رونډا کې د کډوال د جوړیدونکي کمپ څخه د بریتانیا د کورنیو چارو د وزیرې لیدنه. مارچ ۲۰۲۳ انځور: پکچر الیانس
رونډا کې د کډوال د جوړیدونکي کمپ څخه د بریتانیا د کورنیو چارو د وزیرې لیدنه. مارچ ۲۰۲۳ انځور: پکچر الیانس

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې سوئلا براورمن چې رونډا ته د پناه غوښتونکو د استولو په اړه د خبرو لپاره دغه هیواد ته سفر کړی و، د سه شنبې په ورځ بیرته خپل هیواد ته ستنه شوه.نوموړې د خپل سفر په جریان کې د پناه غوښتونکو د یوه کمپ پر وړاندې د خندا له امله له سختو غبرګونونه سره مخامخه شوې.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې د شنبې په ورځ رونډا ته تللې وه تر څو د ختیځې افریقا دغه هیواد ته د پناه غوښتونکو د استولو پر هوکړې له چارواکو سره خبرې وکړي. نوموړې د خپل سفر پر مهال له هغه کمپ څخه لیدنه کړې چې له بریتانیا څخه د استونکو پناه غوښتونکو لپاره جوړیږي.

میرمن براورمن په دغه سفر کې د رونډا د ناوړه اقتصادي او بشري وضعیت ته په اشارې سره خبریالانو ته وویل:« دغه کورونه رښتیا هم ښکلې دي، او په لوړ کیفیت جوړ شوي. نوموړې په خندا وویل:« دا کورونه ښه جوړ شوي، ښه راغلاست او داخلي ډیزاین يي ډیر ښه دی.»

براورمن له یوې ټلویزیونې شبکې سره په خبرو کې وویل:« زه ټول منتقدین هڅوم چې له رونډا څخه لیده وکړي مخکې له دې چې دوې په ذهن کې معتصبانه قضاوت ولري. فکر کوم د پناه غوښتونکو د دایمي میشتیدنې لپاره به رونډا د بریتانیا پر ځای یو برکت وي.»

براورمن وویل، له بریتانیا څخه ایستل کیدونکي پناه غوښتونکي به په رونډا کې یو خوندي او سوکاله ژوند ولري.

خو لندن ته د میرمن براورمن بیرته ګرځیدل د بریتانوۍ رسنیو له سختو نیکو سره مخامخ شو. ځینو رسنیو لیکلي چې نوموړې په دغه سفر کې یوازې د ښې اړخې پلوه رسنۍ يي له ځان سره بوولې وه او د بي بي سي په ګډون د لیبرال رسنۍ په دغه سفر کې نه وې.

رسنیو رونډا ته د پناه غوښتونکو د استولو په اړه د حکومت پر پلان سختې نیوکې کړي او دا يي یو غیر انساني عمل بوولی.

بریتانیا د تیرکال په اپریل میاشت کې له رونډا سره یوه هوکړه لاسلیک کړه تر څو په وړو کښتیو کې تلونکي پناه غوښتونکي دغه هیواد ته واستوي خو په دې برخه کې لومړنی الوتکه د بشري حقونو د اروپايي محکمې د حکم له مخې لغوه شوه.

نور لولوئ: د لندن عالي محکمې رونډا ته د پناه غوښتونکو استول قانوني و باله

لومړی وزیر ریشي سوناک هم ټینګار کوي چې د ناقانونه کډوالو مخنیوي يي له کاري لومړیتوبونو څخه دي.

له دغو ټولو هڅو سره سره بیا هم له فرانسې څخه بریتانیا ته په وړو کښتیو کې د کډوالو د اوښتو شمیر خورا ډیر شوی. د افغانانو په ګډون له ۴۵ زرو څخه ډیر کډوال تیرکال پر همدغې سمندرې لارې ځانونه بریتانیا ته رسولي.

 

نورې ليکنې