د کوئټې هزاره ګان د اعتراض په حال / انځور: طاهر علي
د کوئټې هزاره ګان د اعتراض په حال / انځور: طاهر علي

د بلوچستان کوئټه ښار او نورو سيمو کې ميشته شيعه هزاره قبيلې پر ضد ځان وژونکي بريدونو، بمي چاودنو او هدفي وژنو له امله ګڼ شمير هزاره ګان د اروپا په شمول بهرني هيوادونو ته سفر کړی دی او دغه سلسله تر اوسه پورې دوام لري.

د شيعه هزاره ټولنې سره تعلق لرونکي د لسګونو کلونو راهیسې په کوئټه ښار او د بلوچستان ولايت په نورو سيمو کې استوګنه لري خو د هزاره قبيلې زياتره خلک د کوئټې په مري اباد او هزاره ټاون کې مېشته دي.

هزاره وګړي وايي شا و خوا تېرو ۱۷ کلونو کې په هزاره ګانو بمي او ځان وژونکي بريدونه وشول او د دې قوم ګڼ شمېر خلق هدفي حملو کې ووژل يا ژوبل شوي دي چې دوی يي په دې خبره مجبوره کړی شول چې د پاکستان نورو ښارونو او يا د ملک څخه بهر هجرت وکړي.

تېره مياشت د هدفي وژني پر له پسې پېښو کې شا و خوا ۵ هزاره ګان ووژل شو چې په غبرګون کې يي د هزاره قبيلې وګړو کوئټه ښار کې په پرلت کېناستل. دې سره د اسلام آباد په شمول د ملک په نورو برخو کې هم احتجاجي مظاهرې وشوي. کوئټه کې پرلت وهونکو چې په کې ښځي او ماشومان هم وو وويل چې دوی به کورونو ته نه ځي تر څو چې پوځ د امنيت ډاډ ورنکړي.

د هزاره ګانو مظاهرې د تاو تریخوالی پر ضد / انځور: طاهر علي

په دې موقه د هزاره ګانو استازې او د بشرې حقونو فعالې جليله حيدر وويل: «په بلوچستان کې د کوټې په شمول هدفي وژنو او بمې چاودنو کې لږ تر لږه ۳۰۰۰ هزاره ګان وژل شوي او شا و خوا لس زره تنان ټپيان شوي دي. له وژل شوو کسانو شا ته لس زره  يتيمان او کونډي پاتي دي.»

د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوا او هزاره قوم د مشرانو ترمېنځ خبرو اترو نه پس احتجاج پای ته ورسېدو ولې په هزاره وګړو کې يره ترهه اوس هم خوره ده ځکه چې هر ځلې د دا قسمه پېښو نه پس حکومتي چارواکې هزاره ګانو ته د امنيت ډاډ ورکوي خو په دوی حملو کې کمې نه دې راغلی.

د هزاره ګانو د هدفې وژنې او بريدونو پړه اکثر سني وسله والو ډلو په سر اخیستي دي او هزاره ګانو د جنرال باجوه څخه غوښتنه وکړه چې په دوی حمله کوونکې دي ونيول شي او سزا دې ورته ورکړې شي.

 د ۷۰۰۰۰ پوري هزاره ګان آسټراليا، اروپا او نور هېوادونو ته تلي دي

د بلوچستان ستر ليکوال حسن رضا چنګېزي کډوال نيوز ته وويل چې د کله نه په هزاره ګانو بريدونه شروع کېدلو نه پس لږ تر لږه ۷۰،۰۰۰ پوري هزاره وګړي د بلوچستان څخه بهر هېوادونو ته هجرت کړي دي. «شاوخوا ۵۰۰۰۰ تنان آسټراليا، او لږ تر لږه لس زره هزاره وګړي اروپا ته په کډه تلي دي. له دې نه علاوه اته زره ۸۰۰۰ پورې کسان په انډونیزیا کې ګېر دي چې نه په مخه تلی شي او نه راستنېدی شي

هغه زياتوي چې شا و خوا اته سوو پوري تنان د کشتيو د ډوبېدو په پېښو کې او يا د وچې لارو د سفره په ترڅ کې مړه شوي دي. «له دې نه علاوه ګڼ شمېر بی درکه هم دي چې د وطن پرېښودو نه پس خپلوانو سره هيڅ قسمه تماس نه لري او کورنۍ يې په ايندېښنه کې دي چې دوي به ژوندي وي او که مړه.»

په لمړيو کې د وطن پرېښودونکو له پاره آسټراليا اولنی انتخاب وو او ډېر هزاره ګان دې هيواد ته په ناقانونه توګه په کډه شول. دوی به په سر کې انډونيزيا او يا مالیزیا ته تلل او بيا به يې د کشتيو په ذريعه د آسټراليا په لور تګ کوو. څو کسان نيوزيلنډ ته هم تلي دي. وروسته د آسټراليا دولت د نړۍ کډوالو ته خبرداري ورکړ چې د آسټراليا د پاره سمندري ناقانونه لاره تړلې شوي ده او که کډوال د کشتيو په واسطه لاړ هم شي نو دوی به بېرته خپلو هېوادونو ته وليګي. د دې امر سره ډېر تنان په انډونيزيا کې ګېر شوي دي. د آسټراليا د باډر يا پولي د تړلو نه پس اروپا د وطن پرېښودونکې هزاره وګړو له پاره غوره انتخاب دې خو هلته رسېدل اسانه نه دي او د سفر په دوران کډوال د خپل ژوند سره لوبي کوي.

ښاغلې چنګيزې وايي چې وطن پرېښودونکې زياتره غريبان خلک دي څوک چې اروپا يا نورو هيوادونو ته په قانوني توګه د تللو توان نه لري.    

هزاره ګان د ډانګ او پړانګ تر مېنځ

د هزاره قبيلې سره تعلق لرونکې علي رضا چې دا وخت راؤلپنډۍ ښار کې زدکړه کوي کډوال نيوز ته وويل چې د بدامنۍ له وجې کوئټه ښار کې ډېر خلک خپلو کورونو پورې محدود دي، دوی بسونو کې سفر نه شي کولای او بازار تللو نه ويريږي. د بدامنۍ له کبله د هزاره ګانو کاروبارو ته سخت زيان رسېدلی دی. د ډېرو ځوانانو لوستي نيمګړي پاتې شوې ولې چې ميندي يې د کور څخه بهر لېږلو باندي يرېږي.

انځور: طاهر علي

د نا امنيو له امله او روښانه سباؤن په غرض زياتره ځلمي نورو هېوادونو ته تلي او يا د تلو په تکل کې دي. «بهرنيو هېوادونو ته تګ څه اسانه خبره نه ده ځکه چې قدم په قدم خطری دي خو څه وکړو يو طرف ته ډانګ دی او بل طرف ته پړانګ.»

هغه زياتوي چې انساني قاچاق کونکې هم د هزاره ګانو له مجبورو څخه پيده اخلي او دوی د خطرو نه په ډکو لارو اروپا او نورو هيوادونو ته ليږي. قاچاقبران هيڅ پروا نه کوي چې کډوالو ته په لار کې څه پېښېږي، هغو يوازې خپلې ګټې ته ګوري.  

 

نورې ليکنې