په فرانسه کې زدکړې جبري دي او ټول والدین اړ دي چې خپل ماشومان ښوونځي ته واستوي. هر کال سلګونه کډوال ماشومان د فرانسې په بېلابېلو ښارونو کې ښوونځی پیلوي. ځینې ماشومان بیا د کور د نه لرلو له امله د سړکونو پر سر شپې سبا کوي. که څه هم دغه ماشومان له سختو ستونزو سره مخ دي، خو ښوونځی د هغوی لپاره یو ښه چانس هم بلل کېږي. د پسرلي په را رسېدو سره د یادو ماشومانو شمېر کې ډېروالی راتلی شي.
لیندا* یوه له هغو ماشومانو ده چې سرپناه نه لري. په تېرو څو میاشتو کې دغه ۱۳ کلنه ماشومه ښوونځي ته د تګ لپاره له ګڼو ستونزو سره مخ شوې ده. د لیندا کورنۍ په ۲۰۱۹ کې د لیندا، د هغې ۳ کلنې خور او یو نیم کلن ورور سره یو ځای له انګولا څخه فرانسې ته راغله. خو سرپناه یې نه درلوده او د سړکونو پر سر شپې سبا کولې. دوی اوس د یېولین سیمې په یو استوګنځي کې ژوند کوي.
لیندا ښوونځي ته د تګ لپاره ډېرې سختۍ ګاللې دي. ځینې ورځې وږې او ستړې وه. همتولګیانو ټوکې پرې کولې. لیندا په داسې یو هوټل کې اوسېده چې انټرنټ یې نه درلود او له ښوونځي نه هم لرې و.
خو لیندا سختیو ته تسلیمه شوې نه ده. هغې ته زدکړې لومړیتوب لري. لیندا چې په درسونو کې یې نمرې راټیټې شوې دي، وایي: «تمرین نه شم کولی، وخت نه لرم، ستړې یمه.» لیندا وایي چې څو کاله مخکې یې نمرې لوړې وې.
د ابتدایه ښوونځي په لومړیو ورځو کې لیندا له خپلې کورنۍ سره یو ځای د بوردو ښار د پناه غوښتونکو په یو مرکز کې اوسېده او د کډوالۍ چارو ادارې د پرېکړې په انتظار وه. خو د اوفپرا ادارې ځواب منفي و چې له امله یې د لیندا کورنۍ د مرکز پرېښودو ته اړ شوه.
لیندا او والدین یې تېر سپټمبر په دې هیله پاریس ته راغلل چې دلته سرپناه پیدا کړي. دوی به هره ورځ ۱۱۵ ته تلیفون کاوه ترڅو د شپې لپاره د خوب ځای پیدا کړي. لیندا وایي چې دوه یا درې شپې په هوټل کې سرپناه ورکول کېده. خو ډېری وختونه یې تر خیمې لاندې شپې سبا کولې. هغه وایي: «هر سهار به کله چې له خوبه پاڅېدم، هوا ډېره یخه وه. جامې به مې اغوستې، غاښونه به مې برس کول او د ښوونځي پر لور به مې حرکت کاوه.»

تر ۱۶۰۰ ډېر سرپناه نه لرونکي ماشومان
د یونیسف او د پېوستون د فعالانو فدراسیون د وروستیو شمېرو له مخې، لیندا په فرانسه کې د هغو ۱۶۵۸ ماشومانو او کم عمر لرونکو کسانو په ډله کې راځي چې ثابته سرپناه نه لري. دا د هغو ماشومانو شمېر دی چې کورنیو یې د ۲۰۲۲ د اګست میاشتې په ۲۲مه ۱۱۵ ته تلیفون کړی و خو سرپناه ورته نه وه برابره شوې.
یونیسف په یوه خبرپاڼه کې وایي: «دا د ټولو سرپناه نه لرونکو ماشومانو شمېرې نه دي ځکه چې ګڼ شمېر کورنۍ ۱۱۵ نه پېژني. همدارنګه دغه شمېرې د هغو کم عمر لرونکو او بې سرپرسته کسانو وضعیت نه انعکاسوي چې پر سړکونو شپې سبا کوي... خو دا شمېرې ښيي چې ماشومان د سرپناه کړکېچ قربانیان دي.»
د سرپناه نه لرونکو ماشومانو په ډله کې ګڼ شمېر کډوال هم دي چې کورنۍ یې تازه فرانسې ته رسېدلې دي، دوسیې یې رد شوې دي او یا لا اسناد نه لري. په ښوونځي کې د تازه رسېدلو ماشومانو د شاملولو د مرکز مسول امانویل دشان وایي چې دوی دنده لري چې دغه ماشومان ډېر ژر ښوونځي کې شامل کړي.
د دغه مرکز څېړنې ښيي چې په تېرو څو وختونو کې د پاریس په ښوونځيو کې د کډوالو ماشومانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. د مرکز مشر وایي چې دغه زیاتوالی فرانسه کې د پناه غوښتونکو د شمېر له ډېروالي سره تړاو لري (په ۲۰۲۲ کې فرانسه کې د پناه غوښتونکو شمېر کې ۳۱ سلنه ډېروالی راغلی دی). ډېری غوښتنلیکونه په ایل دو فرانس کې ثبت شوې دي. همدا راز ډېری وختونه کورنۍ داسې ادرسونه لري (چې د اداري لیکونو د ترلاسه کولو لپاره د اړوندو ادارو له خوا کډوالو ته ورکول کېږي) چې د هغوی د ژوند اصلي مکان سره توپیر لري.
