د آلمان په اساسي قانون کي د پناه غوښتني مادې سته
د آلمان په اساسي قانون کي د پناه غوښتني مادې سته

دا چي د پناه غوښتنې د آلماني قانون اړونده ټکي او د پناه غوښتنې د قبولۍ له پاره کوم دلايل مهم دي دلته يې لوستلای سئ:

د آلمان په قانون کي د پناه غوښتنې له پاره ځانګړې مادې موجودي دي. دغه مادې، د اړونده چارواکو، ادارو او محکمو د دمګړي تشريح او تفسير چي له دغو قوانينو څخه يې اخلي د يو پناه غوښتونکي د قبولۍ يا نه قبولۍ پر وخت په پام کي نيول کيږي. هغه کسان چي غواړي په آلمان کي د پناه غوښتنه وکړي بايد پر ځانګړو شرايطو برابر وي، تر څو پناه غوښتنه يې مثبت جواب تر لاسه کړي. د پناه غوښتنې د قبولیدو لپاره اساس، د آلمان د اساسي قانون د ۱۶ الف مادې (Art. 16a GG)، او د پناه غوښتنې د قانون د دريمي مادې د لومړي بند (Art. 16a GG§ 3) له مخې د مهاجرو په هکله د ژنیف د منشور (GFK) تعریف دی. دا چې د دغه قانون (§ 3 Abs. 1AsylG) له مخې دغه تعریف څه ډول دی، لاندي يې لوستلای سئ:

 

پناه غوښتونکی څوک دی؟

« چې د خپل نژاد، دین، ملیت، سياسي مفکورې او يا د ځانګړي ټولنيزي ډلې سره د تړاو له کبله د خپل هغه هيواد څخه بهر وي، چي تابعيت يې لري يا يې هلته د نه تابیعت لرونکی وگړي په توګه ژوند کاوه، خو د تعقيب څخه د ځان ساتنې له پاره د دغه هيواد حفاظت نه سي تر لاسه کولای يا د تعقيب له بيري د دغه حق غوښتنه کول نه غواړي.» قانون: (§ 3 Abs. 1AsylG)

 

ټولو ته ورپېښه ستونزه

د کډوالو او پناه غوښتونکو له پاره فدرالي اداره په زياتو مواردو کي د پناه غوښتنې ردېدنه په دې توجيه کوي چي گواکې پناه غوښتونکي ته د پورتنیو دلایلو له امله ځير شوي گواښونه، یواځي هغه ته نه، بلکه د دغه هيواد ټولو وګړو ته متوجه دي. معنی دا چې: هر پناه غوښتونکی باید خپله ثابته کړي چې دغه ډول گواښونه یواځي ده ته متوجه دي.

 

د زيات وخت تېرېدنه

د هغو دلایلو چې یو پناه غوښتونکی پرې تکیه کوي او له خپل هیواد څخه د تیښتې ترمنځ باید داخلي تړاو موجود وي. معنی داچې: نوموړي دلایل باید د تیښتې سبب شوي وي. که د تعقيب او د تېښتي يا هجرت تر منځ زيات وخت تېر سوی وي، نو د هجرت کولو دلايل نور نه منل کيږي، او پناه غوښتنه رديږي.

 

په خپل هيواد کي نوري امن سيمي

د قبولۍ له پاره د مهاجر په ټول هيواد کي د تعقيب د ګواښ موجوديت شرط دی. که په هيواد کي داسي امن سيمه موجوده وي چي پکښي پناه غوښتونکی له تعقيب څخه ځان خوندي کولای سي، نو بيا له مهاجره غوښتل کيږي چي د خپل هيواد دننه خوندي سيمي ته دي هجرت وکړي. د (BAMF) اداره او اړونده آلمانۍ محکمې مکلفه دي چي د امن سيمو په تړاو تازه معلومات د بېلګي په توګه له UNHCR څخه ترلاسه کړي.

 

د دولتي تعقيب نه موجوديت

تر ۲۰۰۵ کال پوري يوازي د هغه چا د پناه غوښتنه قبولېدله چي د يو دولت له خوا تر تعقيب لاندي به ؤ. خو اوس د (§ 3c AsylG) مادې له مخي دغسی تعقیب کیدای سي چې د نورو، دبیلگې په توگه (وسلوالې ډلې) له خوا هم د پناه غوښتنی دلیل وگرځي، البته په دی شرط چې واکمن دولت تر تعقیب لاندې شخص ساتلی نه شي او یا یې ساتل نه غواړي. (§3d AsylG) کيدلای سي.

