د ملاقاتو لپاره د وخت د تعیینولو شمېره، کډوال نیوز
د ملاقاتو لپاره د وخت د تعیینولو شمېره، کډوال نیوز

که تاسو د فرانسې په ایل دو فرانس کې یاستئ او غواړئ چې خپل پناه غوښتنلیک وړاندې کړئ د مې د دویمه نیټه نه وروسته کولای شئ چې د یوه وړیا شمیره له لارې د پناه غوښتونکو د منلو مرکز (PADA) څخه د ملاقات وخت اخلئ.

په ایل دو فرانس کې د پناه غوښتنې د لیدلو وخت د تعیینولو لپاره یوه تېلېفوني شمیره د مې د دویمه نیټه نه وروسته فعالیږي. پناه غوښتونکې کولای شي چې دا شمیره ته (0800144414) تېلېفون وکړي او د لیدلو وخت اخلي.

د فرانسې مهاجرت او ادغام د سازمان یوه کارکوونکی د یو ژباړونکی په مرسته تاسو ته ځواب ورکوي او ستاسو مکمل شهرت غواړي. په پای کې تاسو ته یو تېلېفوني پیغام یا بريښنالیک درلیږل کیږي چې په کې ستاسو د لیدلو تاریخ او ساعت لیکل شوی دی. د لیدلو په ورځ کې باید دغه پیغام یا بريښنالیک ځان سره ولرئ.

دا تېلېفونې سیستم په ۱۲ ژبې کې فعال دی: لکه فرانسوي، انگریزي، فارسي، پښتو، عربي، تامول، هسپانوي، اردو، ترکي، چیني او ځینې افریقایي ژبي. تاسو کولای شئ چې د دوشنبې تر جمعې د ۱۰ تر ۳:۳۰ بجو پورې تماس اخلئ.

هغه کسان چې موبایل تېلېفون نه لري باید لاندې ادرسونه ته مراجعه وکړي:

Rue de Thionville; 75019 Paris

Site des Grands-Voisins; 75014

Boulevard du Palais; 75004

د اوفي عمومي مسؤل، دیدیه له شی، کډوال نیوز ته وویل: «د دې سیستم موخه دا ده چې د لیدلو لپاره د وخت تعیینول چټک وکړي. دا پروسه پخوا ډیره اوږده وه. خو مونږ غواړو چې اوس دا کار یوازې په څلورو ورځو کې خلاص شي.»   

ویل کیږي چې د پناه غوښتونکو سره د مرستې انجمنونه هڅې کوي چې دا شمیره کډوالو ته ورکړي خو بیا هم دوی د دغه تېلېفوني سیستم د مؤثریت په هکله اطمینان نه لري.

د یوتوپیا ۵۶ یوه غړۍ وایي چې دا شمیره هم د تماسونو د زیاتوالي له کبله به ژر ډک شي، لکه د عاجلو مرستو شمیره.


 

نورې ليکنې