پوله ساتي ځواکونه د بلغاریا او ترکیې پر پوله. انځور: اي پي اې، ارېستیس پاناجیوتو
پوله ساتي ځواکونه د بلغاریا او ترکیې پر پوله. انځور: اي پي اې، ارېستیس پاناجیوتو

د بلغاریا د کورنیو چارو وزرات تازه شمیرې ښيي چې په د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې، ۱۲۷۸ کډوال چې ډیری يي په بلغاریا کې په ناقانونه ډول میشت ول، نیول شوي دي. د اوکراین یو اوسیدونکی د کډوالو د قاچاق په تور نیول شوی.

د بلغاریا د BTA خبري آژانس، د سه شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د نیول شویو کسانو له ډلې ۱۰۱۱ تنه يي په بلغاریا کې په ناقانونه ډول میشت وو او همدارنګه ۸۸ تنه نور د هیواد په داخلي پولو کې نیول شوي دي. ۱۷۹ تنه نور نیول شوي کسان اسناد نه درلود.

د نیول شویو کسانو د هویت په اړه لا څه نه دي ویل شوي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، له نیول شویو کسانو څخه ۶۴۷ تنه يي په فبرورۍ میاشت کې نیول شوي چې ډیری يي په ناقانونه ډول دغه هیواد کې استوګنه درلوده.

په راپور کې راغلي چې د فبرورۍ تر ۲۸ مې پورې ټولټال ۲۰۱۹ کډوالو ته د کډوالۍ ادارې په استوګنځایونو کې ځای ورکړل شوي چې له دې ډلې ۱۶۰ تنه يي افغانان او ۱۷۰۸ نور يي د سوريي کډوال وو.

بلغاریا یو له هغو هیوادونو دی چې د افغانانو په ګډون د سوريي او نورو هیوادونو وګړي هڅه کوي چې له ترکیې څخه پر دغه لار ځانونه نورو اروپايي هیوادونو ته ورسوي.

نور ولولئ: بلغاریا: د یوې میندوارې ښځې په ګډون درې تنه د کډوالو د قاچاق په تور نیول شوي

تیره میاشت په یوه لاری موټر کې د ۱۸ هغو افغانانو مړي له یوه لارۍ موتر څخه و موندل شول چې سربیا ته يي د اوښتو هڅه درلوده. لسګونه نور له دغې پیښې و ژغورل شول او روغتون ته ولیږدول شول.

د کډوالو د قاچاق په تور د یو اوکرایني وګړي نیول

تیره اونۍ د بلغاریا رسنیو راپور ورکړ چې پولیسو یو ۲۳ کلن اوکراینی وروسته له هغه و نیول چې ۱۴ تنه سوریايي کډوال يي په ناقانونه ډول په یو بس موټر کې لیږدول.

پولیسو د دغو کډوالو موټر د صوفيې ښار په اوږدو کې د تراکیا پر لوی لار و دراوه. وروسته معلومه شوه چې په بس کې ټول سپاره کسان د سوريي وګړي او نارینه دي. د موټر چلونکی د اوکراین اوسیدونکی و.

 

نورې ليکنې