 

د پناه غوښتنې دلايل

په راتلونکو انځورونو کي ځیني هغه مهم دلایل او لاملونو څخه لوستلای سئ، چي د پناه غوښتونکي يې د پناه غوښتنې پر وخت د خپل مهاجرت د استدلال له پاره کاروي. په دې تړاو هم معلومات لوستلای سئ چي ايا دغه دلايل په عمومي توګه د پناه غوښتونکي په توګه د قبولېدو سبب ګرځي او که څنګه.

 

حقيقي ګواښ که صرف بيره؟

تعقيب بايد ښکاره، څرګند، منطقي، د فهم وړ او په لوی احتمال ممکن وي. زيات وخت پناه غوښتونکې په دې توجيه هم رديږي چي ګواکي «تاسو د تعقيب لاندي راتللو بيره درلوده، خو په حقيقت کي تر لاندي نه ياست راغلي.» مهاجرو ته دا هم ويل کيږي چي ګواکي تاسو د خپل دولت له چارواکو مرسته غوښتلای سوای. زياتره وختونه دا هغو مهاجرو ته ويل کيږي چي وايي له قومي ډلې يا مافيايي ډلې تښتېدلي دي.

 

له دولتي کسانو او ادارو څخه بيره

د زياتو هغو پناه غوښتونکو د پناه غوښتنه هم په زیاتو مواردو کي ردېدلای سي، څوک چي وايي له دولتي کسانو يا ادارو له خوا تر تعقيب لاندي راتلو بيره يې لرله خو ورته لا زيان نه وي رسېدلی. د بېلګي په توګه د دغه کس پناه غوښتنه په دې دليل ردېدلای سي چي ګواکي د پناه غوښتونکي د هيواد حکومت د بشري حقونو د ساتلو په کوښښ او په ساتلو مکلف دی او عموما د دې توان هم لري.

 

عملا تر تعقیب لاندي راتلل

هغه پناه غوښتونکی د قبولېدو زيات چانس لري چي تر مخه لا په عملي توګه تر تعقيب لاندي راغلی وي. د (BAMF) اداره په داسي صورت کي دې نتيجې ته رسيږي چي که پناه غوښتونکی خپل هيواد ته ولېږل سي، نو احتمال سته چي بيا به ورسره تر تعقيب لاندي راتلو ستونزه تکرار سي او له دې کبله پناه غوښتنه قبولوي. هغه وخت هم قبولي ممکنه ده چي د هجرت څخه دستي مخکي تعقيب رامنځ ته کيدونکی ؤ.

 

پخوا پای ته رسېدلی تعقيب

تعقيب چي پخوا لا پای ته رسېدلی وي، د قبولۍ سبب نه ګرځي. د بېلګي په توګه که يو څوک حتی څو کاله بندي سوي وي او سزا يې پای ته رسېدلې وي، نو ښايي په دې دليل يې پناه غوښتنه رد سي چي تعقيب په ماضي کي موجود ؤ خو نور پای ته رسېدلی او د بيا تکرار اشد ګواښ يې نه دی موجود. د يو څو ورځو بندي کېدنه او وهل کېدل په زیاتو مواردو کي ډېر جدي تعقيب او په دې توګه د قبولۍ دلیل نه بلل کيږي.

 

ګواښ و ژوند او آزادۍ ته

د يو کس ژوند او آزادۍ ته ګواښ صرف په هغه صورت کي د قبولۍ سبب ګرځېدلای سي، چي پناه غوښتونکي ته د هغه د سياسي مفکورې، دين، نژاد يا بلې ټولنيزي ډلې سره د تړاو له کبله دوامداره او جدي ورپېښ وي. خو دغه ګواښ هم تل د قبولۍ ضامن کیدای نه سي. د بند د سزا گواښ، د بیلگې په توگه، کیدای سي په دی دلیل رد سي چې گواکې د مهاجر اړوند دولت د خپل دولتي گټو د ساتني له امله، د بندي کولو حق لري.

 

(کورنۍ) جګړه

په عمومي توګه جګړې يا کورنۍ جګړې په آلمان کي د پناه غوښتونکي په توګه د قبوليدو يا د ورته حفاظت ترلاسه کولو دليل نه ګرځي. خو که د جګړې تر څنګ په ځانګړې توګه يو شخص ته مستقيم، فردي او ثابت سوی د تعقيب ګواښ موجود وي، قبولي ممکنه ده. خو جګړه او کورنۍ جګړه د اخراج د نه عملي کېدو يا ځنډولو سبب کيدلای سي.

