عملیاتو کې يي برخه اخیستې وي. ټاکل شوې چې دوې دروانې میاشتې په وروستیو کې محکمې ته حاضر شي.

 

نورې ليکنې