د کډوالو انځور په کاله کې، مهدی شبیل
د کډوالو انځور په کاله کې، مهدی شبیل

کډوال کولای شي چې له زیات شمېر انټرنېتي سایټونو نه مرسته وغواړي. د کډوالو سره د مرستې له پاره سایټونه او اپلېکېشنو د لاندې موضوعاتو په هکله مالومات ورکوي: د پناه غوښتلو ټولې اداري مرحلې، د فرانسوي ژبې کورسونه، د تېلېفون عاجلې شمېرې او...

تاسې په اروپا کې یاستئ یا د اروپا په لاره کې مالوماتو ته اړتیا لرئ. کډوال نیوز تاسو ته اړوند سایټونه او اپلېکېشنو معرفی کوي.

د مدیترانې په سمندرګۍ کې

·        واچ د مېد - الارم فون په نوم یو بشري سازمان (Watch the Med-Alarm Phone) هغه زنګونو ته ځواب ورکوي چې د کښتیو په هکله دی. که کډوال له خطر سره مخ وي، نو یاد سازمان له ژغورنې عملې او یا له سمندري پولیسو سره تماس نیسي.

د ماشومانو له پاره

·        مینیلا (Miniila) داسې یو اپلېکېشن دی چې له بې سرپرسته کډوال ماشومانو سره مرسته کوي چې ځانګرې سازمانو ته مراجعه وکړي. مینیلا په ۵ ژبو کې فعالیت کوي: فرانسوي، انګریزي، عربي، فارسي او تیګرینیایي.

که په ایتالیا کې یاستئ

·        د کاریتاس د انجمنو اپلېکېشن (Migradvisor) هغو کډوالو ته چې په ایتالیا کې دي د روغتونونو او د پولیسو د قومندانۍ ادرس او د تېلېفون عاجلې شمېرې (د انساني قاچاق پر ضد د مبارزې اداره، د سمندري پولیسو شمېره، د ماشومانو او حاملو ښځو له پاره یوه ځانګړې شمېره...). په فرانسوي، انګریزي، عربي او ایتالوي ژبو کې.

که په فرانسه کې یاستئ

·        د کډوالو له پاره لارښود (Le Guide du réfugié) تاسو ته د لاندې موضوعاتو په هکله مالومات درکوي: د پناه غوښتلو اداري مرحلې، فرانسوي درسونه، ځان ته د اوسېدو ځای برابرول او طبي مراکزو ته مراجعه کول. په فرانسوي، انګریزي، عربي او روسي ژبو کې.

خپل هېواد ته بېرته ځي؟

·        په دې هکله د اوفې د «داوطلبو راستنېدونکو» (Retour volontaire) څانګې له تاسو سره مالي مرسته کوي. په ۱۷ ژبو کې: لکه پښتو، فارسي، انګریزي او عربي.

خواړه او کور

سمسم (Samsam) یوه داسې سپاچه ده چې تاسو ته عملي او تربیتي مالومات درکوي: د اوسېدلو ځای او د خواړې د توزیع کولو ځایونه، د ځان د درملنې ادرسونه، د فرانسې د ارزښتونو سره اشنا کېدل، د فرانسوي ژبې کورسونه، د پناه غوښتلو مرحلې...

اڼترنېت په کالې ښار کې

·      د مالوماتو بس (L’info bus) د مسافرو د سموات (Auberge des migrants) له خوا جوړ شوی دی. تاسو کولای شئ چي د دې اپلېکېشن په واسطه له ښار سره اشنا شئ، خپل تېلېفون چارج کړې او وای فای سره وصل شئ.

·       د کډوال نیوز WhatsApp په انګریزي، عربي، فارسي او فرانسوي ژبو کې تاسو ته د مهاجرت او د مهاجرو په هکله مالوت درکوي:

https://www.infomigrants.net/fr/post/3569/rejoignez-nous-sur-whatsapp

فرانسوي کورسونه

·       لاندې لېنکونو ته مراجعه وکړئ:

https://www.fun-mooc.fr/courses/course-v1:dgef-interieur+134001+session01/about

https://www.fun-mooc.fr/courses/course-v1:dgef-interieur+134002+session01/about

·       د فرانسوي ژبې او د فرانسې د ارزښتونو سره د اشنا کېدلو کورس په انګریزي، عربي، پښتو او فارسي ژبو کې:

  https://moocfle.afpa.fr/courses/course-v1:afpa+MOOC_FLE_AFPA+FLE/about

·       ټول په فرانسه کې (Ensemble en France) یوه داسې سپاچه ده چې د فرانسې د ارزښتونو سره د اشنا کېدلو له پاره جوړه شوې ده. په فرانسوی، انګریزي او عربي ژبو کې.

څنګه خپل ورک شوی خپلوان پیدا کړو؟

·       د سره صلیب سایټ ته مراجعه وکړئ: Trace the face په فرانسوي، انګریزي، عربي او هسپانوي ژبو کې.

·      او یا په دې سایټ کې: (Commission internationale pour les personnes disparues (ICMP

 

نورې ليکنې