 

له جنګي ماموريته انکار

د آلمانۍ محکمو د زياتو فيصلو له مخي يوازي په جګړه کي د عسکر په توګه د جنګېدو څخه انکار يا له جګړې څخه لاس اخيستنه د قبولۍ سبب نه ګرځي، خو هغه وخت سبب ګرځېدلای سي چي له دغه انکار له کبله جزا يې ډېره جدي وي. په جګړه کي د ګډون څخه انکار هله د قبولۍ سبب کېدای سي چي دغه کس و جنايتونو، جنګي جنايتونو (لکه د ملکيانو وژنه) يا د بشريت ضد جنايتونو ته هڅول سوی خو هغه انکار کړی وي.

 

غربت او افلاس

په اصطلاح «عمومي» ستونزي لکه قحطي، غربت، افلاس او طبعي فاجعې د پناه غوښتونکي په توګه د قبولېدو سبب نه سي ګرځېدلای. هغه پناه غوښتونکی چي صرف په خپل هيواد کي د بې وزلې او مادي غربت د شتون له کبله د مهاجرت خبره کوي، په لوی احتمال به قبول نه سي. خو غربت او ورته ستونزې په ځانګړو مواردو کي د اخراج د عملي کېدو د مخنيوي لامل کيدلای سي.

 

د مېرمنو تعقيب

مېرمني او انجونې چي په خپل هيواد کي د جنسي تاوتريخوالي قرباني سوي وي يا يې د قرباني کيدو حتمي بيره ولري، امکان يې سته چي د پناه غوښتونکو په توګه قبولي سي. خو بعضي وخت د دغو مېرمنو پناه غوښتنه په دې دليل هم رديږي چي په دغه هيواد کي هره مېرمنه له دغه ګواښ سره مخامخ نه ده او دغه مېرمنه د ځان ژغورلو نو امکانات لري. عموما جنسي تېری صرف په استثنيي مواردو کي د قبولۍ سبب ګرځېدلای سي.

 

دين

زيات وختونه هغه پناه غوښتونکي چي ويل به يې د خپل دين له کبله تر تعقيب لاندي دي، په دې دليل ردېدل چي گواکې کولای سوای چې خپل دیني عقاید پټ وساتي او په عامه توگه بربڼد نه کړي. خو نوې اروپايي حقوقي تگلاره وايي چي انسانان بايد په ښکاره د خپل دين د عملي کولو حق ولري.

 

همجنسبازي

د ښځینه او یا نارینه و همجنسبازانو تعقیب د پناه غوښتنې یو دلیل کیدای سي. خو په ټولنه کې یواځې د همجنسبازې په وړاندې تبعیض کفایت نه کوي. خو پناه غوښتنه په دې دليل ردېدلای هم سي چي همجنسباز پناه غوښتونکي کولای سوای په خپل هيواد کي خپل تمايل پټ وساتي.

 

په جنايت تورن کسان نه قبوليږي

هغه کسان چي د جنايت له کبله درې کاله بندي سوي وي، د آلمان امنیت او یا عامه امنیت ته ګواښ وي يا ورباندي د بشري حقونو د تر پښو لاندي کولو يا د جنګي جنايتونو تر سره کولو شک وي، د پناه غوښتونکي په توګه نه قبوليږي. وعامه امنیت ته د نورو جرایمو د ارتکاب تر څنگ، هغه څوک هم ګواښ بلل کيدلای سي چي جنسي تیری يا جنسي ځورونه یې کړې وي او د دې جرم له امله په يو کال بند محکوم سوی وي.

 

عدم مسؤليت

د دغه راپور ليکونکی په دغه انځوريز راپور کي د راټولو سوو معلوماتو د بشپړوالي، کاملتوب او تازه والي ادعا نه لري او له کبله يې له هر ډول مسؤليت څخه بري دی. دغه معلومات د مسلکي وکيل او حقوقپوه سره د حقوقي او قانوني مشورې ځای هم نسي نيولای. دغه معلومات د BAMF.DE او د nds-fluerat.org پاڼو څخه اخيستل سوي دي.

د مطلب منبع: 
DW.DE/pashto

 

نورې ليکنې