امانویل دشان وایي: «په پاریس کې ۱۰۰ زره ادرسونه شته چې ډېری یې ۱۸ او ۱۹مه ناحیو کې موقعیت لري.» هغه وایي چې دوی نه شي کولی چې د ټولو هغو کورنیو ماشومان د پاریس په ښوونځیو کې شامل کړي چې په ایل دو فرانس کې ژوند کوي.
د حل لاره موندل
په ښوونځیو کې زدکړیزې ډلې هڅه کوي چې د سرپناه نه لرونکو ماشومانو ستونزې هوارې کړې.
لیندا وایي: «هر سهار د ښوونځي مدیر او سرمعلم ما ته کېک ورکاوه ځکه چې وږې وم. دوی ما ته صابون هم ورکاوه ترڅو ځان ومینځم.»
د پاریس د ۱۵مې ناحیې په یوه ښوونځي کې چې څلور سرپناه نه لرونکي ماشومان هم پکې وو، د ښوونځي مدیرې د جامو، د لوبې توکو او د خوړو د راټولو لپاره یو مکانیزم جوړ کړی و. کډوال نیوز هڅه وکړه چې له یادې مدیرې څخه د مرستو د راټولو طریقې په هکله معلومات ترلاسه کړي، خو بریالی نه شو.
مارک آر د پاریس د ۱۸مې ناحیې په یوه ښوونځي کې درس ورکوي. هغه هڅه کوي چې له سرپناه نه لرونکو ماشومانو سره متفاوت چلند وکړي.

تېر اوړی دوه نوي ماشومان دغه ښوونځي کې شامل شول. مارک آر وایي: «لومړي کس لا شاپل مترو ته نږدې تر خیمې لاندې ژوند کاوه... دویمه زده کوونکې د نومبر په میاشت کې له کامرون څخه فرانسې ته راغلې وه. پلار یې فرانسوی و نو هغه هم فرانسوۍ وه. نوموړي غوښتل چې د تل لپاره فرانسې ته راشي خو فرانسې ته له راتګ څو اونۍ مخکې وفات شو... کله چې نجلۍ او مور یې فرانسې ته ورسېدلې، سرپناه یې نه درلوده. دوی یو نیم کال د ګار دو نور اورګاډو تمځي کې اوسېدلې..»
په لومړیو ورځو کې یاده زده کوونکې له ډېرو سختیو سره مخ شوه. نوموړې چې ۸ کاله عمر یې درلود د خپل پلار د مړینې له کبله غمجنه وه. مارک آر وایي چې هغه ډېرې ستړې هم وه.
مارک آر د دغو دوو ماشومانو د ستونزو د هوارولو هڅه وکړه. هغه وایي: «موږ ورته کورنۍ دنده نه ورکوو، دواړو ته یې د لوستلو لپاره ځینې متنونه ورکوو. هڅه کوو چې دوی وکولی شي چې د لامبو حوض ته د ورتګ لپاره کافي وسایل ولري. داسې کاري ډلې مې جوړې کړې ترڅو دوی وکولی شي چې له نورو ماشومانو سره ملګري شي.»
مارک وایي چې د دغو دوو زده کوونکو لپاره ښوونځی داسې یو ځای دی چې دوی پکې د ماشومانو په توګه ژوند کولی شي.
ښوونځی او ملاتړ
هالا کرباژ وایي چې ښوونځی د کډوالو ماشومانو لپاره ډېر مهم دی. د ماشومانو دغه روانپوهه چې د مونپلیې پوهنتوني روغتون کې کار کوي په منظمه توګه د هغو ماشومانو سره په تماس کې ده چې تازه فرانسې ته رسېدلي دي او د پناه غوښتنه یې کړې ده.
هغه وایي: «ښوونځی یو حمایوي فکتور دی. ماشومان کولی شي چې خپله لار پیدا کړي، له نورو سره یو ځای شي، ملګري ولري. ځینې ماشومان چې فرانسوي یې مورنۍ ژبه نه ده د ژبې له ستونزو سره مخ دي او یا له خپلې ټولنې څخه د لرې والي په خاطر د ادغام په برخه کې مشکل لري. خو بیا هم ښوونځی کډوالو ماشومانو ته ګټه لري.»
دغه ډاکټره وایي چې هغه ماشومان چې ثابته سرپناه نه لري ښوونځی د هغوی لپاره د ثبات او دوام عامل دی او د ماشومانو د پرمختګ په برخه کې ډېر مهم رول لوبوي.
خو له نورو سره اړیکه ټینګول د دغو ماشومانو لپاره ساده کار نه دی. ښایي هغه زده کوونکی چې له نورو سره توپیر لري منزوي شي. لیندا وایي چې همټولیګي یې ټوکې پرې کوي ځکه چې هغه ښې جامې نه لري.
د لیندا همتولګي نه پوهېږي چې هغه څنګه ژوند لري. لیندا وېره لري چې دوی به یې یوه ورځ د ژوند پر حالت پوه شي.
لیندا وایي: «ځینې وختونه د خپل راتلونکي په اړه فکر کوم. فکر کوم چې له خپلو دوو ماشومانو سره په یو کور کې اوسېږم او کار لرم. زه غواړم چې نرسېنګ ووایم.»
- مستعار نوم