د هامبورګ په يوه کليسا کې د مهاجرو لپاره د بديدو ځايونه
د هامبورګ په يوه کليسا کې د مهاجرو لپاره د بديدو ځايونه

د آلمان د هامبورګ لومړي ښاروال پېتر چېنچر ويلي دي چې و مهاجرو ته د ځای ورکولو امکانات يې خپل آخري حد ته رسېدلي دي.

د سوسيال دموکرات ګوند غړي او د هامبورګ لومړي ښاروال چېنچر و دغه ښار ته په ډېر لوی شمېر مهاجر ورغلي دي. هغه د سه شنبې په ورځ د اېن ټي وي په نوم رسنۍ سره په خبرو کې وويل چې په زیاته له اوکراين څخه زيات مهاجر ورته رسېدلي دي. هغه زياته کړې ده چې دغه ښار ت ر اوسه تر ۳۰ زرو څخه زياتو اوکرايني مهاجرو ته ځای ورکړی دی.

چېنچر ويلي دي چې په لوی او زیات نفوس لرونکي ښار کې د مهاجرو لپاره د سرپناوو موضوع صرف د پيسو سره نه ده تړلې. هغه زياته کړې ده: «موږ يو وخت و مځکو او ودانيو ته اړتیا لرو، چې پکښې انسانانو ته سرپناه برابره کړو.» د دغه ښاروال په وينا لابته په هامبورګ کې تر مخه لا د اوسېدنې د ځايونو کمښت و. هغه ويلي دي چې که آن بعضي مهاجر د خپلو خپلوانو سره په کورونو کې ځای پيدا کړي، نو بيا به هم د هغوی مراقبت په لوړه اندازه پیسو ته اړتيا ولري. هغه غوښتنه کړېده چې دغه مصارف دې د آلمان د مرکز لخوا برابر کړل شي.

د المان د کورنيو چارو د وزارت د معلوماتو پر اساس آلمان په اوکراين کې د جګړې د پېل راهيسي تر يو مليون څخه زياتو اوکراينيانو ته ځای ورکړی دی. دغه اوکراينيان پر اوکراين د روسيې د بريد وروسته له خپل هيواد څخه مهاجر شوي ول. هامبورګ يوازنی ښار نه دی چې د مهاجرو د مراقبت په ترڅ کې د خپلو امکاناتو د کموالي له کبله شکايت کوي. د آلمان زيات شمېر نورو ښارونو هم په وار وار د آلمان پر حکومت د ستونزو د هوارۍ لپاره د لا زياتو هلو ځلو او مرستو ږغ کړی دی.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې