یوه کډواله په ګراند سنت کې/ انځور: مهدی شبیل
یوه کډواله په ګراند سنت کې/ انځور: مهدی شبیل

«فرانسه د پناه خاوره» سازمان (France Terre d’Asile) د چهارشنبې په ورځ (۲ مې) یو رپوټ خپور کړ چې په کې په فرانسه کې د کډوالو ښځو په وړاندې تاو تریخوالی ښیي. د دې رپوټ په حواله، اکثره ښځې په فرانسه کې له جنسي تیري، تاو تریخوالی، استثمار او... سره مخامخ دی.

په ۲۰۱۷ کال کې د پناه غوښتونکو په مینځ کې ۳۵ فیصده یې ښځې وو او ۴۰ اعشاریه ۵ فیصده یې هم هغې ښځې چې د اوفپرا تر حمایه لاندې دی.

خو په دې حال د فرانسې د پناه خاوره سازمان یو رپوټ ښیې چې دوی نه یوازې د سفر په ترڅ کې بلکې په فرانسه کې هم له خطرونه سره مخامخیږي.

د تاو تریخوالی، جنسي تیري او استثمار خطرونه

په دې رپوټ کې ویل شوي دي چې په فرانسه کې اکثره ښځې د بېلابېلو لاملونو له کبله په خطر کې دی: د منلو مراکزو بې اتباره وضعیت او د ښځې اقتصادي او اداري حالت.

د اوسېدلو ځای او د ښځې د حقوقو په هکله د مالوماتو نشتوالی هم د دې وضعیت لامل ګڼل کیږي. په دې حالت کې دوی ډیر ځله د تاو تریخوالی، جنسي تیري او راز راز استثمارو سره مخ شي. د فرانسې د پناه خاوره د سازمان یوه غړۍ هلن سوپیو داوید وایي: «ځینې ښځې د جنسي او یا فزیکي استثمار په بدل کې ځان ته د اوسیدو ځای برابروي.»

په همدا راز دوی په سرکو کې هم د ځورونو په معرض کې دی. هلن سوپیو داوید وایي: «دا یوه عمومي ستونزه ده. خو کله چې یوه کډواله ځورونه سره مخ شي هیڅوک هغې ته غږ نه نیسي.» د دوی د حقونو په اړه د مالوماتو نشتوالی هم د دې وضعیت لامل دی. هلن وایي: «دوی شکایت نه شي کولای ځکه چې د دوی په نظر شکایت کول هیڅ ګته نه لري.»

د کارکوونکو له څیړنې څخه د مخه قضاوت

خو دا یوازنۍ ستونزه نه ده. کډوال ښځې مجبورې دی چې له نورو ستونزو سره هم مقابل شي. یوه کډواله په معمول ډول نالوسته ګنل کیږي. هلن سوپیو داوید وایي: «د ښځو میړونه دوی سره د مرکې په ترڅ کې حاضر دی او د دوی په ځای خبرې کوي.»

خو دا رپوټ زیاتوي چې داسې سلوک له کډوالو ښځو سره سم نه دی او کارکوونکې باید په سمه ډول وروزل شي. د دې رپوټ لیکونکې دا هم وایې چې کډوال ښځې ته هم باید دا چانس برابر شي چې دوی د خپلو حقوقو څخه خبر شي او د اوسېدلو له پاره ښه ځای پیدا وکړي.

 

نورې ليکنې