کډوالو اروپا ته د رسېدلو لپاره قاچاقبرانو ته د زرو په شاوخوا کې یورو ورکوي. تقریباً هیڅوک نه غواړي چې د لاره په ترڅ کې ځان سره نقدې پیسې حمل کي. ځینې کډوالو د حوالې د سیستم څخه استفاده کوي چي ناقونه ګنل کیږي.
۲۰۱۷: د فرانس ۲۴ یوه خبریاله یو قاچاقبر سره په تېلېفون کې خبره کوي. دغه خبریاله چې خپل هویت پټوي او وایي چي د یو سوریایي کډوالې ملګرې ده له قاچاقبر څخه د ترکیې له خاورې یونان ته د تېرېدلو په هکله پوښتنه کوي.
- زما ملګرۍ په ازمیر کې باید چاته پیسې ورکړي؟
- د پیسې انتقالولو دفتر ته. بیا ماته د پیسې شفر ورکړي.
- نو زما ملګرۍ خپلې پیسې دې دفتر ته ایښي. بیا کله چي یونان ته ورسېده تاسوته د پیسې شفر درکوي.
- سمه ده.
دا سیستم چې په کې پیسې په یو دفتر کې بند او خلاص کیږي څه نومیږي؟ حواله. حواله په خلیج او عربي هیوادونو کې رواج لري.
دا یو مبهم سیستم دی چې یوازې د ډاډ پر بڼست چلیږي.
۱) کلاسیکه حواله
د یو بنګله دیشي کډوال مثال اخلو چې غواړي د خپل هیواد نه ترکیه ته به لاړ شي. دا کډوال د خپل سفر لپاره شاوخوا ۶۰۰۰ یورو ته اړتیا لري. د امنیتي لاملونه د پاره، دا سړی نه شی کولای چې ځان سره نقدي پیسې اخلي. په دې حال د ډاکې یوه صرافي ته ځي او خپله پیسې په همدا ځای کې ایښی. صراف د کډوالو پیسې بندوی او هغه ته یو شفر ورکوي. کله چې دا کډوال استانبول ته ورسید، بیا خپل شفر قاچاقبر ته ورکوي او قاچاقبر کولای شي دې پیسې د یو بله صرافي څخه اخلي.
حواله څو ډولونه لري. زموږ مثال د کلاسیکه حوالې مثال دي چې ترشا یې د یوه نړیواله شبکې لاس په نظر رسي. دا شبکه یو عمومي مرکز لري او څو محلي مرکزونه.
حواله د جرمي شبکو له خوا استفاده کیږي (ترهګرو، مافیا، قاچاقبران). لامل یې ساده دی: پیسې په تلل را تلل کې ده خو بی ځایه نه کیږي. کنترول هم پرې نشته.
دا سیستم قاچاقبرانو ته اطمینان ورکوي چې هغوی خپلې پیسې لاس ته راوړی او همداشان د کډوالو اطمینان حاصلیږی چې پیسې د هغوی د ژوند د پایښت ژمنه ده.
د فرانس ۲۴ خبریاله د نورو کډوالو د سټرګو لیدلی حال هم واخیستله چې یونان ته د حوالې د سیستم په واسطه راغلی وو. یو کډوال وایي: «د ترکیې خاورې تر میټیلین پورې د رسېدلو لپاره ۷۰۰ ډالر په کار دی. قیمته نه دی ځکه چې اوس ژمی ده. په ازمیر کې مې یو صراف سره معامله وکړ. صراف ما ته یو شفر راکړه. په یونان کې قاچاقبر همدا شفر واخیسته. ډیره اسانه وه.»
د ترکیې او د اروپایي اتحادیې د موافقې نه وړاندې په ازمیر کې ډیر صرافان وو او کډوال هغوی سره د فېسبوک له لارې تماس واخیستل. ځینې کډوالو هم د اوازې په واسطه صرافانو سره په تماس کې وو.
۲) د حوالې ستونزې
حواله د اعتماد پر بڼست استواره ده. خو بیا هم مشکلات يې ډیر دی. یو سوریایی کډوال چې اوس په جرمني کې اوسیږي د فرانس ۲۴ خبریاله ته وویل: «په ابتدا کې قاچاقبران تاسو ته اطمینان درکوي. خو په عمل کې وضعیت داسې نه دی. قاچاقبر تاسو ته وایي چي باید د حوالې شفر هغوی ته ورکړي. خو که ستا نظر بدل شو او یا قاچاقبر سره بل مشکل پیدا شو، تاسو کولای نه شئ چې خپل پیسه بېرته لاس ته راوړئ. قاچاقبران صرافانو سره اړیکه لري. که چیرې یو مهاجر د لسو ورځو په ترڅ کې قاچاقبر ته د خپلې ځای په هکله مالوت نه ورکړي، بیا قاچاقبر د هغې پیسې واخلي. دا زما شخصي تجربه ده. ۲۰۰۰ یورو مې ورک شو. زه غوښتم چې خپلې پیسې بېرته اخلم خو صراف مې یواځی نیمایي یې راکړه.
***
حواله یو بل ډول هم لري چی په افریقایی او عربي هیوادونه کې مروج ده.
دا حواله د کورنۍ او ملګري تر منځ رواج لري. پیسه په تلل را تلل کې ده خو سنتي بانکونوته نه ځي.
د دې حواله ګټه دا ده چې د پیسې خاوند بانکونوته چارج او یا کمېشن نه ورکوي. کمېیشن په مستقیم ډول د ملګرو تر منځ معامله کیږی. ځینې مشتریانو ته حواله په دې خاطر ګټوره ده چې دوی کولای شي خپلې پیسې پرتې سیمي ته منتقل کړي.
دیلیپ راتا، د مهاجرت او د پیسې د انتقالولو کارپوه، کډوال نیوز ته وایي: «مونږ پوهیږو چې کله حواله د پیسې د انتقالولو لپاره یواځنۍ وسیله ده، بالخصوص هغه هیوادونو ته چې په کې جګره روانه ده. مونږ دې سیستم نه تاییدوو خو پوهیږو چې ډیر خلک له دې سیستم څخه کار اخلي. حواله په خلیج هیوادونو کې ډیر رواج لري.»