د ځوان مهاجرو او لارښودونکو يوه ډله ، منبع Ceno e.V
د ځوان مهاجرو او لارښودونکو يوه ډله ، منبع Ceno e.V

د آلمان په کولون ښار کي يو سازمان د ځوان مهاجرو او متقاعد آلماني وګړو تر منځ رابطه رامنځ ته کوي. په دې ترڅ کي متقاعدين تر دوو يا درو کالو پوري هره اونۍ د دغو ځوان مهاجرو سره ملاقاتونه او د هغوی لارښوونې کوي.

د آلمان په کولون ښار کي د څېنو (Ceno) په نوم يو مرستندويه سازمان فعاليت کوي. دغه سازمان «ځوان مهاجرو ته لارښود» په نوم يوه ځانګړې پروژه هم پر مخ بيايي. د دغې پروژې په ترڅ کي ياد سازمان د ځوان مهاجرو ته داسي متقاعد ځايي وګړي پيدا کوي چي د دوو او يا درو کالو پوري د يو ځوان مهاجر لارښوونه وکړي او ورسره هره اونۍ وويني.

 د پروژې له مخي يو ځوان مهاجر ته د يو داوطلبه لارښود معرفي کيږي. لارښود په دوامداره توګه د ځوان مهاجر سره ملاقاتونه کوي او د بېلګي په توګه د ژبي په زدکړه، ښوونځي په تړاو پوښتنو او په همدې راز په اداري او نورو چارو کي د هغه لارښوونه کوي.

 په تيرو کالونو کي و آلمان ته د زيات شمېر مهاجرو د راتګ وروسته د دغو مهاجرو د ادغام يوه لويه برخه مرستندويه سازمانونو پر اوږو اخيستې ده. «سېنو» له دغو سازمانونو څخه يو دی. دغه سازمان بېلې پروژې چلوي چي پکښي له برياليو پروژو څخه يوه يې «ځوان مهاجرو ته لارښود» نوم لري.

 مرسته د مرستندويانو له پاره

 له دې څخه تر مخه چي يو متقاعد سړی يا مېرمنه و يو مهاجر ته د هغه د لارښود په توګه معرفي کړل سي، دغه متقاعد شخص ته د روزنې يو ځانګړی کورس ورکول کيږي.

 له يادي پروژې څخه لاورا برامان، و مهاجر نيوز (InfoMigrants) ته وويل: «زموږ د کار ځانګړتيا په دې کي ده چي هر داوطلبه کس د ښوونې او روزنې د ځانګړو کارپوهانو له خوا هغو وظايفو ته چمتو کړل کیږي چي هغه به يې د خپل داوطلبانه کار په وخت په غاړه اخلي.» لاورا برامان وايي چي د داوطلبه متقاعدينو له پاره د کارپوهانو له لوري ځانګړې روزنه د «ځوان مهاجرو ته لارښود» پروژې له پاره ځانګړې طرحه سوې روزنه ده.

لارښودونکي د مهاجر ځوانانو سره په اونۍ کي يوځل ويني، منبع: Ceno e.V.

بي آټه بارچ يوه مېرمنه ده چي د ۲۰۱۶ کال راهيسي په دغه پروژه کي د داوطلبې په توګه فعاليت لري. هغه وايي، کومه روزنه چي د متقاعد کسان په پروژه کي د لارښود په توګه د فعاليت پېل کولو څخه تر مخه تر لاسه کوي، هغه د دې لامل بلل کېدلای سي چي دغه پروژه له نورو سره فرق لري. بې اټه بارچ وايي: «څوک هيڅکله بې مرستي او يوازي نه پرېښودل کيږي. ما هم دغه روزنه تر لاسه کړه چي له مخي يې ما زده کړل چي د ځوانو پناه غوښتونکو سره بايد څنګه چلن وسي. خو که یو وخت کوم مشکل وي نو څوک هميشه کولای سي چي په څېنو کي له يو چا څخه مشوره وغواړي

 برامان وايي چي په دغه پروژه کي برخه وال داوطلبان په مسلسله توګه خپلمنځي ملاقاتونه او غونډي لري. هغه زياتوي: «لارښوونکي په مياشت کي يو ځل خپلمنځۍ غونډه لري چي خپلې تجربې سره شريکي کړي. په دې ترڅ کي هغوی ته امکان برابريږي چي د خپل پرمختګ په تړاو نظرونه تبادله کړي او له نورو داوطلبانو او په همدې شان د څېنو پروژې د مسؤلينو څخه د وړاندي اقداماتو په تړاو وړانديزنه تر لاسه کړي

 بارچ وايي چي خپلمنځۍ غونډې د هغې د فعاليت د اغېزمنتيا له پاره ډېري ګټوري ثابته سوي دي.

 دغه پروژه چي له ۲۰۱۵ کال راهيسي پېل سوې پکښي دمګړی ۱۵ داوطلبان د ځوان مهاجرو لارښوونه کوي. څېنو زياتي داسي غوښتنليکونه تر لاسه کوي چي د ځوان مهاجرو له پاره پکښي د لارښوونکو غوښتنه سوې وي. دا ځکه چي يو په يو دغه لارښوونه ډېره ګټوره او د ځوانو مهاجرو له پاره لويه مرسته ګڼل کيږي. برامان وايي چي دغو غوښتنليکونو ته د مثبت جواب په هيله دغه پروژه هميشه داسي داوطلبه کسان لټوي چي عمرونه يې تر شپېتو جګ وي او غواړي چي د مهاجرو لارښود سي.

 دغه پروژه د (Aktion Mensch) په نوم سازمان او څېنو سازمان تر منځ د يوې همکارۍ په ترڅ کي تمويليږي. د (Aktion Mensch) سازمان په بسپنو چليږي او د فعاليت اصلي ساحه يې د مساواتو او ادغام له پاره کار کول دي.

