د کالي فرانسوي کورس د پاریس په شا و خوا کې، کنستانس لئون
د کالي فرانسوي کورس د پاریس په شا و خوا کې، کنستانس لئون

په «کالی» اتحادیه کې چې د جلاوطنو ښځو له پاره یو مرکز دی څلور ښځي انتظار باسي. ډیرې ښځې په منظم ډول د یوه شېبه آرامۍ له پاره د مونتروی کالی اتحادیې ته راځي. دا دوی له پاره یو فرصت هم دی چې د څو ساعتو له پاره خپلو ماشومانو رضاکارانو ته وسپاري.

د کالي ټولنه هغې ښځو له پاره دی چېد جلاوطني په لاره کې ستونزي او یا حتی تاو تریخوالی سره مخامخ شوې دي. ماریون جوبر د ۲۰۱۶ کال د فبروري په میاشت کالي اتحادیه د شپږو نورو میرمنو سره تاسیسه کړه: «مونږ په پاریس کې د پاژول او ایول په کمپونو کې رضاکارانې وو. دوه کاله مخکې٬ موږ هیځ کله جلاوطنې ښځي سره نه وو. دوی د ځان د ساتلو له پاره نه غواړي چې اښکاره شي. زمونږ مرکز دوی له پاره جوړ شوی دی.»

د فرانسوي کورس، کنستانس لئون

نوومي د کالي اتحادیې د فرانسوي ژبې د تدریس مسوله وایي: « ډیرې ښځې په خپلو هیوادونو، په جلاوطني یا په فرانسه کې د جندر پر بنسټ یې د تاو تریخوالی قربانیانې دي. زمونږ ښځينه ټولنه دوی ته اجازه ورکوي چې د خصوصي مسائلو په هکله خبرې وکړي.» 

د ماشومانو له پاره یو مرکز، کنستانس لئون

د اتحادیې په لومړۍ پوړ کې٬ درې ښځې له خپلو ماشومانو سره د فرانسوي کورس د پیل په انتظار کې دي. د درس په ترڅ کې، درې رضاکاران د ماشومانو مسولیت یې په غاړه نیسی. په دوهم پوړ کې، څلور رضاکارن د لسو مهاجرو میرمنو له پاره در فرانسوي ژبې کورس وړاندې کوي. میمونه یوه ۲۰ کلنه مور چې د ۲۰۱۷ راهیسې د کالي ټولګیو ته ګډون کوي وایي: «زه غواړم چې په سمه توګه فرانسوي زده کړم.» 

یوه کډواله فرانسوي لیکي، کنستانس لئون

د اتحادیې په یو ګوټ کې٬ ایلیونور تینوت د ټولنې یوه مشره چې نن د قضایي مشورې مسولیت په غاړه لري٬ یوه نایجریایی ښځې ته د هغې پناه غوښتنلیک لیکي، او بیا یې د اوفپرا د مرکې له پاره چمتو کوي. ایلینیور تینوت ټینګار کوي چې ډیری ښځې چې ټولنې ته د مرستې له پاره راځي دوبلینی دي. دوی باید د هغه هیواد نه پناه وغواړي چې د هغه له لارې اروپا ته ننوتلي دي. 


 

نورې ليکنې