انډپنډنټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې بریتانیا له هغو افغانانو غوښتي و چې د تخليي پروګرام لپاره د دوې اسناد باید د طالبانو لخوا تایید شي. اوس د یوې څیړنې له پایلې وروسته، بریتانیا سمدلاسه په دې اړه له افغانانو بخښنه غوښتنې.
د یوې څیړنې پایلې ښيي چې بریتانیا د خپلو پخوانیو افغان همکارانو څخه چې غواړي د بریتانیا د ځای پر ځای کولو او مرستې پالیسي د پروګرام له لارې دغه هیواد ته ولیږدول شي، غوښتي و چې د زیږون او ودونو سندونه يي باید په انګلیسي ژبه وي او د طالبانو د ادارې لخوا ټاپه شي.
انډپنډنټ ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د بریتانیا ته د تګ د غوښتونکو له ایمیلونو څخه يي موندلي چې دوې باید خپل د زیږون او واده اسناد په انګلیسي ژبه و ژباړې او د کابل د حاکمې ادارې لخوا يي تایید کړي.
انډپنډنټ لیکلي چې له یو افغان ترجمان غوښتل شوي و چې د خپلو اولادونو د زیږون او د واده اسناد د بهرنیو چارو وزارت لخوا تایید کړي. دغه افغان چې اوس په افغانستان کې دی، خپل د واده اسناد د تاییدی لپاره، د طالبانو عدليي وزارت ته یووړل.
د بریتانیا دفاع وزارت په لومړي سر کې له دغه کار څخه انکار کړی و خو اوس د انډپنډنټ له څیړنې وروسته يي دغه تیروتنه منلې او له افغانانو يي بخښنه غوښتې.
د دفاع وزارت یو ویاند ویلي چې دغه تیروتنه اصلاح شوې او پر داخلي کړنلارو کار روان دی تر څو بیا دغه اشتباه تکرار نه شي. د دفاع وزارت ویاند په دې اړه ویلي:« مونږ بخښنه غواړو او خوندي ځایونو ته د خلکو په انتقال کې شپه او ورځ خپلو هڅو ته دوام ورکوو.»
د یادې څیړنې وروسته، د افغانانو د ځای پر ځای کولو او مرستې پالیسي (ARAP) کاري ډله وايي:« مونږ پوهیږو چې له تاسو څخه ځینې کسان د « ای آر ای پي» لخوا داسې پیغامونه تر لاسه کړي وي چې بهرنیو چارو وزارت او نورو ادارو ته د نویو اسنادو د لاسته راوړلو لپاره ورشئ.» ای آر ای پی وايي، که چیرې له تاسو څخه کوم کس داسې پیغام ترلاسه کړی وي، نو دا یو غلط پیغام دی او مونږ له دې امله بخښنه غواړو.
نور ولولئ: ګارډین: بریتانیا د افغانانو په ایستلو کې پاتې راغلې
د افغانانو د ځای پر ځای کولو او مرستې (ARAP) د هغو افغانانو لپاره دی چې د بریتانوي ځواکونو سره يي کار کړی وي. دغه پروګرام د د افغانانو د بیا میشتیدنې( ACRS) چې بریتانیا ته له خطر سره د مخامخو افغانان د لیږدولو زمینه برابروي، سره توپیر لري.
د بریتانیا د دفاع وزارت د اټکل له مخې شاوخوا ۴۶۰۰ افغانان او د دوې کورنۍ د بریتانیا د ای آر ای پي لپاره پر شرایطو برابر دي چې تر دې مهاله بریتانیا ته نه دي انتقال شوي. تر دې مهاله، له ۱۱ زرو څخه ډیر افغانان د دغه پروګرام له لارې بریتانیا ته لیږدول شوي دي.
د بریتانیا حکومت له دې وړاندې ژمنه کړې وه چې ۲۰ زره هغو افغانانو ته چې په خپل هیواد کې يي ژوند په خطر کې وي، پناه ورکوي.