په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بشري وضعیت له خرابیدو سره سره بیا هم ډیری افغانان نه شي کولای په سویس کې پناه ترلاسه کړي. د سویس حکومت دغه سیاست کاملا د اوکرایني کډوالو سره په تضاد کې دی چې دغه کار د بشري حقونو د سازمانونو له نیوکو سره مخامخ شوی.
سویس یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د پناه اخیستلو پروسه يي سخته ده. د سویس د سره صلیب کمیټې راپور ورکړی و چې د طالبانو له واکمنیدو سره بیره، په سویس کې د افغانانو د نړیوال محافظت په اړه د سیاسي ادارې نه شتون موجود دی.
د «سویس انفو» خبري ویبياڼې راپور ورکړی چې په ۲۰۱۱ کال کې په سوریه کې د داخلي جګړو له امله د سویس دولت له ۵۰۰۰ څخه ډیر سوریایانو ته پناه ورکړه خو د افغانستان په اړه بیا د دوې د کډوالۍ په سیاست کې کوم بدلون نه په سترګو کیږي.
د یادې سویسي ویپاڼې په راپور کې راغلي چې په سویس کې په ۲۰۲۲ کال کې د ۱۷۵۹ افغانانو لخوا د بشري ویزو له غوښتنو څخه ۹۸ سلنو ته يي پناه ورکړل شوه. بل پلو بیا د هغو افغانانو له ډلې چې په سویس کې يي د پناه غوښتنه ثبت کړې وه، یوازې ۱۳ سلنه يي پناه ترلاسه کړې چې دا د اروپايي هیوادونو په کچه ډیره ټیټه ده.
لنډ مهاله اقامت
په سویس کې تیر کال د ۴۱۳۸ افغانانو له ډلې له نیمايي څخه ډیرو ته يي لنډ مهاله اقامت ورکړل شوی چې دا ډول اقامت دوې له ګڼو محدودیتونو سره مخامخ کوي. د (F) په نوم دغه یو کلن اقامت چې د نړیوال محافظت سره توپیر لري هغو خلکو ته ورکول کیږي چې په هیواد کې يي جګړه وي. دا ډول اقامت له ډیرې مودې راهیسې د بشري حقونو د ملاتړ ادارو له نیوکو سره مخامخ دی.
د« ریفیوجي امبریلا سازمان» ویاند لیونل والتر په دې اړه وايي:« د سویس د کډوالۍ شورا له نظره په موقت ډول پناه ورکول ستونزه رامنځ ته کوي. د هغو خلکو حقوق محدودوي چې غواړي د تل لپاره په سویس کې پاتي شي.»
د (F)اقامت لرونکي بهرنیان د کاري محدودیتونو سربیره له سویس څخه بهر په سفر کې هم له ستونزو سره مخامخ وي. همدارنګه د نورو کډوالو په پرته د داډول اسنادو لرونکو خلکو لپاره د ټولنیزو خدمتونو کچه او د کورنیو راوستل هم توپیر لري.
د مهجان رباني په نوم یوه افغانه ښځه له ۲۰۰۸ کال راهیسې په سویس کې د F په نوم اقامت سره ژوند کوي چې په ژوند کې له سختو رواني ستونزه سره مخامخه ده.
نوموړې په دې اړه وايي:« ښايي له جسمي اړخه په سویس کې امنیت ولرم خو د یوه زنداني په څیر احساس کوم.» میرمن رباني د خپل لنډ مهاله اقامت له امله، د کار په موندلو او د ژوند په نورو چارو کې له ستونزه سره مخامخه ده.
د اوکرایني وګړو لپاره باید دا قضیه بل ډول ده. شاوخوا ۷۶ زره اوکرانیان چې د جګړې له وجې يي سویس ته پناه وړې د S په نوم ځانګړی اقامت يي ترلاسه کړي چې کولای شي په دغه هیواد کې د عادي کډوالو په څیر له ټولو خدمتونو څخه برخمن شي.
د بشري حقونو ډلې د اوکرایني او نورو کډوالو ترمنځ پر دا ډول دوه ګوني چلند نیوکه کوي. لیونل والتر په دې اړه وايي:« ډیری پناه غوښتونکي چې له اوکراین پرته له نورو هیوادونو څخه سویس ته راځي، له جګړو او بمباردونو يي تیښته کړې وي. له همدې امله د S اقامت لرونکو سره د دوې توپیر د توجیه وړ نه ده.»
په دریمو هیوادونو کې د سویس د پناه غوښتنې ستونزه
وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې سویس خپل سفارت په کابل کې و تړل،اوس افغانان اړ دي چې په یو بل نږدې هیواد کې د سویس په سیاسي نمایندګیو کې د پناه غوښتنه ثبت کړي.
د سویس د کډوالۍ ادارې ویاند سمویل ویس سویس انفو ویبپانې ته ویلي چې پناه غوښتونکي باید ټول هغه ګواښونه چې په انفرادي ډول د دوې ژوند له خطر سره مخامخ کوي وړاندې کړي او باید دوې له سویس سره نږدې اړیکه ولري یانې خپلوان يي هلته وي او یا له دغه هیواد سره پخوانۍ اړیکه ولري.
سمویل ویس وايي چې تجربو ښودلې چې په دریمو هیوادونو کې چیرته چې د دوې ژوند له عاجل خطر سره مخامخ نه دی، د سویس له سفارتونو څخه د بشردوستانه ویزو غوښتنه آسانه نه دی.