د برېتانیا حکومت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پناه غوښتونکو ته په پخوانیو پوځي اډو کې ځای ورکوي. د کډوالو چارو وزیر د برېتانیا پارلمان استازو ته وویل چې دوی ښایي په راتلونکي کې کډوال په کښتیو کې هم ځای پر ځای کړي. د حکومت دغې پرېکړې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.
د برېتانیا د کډوالو چارو وزیر رابرت جنریک پرون چهارشنبه د مارچ ۲۹مه وویل حکومت پرېکړه کړې ده چې زرګونه پناه غوښتونکي په هغو درېو پخوانیو پوځي اډو کې ځای پر ځای کړي چې د برېتانیا په اسکس، لېنکشایر او ختیځ سسکس کې پرتې دي.
د کډوالو چارو وزیر په وینا، حکومت په کښتیو کې د کډوالو پر ځای پر ځای کولو هم غور کوي. رابرت جنریک چې د برېتانیا پارلمان کې یې خبرې کولې وویل چې په هوټلونو کې د کډوالو ځای پر ځای کول د دې سبب شوي دي چې ځایي ادارې له ستونزو سره مخ شي. هغه زیاته کړه چې په لومړي سر کې باید د برېتانویانو ژوند ته پاملرنه وشي.
داسې ګومان کېږي چې په هره پوځي اډه کې به ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ کډوال ځای پر ځای شي. د راپورونو له مخې، په پام کې ده چې یادو اډو کې به هغو کسانو ته ځای ورکړل شي چې تازه برېتانیا ته رسېدلي وي.
که څه هم د برېتانیا حکومت په کښتیو کې د کډوالو د ځای پر ځای کولو په اړه قطعي پرېکړه نه ده کړې، خو یوه حکومتي سرچینه وایي چې دا موضوع د حکومت د پالیسۍ برخه ده.
بیا ولولئ: برېتانیا: زرګونه افغان کډوال له هوټلونو څخه دایمي کورونو ته لېږدول کېږي
«نامناسبه پرېکړه»
د حکومت دغې پرېکړې د مدني فعالانو او خیریه سازمانونو غبرګونونه راپارولي دي. د برېتانیا د کډوالو شورا دغه پلان په اړه اندېښنه څرګنده کړې او «نامناسب» یې بللی دی.
د یاد شورا اجرایي مشر انور سولومون ویلي دي چې «دغه ځایونه د هغو اړمنو نارینه و، ښځو او ماشومانو لپاره چې د امنیت په هیله زموږ هېواد ته راغلي دي باالکل نامناسب دي.» د نوموړي په وینا، هغه خلک چې له «جګړو، نښتو او تعقیب» څخه تښتيدلي دي باید په برېتانیا کې خوندي او مناسبو ځایونو ته لاسرسی ولري.
همدارنګه د بخښنې نړیوالې ادارې د برېتانیا څانګې مسول ستیف والدېز – سیموندز ویلي دي چې د پناه غوښتونکو انساني کرامت باید ته درناوی وشي او په کښتیو او یا نورو نامناسبو او لرو پرتو ځایونو کې باید ځای ور نه کړل شي.
د بي بي سي د یو راپور له مخې، دمګړۍ تر ۵۱ زره ډېر پناه غوښتونکي د برېتانیا په ۳۹۵ هوټلونو کې ژوند کوي چې د حکومت په وینا هره ورځ یې لګښت ۶،۲ میلیونه پونډو ته رسېږي. ډېری دغه کډوال د انګلیس کانال له لارې یې برېتانیا ته اوښتي دي.