د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر
د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر د پناه غوښتونکو د چارو د ادارې د برېمن پر څانګه د پناه غوښتنې پر دوسيو د فيصلو کولو بنديز لګولی دی.

د آلمان د خبري آژانس (DPA) د خبر له مخې هورست زېهوفر د مهاجرو او پناه غوښتونکو له پاره د فدرالې ادارې (‌BAMF) د برېمن د څانګې په تړاو خپله فيصله اعلان کړې ده. هغه په برلين کي وويل: «په برېمن کې د مهاجرو د رسېدنې په مرکز کي د پناه غوښتنې د پروسې اعتماد او معيار او په همدې توګه د دغه مرکز ريښتونوالي ته سخت زيات رسېدلی دی.» زېهوفر د يادې څانګې له پر اختياراتو محدوديتونه رامنځ ته کړي دي.

د آلمان د کورنيو چارو د وزير هورست زېهوفر وياندې د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د می ۲۳مه نېټه) خبريالانو ته د نوې فيصلې په تړاو معلومات ورکړل. وياندې اينګرېت کروف وويل چي د کورنيو چارو وزير پرېکړه کړې چي د مهاجرو او پناه غوښتونکو د ادارې (BAMF) به د پناه غوښتنو د دوسيو د ارزيابي او فيصلو اجازه نه ولري چي تر څو يې په وړاندې تحقيقات نه وي بشپړه شوي. د کورنيو چارو د وياندې په وينا د برېمن پر څانګه د پناه غوښتنې پر دوسيو د فيصلو بنديز په سمدلاسه توګه واجب العمل دی. کروف دغه څرګندونې د آلمان د حکومت د کابينې د يوې ناستي وروسته په برلين کې و خبري کانفرانس ته وکړې.

د بامف د برېمن پر څانګه تور دی چي د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۶ کال تر منځ يې تر ۱۱۰۰ څخه زياتو داسې پناه غوښتونکو ته قبولي ورکړې چي هغوی په اصل کي د قبولۍ حقدار نه ول. په دې ترڅ کي د يادې ادارې يوه لوړ پوړې ښځينه چارواکې تورنه ده چي په قصد سره يې د پناه غوښتنې د دوسيو ناسمي د قبولۍ فيصلې کړي دي. پر يو وکيل او څو ژباړونکو باندي هم په دغه افتضاح کي د لاس لرلو شک دی. دغې افتضاح په آلمان کي د يادي ادارې پر څرنګوالي سخت بحثونه راوپارول. په دې تړاو د برېمن د څانګې د اړونده چارواکو او ژباړونکو څخه د کورنيو چارو د وزارت تحقيقات لا ادامه لري.

د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر د دغې افتضاح د رابرسېره کېدو په لومړيو ورځو کي محتاطانه غبرګون وښود. د کتونکو په آند زېهوفر د چهارشنبې د ورځي په خپله فيصله سره داسي ښيي چي دغه موضوع جدي نيسي او چارې يې د کورنيو چارو د وزير او د مهاجرو او پناه غوښتونکو د ادارې د سرمشر په توګه په خپل لاس کې اخلي.

د آلمان په مرکزي پارلمان بُندستاګ کې د اپوزيسيون سياستوالو پر زېهوفر ږغ کړی چي د بامف د برېمن د افتضاح لانجه دي حل کړي. په عين وخت کي د پارلمان د کورنيو چارو د جرګه ګۍ غړې اندريا ليندهولڅ د بامف ادارې د عمومي مشرې يوتا کوردت راتلونکی په دغه اداره کې تر سوال لاندي راوستلی دی. اندريا ليندهولڅ چي د زېهوفر د ګوند مسيحي سوسيال سره تړاو لري داسي اشاره کړې چي ګواکي د بامف عمومي مشره ښايي نوره پر خپله چوکۍ پاته نه شي. پر يوتا کوردت انتقاد دی چي هغې ښايي پر وخت باندي د يادي افتضاح په تړاو د کورنيو چارو وزارت او د آلمان پارلمان ته معلومات نه وي ورکړي. اوس په دې تړاو هم پوښتنې کيږي چي يوتا کوردت د دغې افتضاح په هکله څه وخت خبره سوې وه او دا چي ايا هغې پر وخت اړين اقدامات کړي او که څنګه.

د يادي افتضاح په تړاو پلټنې لا ادامه لري او يو شمېر د پناه غوښتنې دوسيې چي په ياده موده کې د برېمن په څانګه کې فيصله شوي، هغه له سره ارزيابي کيږي.


 

نورې ليکنې