آرشیف.د ایټالیا ساحل کې ژغورونکې ډله. انځور: رویترز
آرشیف.د ایټالیا ساحل کې ژغورونکې ډله. انځور: رویترز

د ایټالیا سمندري ځواکونو په دوو جلا جلا عملیاتو کې شاوخوا ۷۵۰ کډوال د دغه هیواد له جنوبي سواحلو څخه ژغورلي دي. له دغې پیښې څو ساعته وړاندې د یوې بلې کښتۍ د ډوبیدو په پیښه کې چې له ټونس څخه يي حرکت کړې وه، پنځه تنه مړه او ۳۳ نور لادرکه شول.

رویټرز خبري آژانس د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې شاوخوا ۲۹۵ کسان، د ایټالیا د کالابریا سیمې له ختیځ ساحل څخه د کب نیولو له یوې کښتۍ څخه ژغورل شوي. ساحلي ساتونکو ویلي چې په ورته مهال ۴۵۰ تنه نور د سیسیل په جنوب کې له یوې بلې کب نیونکې کښتۍ څخه ژغورل شوي دي.

ساحلي ساتونکو په یوه بیانیه کې وویل چې دویمه کښتۍ سمندر کې په ناوړه وضعیت کې وه چې د اروپايي اتحاديي د سرحدونو د آژانس په مرسته ژغورل شوې.

د ایټالیا په سواحلو د کښتیو دغه ژغورنه په داسې مهال کیږي چې له دې وړاندې د فبرورۍ په میاشت کې هم یوه کښتۍ چې ۲۰۰ تنه په کې سپاره ول، د کلابریا ساحل ته نږدې په سمندر کې ډوبه شوه. دغه کښتۍ چې له ترکیې څخه يي حرکت کړې وه، ۸۶ تنه په کې ووژل شول چې ډیری يي افغانان وو.

نور ولولئ: ایټالیا کې د کډوالو د کښتۍ ډوبېدل: د افغانانو په ګډون ۶۲ تنه وژل شوي 

د دغې تراژیدۍ وروسته، ایټالیا ته د ناقانونه کډوالو د ورتګ په اړه په دغه هیواد کې ناندرۍ ډیرې شوې. د دغه هیواد لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني وویل چې نور اروپايي هیوادونه باید په دغه برخه کې مسولیت و مني.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ کې څه باندې ۱۰۵ زره کډوال د ایټالیا سواحلو ته اوښتي چې شمېر یې د ۲۰۲۱ پرتله ۳۸ زره زیات و. د ملګرو ملتونو له خوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې د دغو کډوالو له ډلې ۱۵ سلنه یې له ترکیې څخه ایټالیا ته رسېدلې چې نیمایي برخه یې افغانان دي.

 

نورې ليکنې