د بلغاریا سرحدي پولیس. ارشیف. پیکچر الیانس
د بلغاریا سرحدي پولیس. ارشیف. پیکچر الیانس

د بلغاریا رسنیو راپور ورکړی چې پولیسو ۳۴ ناقانونه کډوال له دوه کامیون موټر څخه چې فرانسې او جرمني ته يي سوداګریزي توکي لیږدولې، موندلي دي. دغه کډوال د موټرو د ننه په لرګي او نورو سوداګریزو توکو کې ځانونه پټ کړي وو.

د سټاریپسورس په نوم یوې سیمه ایزې رسنۍ راپور ورکړ، د غه کډوال چې په ناقانونه ډول يي بلغاریا ته د ننوتلو هڅه کوله، د چهارشنبې په ورځ ، په لویدیځه پوله کې د نادلک ۲ پر لویه لاره، د سرحدي پولیسو لخوا له موټرو څخه موندل شوي دي.

سرحدي پولیس ویلي چې له اسنادو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دوې په قانوني ډول رومانیا ته د ننه شوي وو. پولیسو ویلي چې موندل شوي کسان د بنګله دیش، پاکستان، سریلانکا او نیپال اوسیدونکي دي چې عمرونه يي د ۲۰ او ۴۴ کلونو ترمنځ دی.

نور ولولئ: بلغاریا: د یوې میندوارې ښځې په ګډون درې تنه د کډوالو د قاچاق په تور نیول شوي

د پولیسو په وینا د داوړو موټرو چلوونکي د رومانیايي او ترکیې اوسیدونکي دي او د انساني قاچاق به تور د پولیسو تر تحقیق لاندې دي.

 ټول موندل شوي کسان د نور څیړونو لپاره د پولیسو مرکزي دفتر ته لیږدول شوي دي.

بلغاریا یو له هغو هیوادونو دی چې د افغانانو په ګډون د سوريي او نورو هیوادونو وګړي هڅه کوي چې له ترکیې څخه پر دغه لار ځانونه نورو اروپايي هیوادونو ته ورسوي.

 تیره میاشت په یوه لاری موټر کې د ۱۸ هغو افغانانو مړي له یوه لارۍ موتر څخه و موندل شول چې سربیا ته يي د اوښتو هڅه درلوده. لسګونه نور له دغې پیښې و ژغورل شول او روغتون ته ولیږدول شول.

 د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت د شمیر له مخې پولیسو، د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې، ۱۲۷۸ ناقانونه کډوال نیولي دي.


 

نورې ليکنې