ځینی اروپایي هیوادونه غبرگ تابعیت نه مني، کډوال نیوز
ځینی اروپایي هیوادونه غبرگ تابعیت نه مني، کډوال نیوز

کله ځینې کډوال چې د څو کاله لپاره په یو اروپایي هیواد کې اوسیدلي غواړی د دې هیواد تابعیت واخلي. خو بعضې اروپایي هیوادونه غبرگ تابعیت نه مني او د کډوالو څخه غواړی چې خپل اصلي تابعیت پريږدي. په ځینې هیوادونو کې هم استثنایي حالات شته.

غبرگ تابعیت په ځینې اروپایي هیوادونو کې، کډوال نیوز

اتریش

په وروستۍ اونۍ کې د اتریش حکومت پر هغه ښاروندانو چې د قانون نه سرغړونه کوي ځینې قیود وضع کړل. د یورواکتیف سایت په وینا، شاوخوا ۱۰۰۰۰ اتریشیان چې په اصل کې ترکان دي کولای شي چې خپل ترکي تابعیت حفظ کړي.

د داخلې وزارت وزیر، ولفګانګ سوبتکا، پیښ نهاد وکړ چې دوه تابعیته یوه اداري سرغړونه ده او باید پر خلافکارو باندې جریمې او ترټنې وضع شي.

هالند

هالند غبرگ تابعیت نه مني. اما په عمل کې د دې هیواد د تابعیت قانون یو څه سست دی. د هالند لومرۍ وزیر، مارک روټ، د ۲۰۱۷ په جولای میاشت کې وویل: «که چیرې د ښاروندانو اړیکې یو بل هیواد سره ډیره تینګه وي باید غبرگ تابعیت منع شي.»

اسپانیا

اسپانیا غبرگ تابعیت نه مني خو بیا هم ځېنې استثنایي حالات په کې شته. استثنایي حالات: کله چې یو اسپانیوۍ د جنوبي امریکا، اندورا، فېلپین، پاپوا نیو گیني او پرتگال تابعیت غوښتنه کوي.

ناروې

ناروې غبرگ تابعیت نه مني. خو بیا هم کله چې د یو ماشوم مور یا پلار د یو بل هیواد تابعیت لري او یا کله چې یو نارویژۍ یو بهرني کس سره واده وکړي دا شخص په اتومات ډول د ناروې تابعیت لاس ته راوړی شي. 


 

نورې ليکنې