د کډوالو انځور د مراکشي انجمن په سالون کې، لېسلي کرېتېرو
د کډوالو انځور د مراکشي انجمن په سالون کې، لېسلي کرېتېرو

په هسپانیا کې نابالغ کډوال د منلو په مرکزو کې اوسیږي خو د دوی د بالغتوب نه وروسته دولت دوی سره هیڅ همکاری نه کوي. په دې حالت کې یوازې ځینې انجمنونه له دوی سره مرسته کوي.

په مالاګا کې یو هسپانیوي تلویزیون یو مالوماتي پروګرام خپروي. شپږ کډوال چې په سالون کې ناست دي په دقت سره تلویزیون ګوري. دوی چې د مالي، ګامبیا، سییرا لیون او مراکش څخه په بیړیو کې راغلي دي هسپانیا ته د رسېدو په وخت نابالغه وو. عیسی چې د مالي څخه راغلی دی وایي: «زه اوس ۱۸ کلن یم.»

د هسپانیې دولت په هغه وخت دوی ته د مالګا ښار په یو مرکز کې ځای ورکړل. محمد چې یو مراکشي انجمن (AMIM) سره د کډوالو د ادغام په برخه کې کار کوي وایي: «کله چې دوی بالغ شي هیڅوک دوی ته پام نه کوي. یوازې ځینې انجمنونه له دوی سره مرسته کوي خو هغوی هم کافي امکانات نه لري.»

په اوس مهال کې موسی، ابراهیم، بکري، علي، احمد او یاسین* په دې انجمن کې اوسیږي خو بیا یو بل مرکز ته ورلیږل کیږي چیره چې دوی کولای شي چې یو نیم کال له پاره ژوند وکړي. موسی، ابراهیم او بکري په ښوونځی کې دي، علی او احمد د آشپزي درسونه وایي او یاسین غواړی چی تحصیل وکړي. دوی ته هره اوونۍ ۲۵ یورو ورکول کیږي.

یو بل سره ژوند

د دوی د ژوند شرایط ډیر سخت دي: دوی مجبور دي چې د شپې د لسو بجو نه مخکې په مرکز کې حاضر وي او په کوټو کې هم سګرت څکول ممنوع ګنل کیږي.

په دې مرکز کې د صفایي کولو له پاره یو مفصل پلان هم شته. د پلان له مخې نن د علي نوبت دی.

دوی یو بل سره ټوکې کوي او یو یې وایي: «موسی خانه، ته خو هیڅ شی سره اشنا نه یي.»

دوه کډوال له پاره یوه کوټه، لېسلي کرېتېرو

د دوی په منځ کې یوازې ابراهیم له یوه انجلۍ سره رابطه لري.

د اوونۍ په پای کې، موسی، ابراهیم او بکري د مالاګا په یو کلب کې فوټبال لوبوي. موسی غواړی چې یو مسلکي فوتبالر شي. «خو که دا نه شو ریاضي او ساینس وایم.»

ادغام

موسی، ابراهیم، بکري، علي، احمد او یاسین په هسپانیوي ژبه خبرې کوي. دوی اوس حق لري چې دوه کاله له پاره یو اقامت کارټ تر لاسه کړي خو هغوی دا کارټ سره کار نه شي کولای. په هسپانیا کې د کار شرایط ډیر سخت دي او ‎یوازې هغه کسان کار کولای شي چې ۴۰ ساعتو له پاره کاري قرارداد ولري. محمد وایي: «عمومي وضعیت داسې دی.»

له همدې کبله ځینې کډوال غواړي چې له هسپانیې نه ووځي او یو بل اروپایي هیواد ته لاړ شي. محمد وایي: «خو دا اسانه نه ده ځکه چې دوی مجبور دي چې یو ځل بیا خپل ژوند له صفر څخه پیل وکړي.»

*مستعار نومونه


 

نورې ليکنې