آرشيف انځور
آرشيف انځور

د آلمان سرحدي پوليسو يو بار وړونکی موټر راګرځولی چې پکښي اته سوريايان د بار په ځای کې پټ کړل شوي ول.

د فرانس پرېس خبري آژانس د خبر له مخې آلماني سرحدي پوليسو دغه موټر د اتريش سره و سرحد ته نژدې په ۹۳ نمبر لوی سړک ودروی. په دغه موټر کې څلور ماشومان، يو ژنکی او درې بالغان د بار اچولو په حصه کې پټ کړل شوي ول. د آلمان د روزن هايم سيمي سرحدي پوليسو د سه شنبې په ورځ وويل چې په موټر کې موندل شوي کسان د سوريې د هيواد دي. د پوليسو د اټکل له مخې دغه موټر چې له کروشيا څخه يې سفر پېل کړی و، غوښتل يې چې آلمان ته ياد ۸ کسان راقاچاق کړي.

پوليسو ويلي دي چې د موټر پر سټيرينګ هم يو سوريايي ناست و. البته دغه موټر چلوونکي د آلمان اقامه درلوده او په آلمان کې ژوند کوي. زياته شوې چې دغه کس اوس په تحقيقي توقيف کي دی. د ۸ سپرليو په هکله ويل شوي دي چې مور او پلار او څلور اولادونه يې دي. په دوو نورو سپرليو کې يو ۱۷ بې سرپرسته ځوان او يو نارينه شامل دی.

د دغه موټر ۸ سپرليو پوليسو ته ويلي دي چې په کروشيا کې په دغه موټر کې کښېنول شول او بېله دې چې پر لارې ودريږي، موټر تر آلمان پوري سفر وکړ. کورنۍ ويلي دي چې و آلمان ته د رسولو لپاره ورڅخه ۵۰۰۰ يورو اخيستل شوي او نورو دوو سپرليو ويلي دي چې پر سر يې ۱۴۰۰ يورو ادا کړي دي. ځوان د ځوانانو لپاره ځانګړې ادارې ته سپارل شوی او پاتې ۷ کسان د مهاجرو د ثبت لومړي کمپ ته انتقال کړل شوي دي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې