په آلمان کي د پناه غوښتونکو دوسيې بامف اداره ارزيابي کوي
په آلمان کي د پناه غوښتونکو دوسيې بامف اداره ارزيابي کوي

د مهاجرت او پناه غوښتني په برخه کې د آلمان فدرالي اداره ( BAMF) یو ځل بیا د مهاجرو د دوسیو د ارزونې په برخه کې تر انتقاد لاندې ده.

دا ځل د آلمان په یوه داخلي رپوټ کې ویل شوي دي چې بامف اداره د مهاجرو د منل شوو دوسیو د بیا ارزولو په برخه کې پاتې راغلې ده.

د «دي ویلت» او «نورنبرګر ناخریشتن» په نامه دوو آلمانۍ ورځپاڼو په خپل یوه رپوټ کې لیکلي دي چې د مهاجرت او پناه غوښتني په برخه کې د آلمان فدرالي ادارې (بامف) د هغو اساسي دلایلو د ارزونې له امله چې پر مټ یې پناه غوښتونکو ته بیا هم په آلمان کې د پاتېدو او حفاظت د ورکړې پریکړه کیږي، پاته راغلې ده.

دغه اداره باید د آلمان د قوانینو له مخې د هغو مهاجرو دوسیې درې کاله وروسته بيا له سره و ارزوي چې په آلمان کې یې د پاتېدو له پاره مثبت ځواب ترلاسه کړی وي. دوی باید تر درو کلونو وروسته دا تعين کړي چې آیا یوه پناه غوښتونکي ته بیا هم د حفاظت حق ورکړل شي او که نه. یادو دواړو آلماني ورځپاڼو دغه رپوټ د آلمان د داخلي اسنادو په استناد لیکلی او خپور کړی دی.

تر ټولو مهمه موضوع چې په دې اسنادو کې لیدل کیږي دا ده چې د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې اداره خبرداری ورکوي چې په دغه اداره یعنې «بامف» کې روان میلان ښايي په دې هیواد کې د جنایتکاره ډلو یا بانډونو د پرمختګ سبب وګرځي.

یادو ورځپاڼو د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتني ادارې مرستیال اوتا داوکه ته د «کیفیت د ارزوني ریاست» له خوا د شپږ مخیز رپوټ په حواله لیکلي دي چې په آلمان کې د پناه غوښتونکو د دوسیو ارزونه تر ډیره پورې له جامع قانوني ارزونې سره سر نه خوري.

په ټوله کې د ارزونې له پاره په ټاکل شوو دوسیو کې لیدل کیږي چې په زياتره دوسيو کې د یوه مهاجر هویت ته پام نه دی شوی.

د جنايي سازمانونو جوړېدل؟

په دې رپوټ کې همدا راز راغلي دي چې د سوریې او عراق د مهاجرو په ډله کې د ترکیې او نورو هیوادونو مهاجرین لیدل کیږي. په دې رپوټ کې زیاته شوې ده چې په هغه صورت کې چې د یوه مهاجر یا پناه غوښتونکي هویت تثبیت نه شي، نو په دې صورت کې د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې فدرالي اداره په آلمان کې د فاميلي جنایتکاره بانډونو یا ډلو د رامنځ ته کیدو سبب ګرځي.

د دې موضوع په هکله د چارو کارپوهان د آلمان په بریمن ایالت کې د لبناني فاميلي بانډ رامنځ ته کیدو ته اشاره کوي. په ۱۹۹۰م لسیزه کې د دې ډلې یا بانډ غړو د پناه غوښتنې د دوسیې له لارې په آلمان کې د اقامت یا پاتېدو حق ترلاسه کړ، خو په هغه وخت کې هم د دوی هویت پوره مشخص او ښکاره نه وو.

سربیره پر دې په ځانګړې توګه د عراق د مهاجرو د دوسیو په اړه، ډیر داسې دلایل شته چې باید د دوی دوسیې له سره بیا و اروزل شي. زیاتره دغه مهاجرین د تفریح یا رخصتیو له پاره عراق ته سفرونه هم کوي. په دې ترتیب سره په خپل هیواد یعنې عراق کې د دوی د تعقیب ویره معتبره نه پاتيږي او د منلو وړ یو دلیل هم نه دی.

د آلمان د نافذه قوانینو له مخې، په هغه صورت کې چې یو پناه غوښتونکی په آلمان کې د پاتېدو یا اقامت محدود حق ترلاسه کړی وي، بیرته خپل هیواد ته په سفر کولو یا تګ سره يې د اقامې یا په آلمان کې د پاتېدو حق باطلیږي.

ډیري لږ بیا ارزول شوې دوسیې باطلیږي

د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې یا بامف په دې داخلي رپوټ کې دا نه دي ویل شوي چې څومره دوسیې په نمونه يي شکل له سره بیا ارزول شوي دي. خو سربیره پر دې بیا هم د «بامف» د معلوماتو له مخې د روان کال له جنوري میاشتې تر اپریل میاشتې پورې د دریو میاشتو په موده کې تر۳۰ زره ډیرې دوسیې له سره ارزول شوي دي چې پکښې يوازي د ۲۰۰ پناه غوښتونکو د اقامت حق باطل شوی دی. پر دې سربیره ۱۳۰ زره نورې دوسیې همدا اوس د بیا ارزونې په حال کې دي.

په بریمن ایالت کې د «بامف» ادارې رسوايي

د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې یا «بامف» پر ادارې باندې دغه تورونه په داسې وخت کې لگول کیږي چې تر دې وړاندې هم د دغې ادارې پر فعالیتونو باندې کلکې نیوکې شوي دي. د می میاشتې پر اتمه نیټه، په یوه پیښه کې دا جوته شوه چې د آلمان په بریمن ایالت کې د دغې ادارې غیر قانوني فعالیتونه له تمي خلاف ډیر پراخ دي. د دې ایالت د بامف ادارې پخواني مشر په نورنبرګ کې د یادې ادارې پر مرکزي څانګه باندې تر دې هم درانه تورونه مطرح کړي دي.

د «نورنبرګر ناخریشتن» او د «زیډ. ډي. ایف» تلویزیوني شبکې د «فرونتال» په نامه یوې خپروني، په بریمن کې د بامف ادارې د پخواني مشر ژوزفا شمیت په حواله لیکلي دي چې داسې ښکاري چې د دې قضیې په هکله واقعي او ریښتنو توضیحاتو ته هیڅ راز تمایل موجود نه دی. نوموړي ویلي دي چې داسې ښکاري چې د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې مرکزي اداره په خپله په دغې موضوع کې دخیله ده. د هغه په وینا، په بریمن کې د بامف ادارې کارکوونکو څو ځله په دې برخه کې د ستونزو په هکله اعتراضونه کړي او خپل غږ یې پورته کړی دی. نوموړي زیاته کړې چې د بامف په اداره کې د دغه راز دسیسو پر وړاندې له کلونو راهیسې هیڅ اقدام نه دی شوی.

 

نورې ليکنې