 د برامان په وينا کوم ځوان مهاجر چي په دغه پروګرام کي شامليږي، حتمي نه ده چي د لومړۍ يا دويمي درجې قبولي لرونکي دي وي. هغه وايي چي دمګړی چي کوم ځوانان د دغې پروژې په ترڅ کي لارښوونه کيږي د هغوی عمرونه د ۱۶ او ۲۲ کالونو تر منځ دي.

 سباح او بې آټه

 شپاړس کلن سباح الف د تيرو دوو کالونو راهيسي د بې آټه بارچ له خوا لارښوونه کيږي. دغه ځوان هلک د خپل مشر ورور او خپلې ځوانې خاله سره هغه وخت له عراق څخه هجرت وکړ، کله چي يې سيمي ته داعش ځواکونه ورغلل. دغو درو کسانو د بالقان پر مسير تر دوو مياشتو پوري سفر وکړ چي د آلمان په کولون ښار کي يې د خپل اکا کور ته ځان ورساوه.

 بارچ د سباح په هکله وايي: «هغه ډېر وخت په بر کي واخيست تر څو ماته خپل داستان بيان کړلای سي.» بارچ زياتوي چي سباح ورته ويلي چي پلار يې د شپې په نيمايي کي خپله کورنۍ غرونو ته پورته کړه، کله چي داعشيان يې سيمي ته راغلل.

 بارچ وايي چي د سباح سره مرستې د هغې ژوند ته غنی بخښلې ده. دغه آلمانۍ مېرمنه وايي چي په ۲۰۱۴ کال د تقاعد ترلاسه کولو وروسته هغې غوښتل چي ټولنيز کار وکړي او همدا ؤ چي يو پېژندونکي ورته د څېنو سازمان د پروژې په تړاو ورته معلومات ورکړل او دا يې دغې پروژې ته متوجه کړه. دغه مېرمنه وايي چي د پروژې سره د يوځای کېدو پر خپله پرېکړه هيڅکله نه ده پښېمانه سوې.

 بارچ د سباح د لارښوونې د تجربې په هکله وايي: «دغه کار زما په ژوند کي يو شمېر تغيرات رامنځ ته کړل.» هغه زیاتوي: «دغه تجربې د مهاجرو بحران زما ژوند ته راوست چي ښايي بېله دغې تجربې ما داسي نه وای درک کړي. دغې تجربې زه په دې پوه کړم چي آلماني قوانين په جګړه کي د جلا سوو کورنیو له پاره څومره بې رحمه کېدلای سي

 د سباح مور او پلار پسله يوې اوږدې پروسې څخه چي پکښي په عراق کي د خپلو درو اولادونو شاته پرېښودل هم شامل ول، بالآخره په کولون کي د خپلې کورنۍ سره يوځای سول. که څه د سباح کورنۍ په کولون کي بېرته سره يوځای سوې ده، خو يوه خور يې چي ۱۸ کلنه سوې وه، د اصولو له مخي يې اجازه تر لاسه نه کړه چي المان ته راسي.

يو لارښود د ځوان مهاجر سره، منبع: Ceno e.V.

 لارښوونه

 بې آټه بارچ او سباح د تيرو دوو کالونو راهيسي د هرې پنجشنبې په ماپښين سره ويني. بارچ به په لومړيو شپږو مياشتو کي سباح له ښوونځي څخه تر رخصېدو وروسته د ځان سره اخيست او په کتابتون کي به يې ورسره کتابونه لوستل. بارچ وايي چي يو وخت يې له سباح څخه وپوښتل چي ايا هغه کوم ځانګړی شی زده کول غواړي چي په جواب کي سباح ورته وويل: «زه غواړم لامبو زده کړم.» همدا ؤ چي د هغه وروسته بارچ سباح هميشه لامبو ته بېول پېل کړل. بارچ وايي چي سباح یو وخت دومره ښه لامبو زده کړه چي د «ژړو» مډال يې وګاټه او ورباندي ډېر خوشال ؤ. د بارچ په وينا د هغه وروسته بيا دا ورسره لامبو ته نه تلله او سباح خپل د اونۍ په اخر کي لامبو ته تلی؟

 بې آټه بارچ وايي چي د لامبو زده کولو وروسته هغوی په موزيمونو کي زیات وخت تېراوه. بارچ وايي چي سباح به يې کور ته ورتلی او دې به ورسره د ښوونځي په تړاو ورته لارښوونې او ورسره مرستې کولې. په دې ترڅ کي هغې نه يوازي په کارخانګي يا د کور کار کي مرسته کوله، بلکه د سباح د ښوونځي د ښوونکو سره يې په ليدنو کي هم برخه اخيسته. بارچ وايي چي د سباح سره يې په دې کي هم مرسته کړې چي د کاري تجربه تر لاسه کولو له پاره شرکتونه پيدا کړي. هغه وايي: «زه فکر کوم چي د هغه پر کورنۍ له دې کبله زيات فشار کم سوی چي ما د هغه بعضي کارونه په ذمه اخيستي. دغه کورنۍ د نورو موضوعاتو له کبله زياته فکرمنده وه لکه اقتصادي چاري، د کورنيو د غړو راوستل او داسي نور او دا ورته غنيمت ؤ چي حداقل يو شی بل چا په غاړه ورڅخه اخيستی ؤ

 بارچ وايي: «د لارښودې په توګه زه خپله وظيفه نه يوازي په دې کي وينم چي د سباح سره د جرمني ژبي په زدکړه کي مرسته وکړم بلکه ورسره مرسته وکړم چي هغه په آلماني کلتور پوه سي او ورسره تماس پيدا کړي


 

نورې ليکنې