د بامف افتضاح په آلمان کي د پناه غوښتنې د پروسې په تړاو پوښتنې رامنځ ته کړي دي
د بامف افتضاح په آلمان کي د پناه غوښتنې د پروسې په تړاو پوښتنې رامنځ ته کړي دي

د بامف د برېمن څانګې پخوانۍ رئيسې ويلي چي له خپلو کړونو انکاري نه ده. دغې مېرمنې د پناه غوښتونکو د ناقانونه قبولۍ سره مل د اختلاس تورونه ردکړي دي. عين وخت کي زېهوفر هم بخښنه غوښتې ده.

په آلمان کې د مهاجرو او پناه غوښتونکو د ادارې (BAMF) د برېمن ښار د څانګې د افتضاح د برسېره کېدو وروسته په لومړي ځل د دغې څانګې تورنې پخوانۍ رئيسې خپل دريځ د رسنيو سره شريک کړی دی. پر پخوانۍ رئيسې اولريکه ب. او د هغې پر پنځو نورو همکارانو تور دی چي نژدې ۱۲۰۰ غېرمستحقو کسانو ته د يې د پناه قبولي ورکړې ده.

خو اولريکه ب. د آلمانۍ ورځپاڼي «بلډ» سره په مرکه کې ويلي چې د هغې له پاره د کار پر وخت هغه انسانان مهم ول چي مرستو ته اړ ول. د هغې په وينا دغه انسانان نه بايد چي په اعدادو او شميرو سره مېچ يا اندازه کړل شي. هغې ويلي چې د هر هغه څه تر شا ټينګه ولاړه ده چې هغې کړي دي. په عيني حال کې د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر د بامف د افتضاح او د پناه غوښتنې د پروسې و اعتماد ته د زيان رسېدلو له کبله بخښنه غوښتې ده.

اولريکه ب. د بلډ ورځپاڼې د چهارشنبې د ورځي په ګڼه کي خپرې شوي مرکه کي ويلي چي هيڅکله يې هم له چا څخه پيسې نه دي اخيستي. هغې د قبوليو په بدل کي د پيسو تر لاسه کولو يا د اختلاس تورونه بې بنياده وبلل.

د اپريل په مياشت کي داسي معلومات رابرسېره سوي ول چي د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۶ کالونو تر منځ د بامف د برېمن د څانګي له خوا و نژدې ۱۲۰۰ غير مستحقو پناه غوښتونکو ته قبولي ورکول سوې وه. د يادي څانګې د پخوانۍ رئيسې اولريکه ب. او د پنځو نورو چارواکو پر ضد په اړونده موضوع کي تحقيقات ادامه لري.

اولريکه ب. د بامف پر پخواني رئيس سختي نيوکي کړي دي. د هغې په وينا داسي هڅه کيږي چي هغه اصلي پړن کسان چي اوس هغې ته ګوتي نيسي وژغورل خو دا قرباني کړل شي.

دغې پخوانۍ د برېمن څانګي د فامف رئيسي ويلي دي چي کله چي د بامف پخوانی مشر فرانک يورګن وايزه رئيس شو نو د دغې ادارې له پاره نور د انسانانو برخليکونه نه بلکه د دوسيو د فيصله کولو اعداد او شمېرې او وختونه مهم وګرځول شول. د اولريکه ب. په وينا وايزه د حکومت په غوښتنه د دغې ادارې د کار اصلي مقصد چټکولای وګرځوی. د هغې په وينا دا په داسې حال کې چي ټول په دې پوهېدل چي د بامف ادارې د همکارانو د شته شمېر په مرسته هيڅکله هم د پناه غوښتنې ټولي دوسيې په سمه توګه نه سي پروسه کېدلای. اولريکه ب. ويلي چې کله چې د وايزه وروسته يوتا کوردت د دغې ادارې عمومي مشره شوه نو هغې هم په دغه حالت کې د تغير راوستلو له پاره کار ونه کړ او دا د هغه باوجوده چي دغه نوې رئيسه د سيسټم د ناکامۍ په هکله خبره وه.

د اولريکه بې په وينا دغه افتضاح لا تر اوسه په بشپړه توګه نه ده روښانه او څرګنده شوې. هغه وايي تر اوسه د ټولې افتضاح صرف دريمه برخه افشا شوې ده. 

بلډ ورځپاڼي د چهار شبې په ورځ د اولريکه ب. مرکه په داسې حال کې خپره کړې، چي يوه ورځ تر مخه د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر د دغې افتضاح له کبله بخښنه غوښتې وه. د آلمان د مرکزي پارلمان بُندستاګ د کورنيو چارو جرګه ګۍ په سه شنبې د کورنيو چارو وزير او د بامف اوسنۍ عمومي مشره د استجواب له پاره وربللي ول. زېهوفر دغه يوه جدي افتضاح بللې او ژمنه يې کړې چې هر څه به پارلمان ته د شفافيت په اصولو کي څرګند کړي.

په داسې حال کې چي د آلمان د مرکزي پارلمان نور ګوندونه د دې مخالفت کوي خو له حزب اختلاف څخه د ليبرال ګوند (
FDP) او د ښې اړخي پاپولستي ګوند (AfD) سياستوال د ځانګړي څېړونکي کميسيون د جوړولو غوښتنه کوي. د پارلمان له خوا ځانګړي څېړونکي کميسيونونه تر عمومي کمېټو يا جرګه ګيو زيات صلاحيتونه لري او هر اړونده کس د استجواب له پاره وبللای شي.

 

نورې ليکنې