د آلمان په پارلمان بُنډسټاګ کې د اپوزيسيون د لوی ګوند مسيحي دموکراتيک اتحاد مشر فريدريش مېرڅ پر صدراعظم اولاف شولڅ د مهاجرت په موضوع کې د غفلت تور لګولی دی.
نه يوازي د اپوزيسيون تر ټولو لوی ګوند مسيحي دموکراتيک اتحاد، بلکه د آلمان د ائتلافي حکومت شريک ليبرال ګوند هم د دغه هيواد د پناه غوښتنې د قانون د سختولو غوښتنه کړېده. د دغو ګوندونو په وينا بايد چې و آلمان ته د غېر قانوني کډوالۍ شمېرې محدودې کړل شي. دا په داسي حال کې ده چې د مسيحي اتحاد ګوند مشر، فريدريش مېرڅ په پنجشنبه (د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۳۰نېټه) د مهاجرت پر موضوع د ښارونو او ښارواليو سرمشريزه رابللې ده.
مېرڅ د «بلډ» په نوم ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي دي چي «ښارونه و صدراعظم ته خواستونه کوي، چې بالآخره اقدام وکړي.» د هغه په وينا البته د صدراعظم چلن آن د دې لامل کيږي چې «پر آلمان د اروپايي شريکانو اعتماد ته زيان ورسيږي.» مېرڅ زياته کړه چې اروپا بايد بالآخره د پناه غوښتنې د سياست په تړاو مشترکه لاره خپله کړي.
د مسيحي دموکراتيک اتحاد ګوند مشر مېرڅ په مرکه کې ويلي دي چې آلمان هم «د انعطاف خپل حدود لري»، چې په وينا يې يو شمېر ښارونه او ښارګوټي دغو حدونه ته نژدې شوي او بعضي نور ور رسېدلي دي. د دغه سياستوال په وينا په داسي حال کې چې مخکني حکومت و آلمان ته په کال کې د ټولو راتلونکو مهاجرو حد اکثر حد ۲۰۰ زره کسان ټاکلی و، اوس دمګړه په مياشت کې ۳۰ زره د پناه غوښتنې کيږي.
د آلمان د اپوزيسيون د لوی ګوند دغه سياستوال غوښتنه وکړه چې د اروپايي اتحادیې پر باندنيو پولو دې د مهاجرو د ثبت او پناه غوښتنې مراکز جوړ کړل شي. په وينا يې د پناه غوښتنې ارزونه دې پر دغو سرحدونو وشي.
د آلمان د بايرن ايالت د کورنيو چارو وزير يوآخيم هېرمن د پناه غوښتونکو سره د تر سره کېدونکو مياشتني سوسيال مرستو پر «زياتوالي» هم نيوکه کړېده. د هغه په وينا آلمان د نورو اروپايي هيوادونو په پرتله د پناه غوښتونکو سره زياتي مالي مرستي کوي چې په وينا يې له دې کبله هم آلمان مهاجرو ته «جذابيت» لري.
د مسيحي سوسيال ګوند دغه سياستوال د «نويه اوسنابريوکر څايټونګ» ورځپاڼې سره په خبرو کې ويلي دي چې بايد د پناه غوښتونکو سره د مياشتنيو مرستو پر څرنګوالي له سره غور وشي. هغه د آلمان پر حکومت ږغ وکړ چې د ناقانونه مهاجرت مخه ونيسي او د رد شوو پناه غوښتونکو په اخراج کې چټکوالی رامنځه کړي.
د بايرن ايالت د رسنيزي شبکې د يو خبر له مخې د آلمان په ائتلافي حکومت کي شريک ليبرال ګوند هم د مهاجرت په تړاو يو دريځ ليک خپور کړی دی. په دغه کې وړانديز شوی دی چې په آلمان کې د پناه ترلاسه کولو لپاره دې امکانات رامنځته کړل شي چې د پناه غوښتنې «په دريمو هيوادونو» کې وشي. په آلمان کې له اروپايي اتحاديې څخه دباندي هيوادونو ته د دريمو هيوادونو خطاب کيږي.
د سوسيال دموکرات ګوند عمومي منشي کېوين کيونرت خبرداری ورکړی دی چې د مهاجرت او پناه غوښتنې په تړاو مباحثو کې نبايد چې «زهر» ورګډ کړل شي. هغه پر مسيحي اتحاد ږغ وکړ چې په که رشتيا غواړې په دغه بحث کې رغنده برخه واخلي، نو د پخوا په شان دې د زهرجنو شعارونو لکه «سوسيال سېلانيتوب» څخه کار نه اخلي.
آ./ا.ا.