کډوال د بیهاک په ښار کې، ۱۱ مې ۲۰۱۸، رویترز
کډوال د بیهاک په ښار کې، ۱۱ مې ۲۰۱۸، رویترز

له څو میاشتو راهیسې د هغو کډوالو شمېر چې د سربستان او مونتنګرو له لارې بوسنیا ته رسېږي په چتکۍ زیات شوی دی. دوی غواړي چې له سربستان نه کروېیشیې ته لاړ شي.

د ۲۰۱۸ کال د پیلیدو راهیسې نږدې ۵۰۰۰ کډوال بوسنیا ته رسېدلي دي. د مې په ۱۸مه نیټه یو موقتي کمپ چې د سراییوه په یوه توریستي سیمه کې و د بوسنیایي پولیسو له خوا تخلیه شو. د دې کمپ اوسېدونکي یو بل مرکز ته منتقل شول چې په د بوسنیې په سویلي سیمه کې موقعیت لري.

په بوسنیا کې د مهاجرت نړیوالې سازمان استازی پېتر فن در اورائرت کډوال نیوز ته وویل: «د مې په ۱۸مه نیټه ۲۵۰ کډوال ته د اوسېدو محل برابر شو خو ۹۰ تنه کډوال سراییوه او بیهاک ته لاړل. دوی د څو ورځو له پاره په سراییوې او بیهاک کې وو خو موخه یې دا وه چې کروېشیې ته لاړ شي.»

په تېرو میاشتو کې د بوسنیا هغې سیمې چې د کرووېشیې سرحد ته نږدې دي د کډوالو د چټک زیاتوالی شاهدې وي. سره له دې چې دا سرحد بند دی کډوال کولای شي چې کرووېشیې ته لاړ شي. پېتر وایي: «تر اوسه پورې نږدې ۲۰۰۰ کډوال له سرحد نه تېر شوي.»

هره ورځ له ۵۰ تر ۱۰۰ کډوال له سرحد نه تېرېږي

د دې کډوال یوه لویه برخه (۷۵ فیصد) له سربستان او یوه کمه برخه یې (۲۵ فیصد) له مونتېنګرو څخه بوسنیې ته رسېږي. په بلګراد پوهنتون کې د مهاجرو چارو محقق استېفان تتلوفیک وایي چې هره ورځ له ۵۰ تر ۱۰۰ کډوال له سرحد نه تېرېږي.

استېفان او پېتر تاکید کوي چې تر اوسه پورې د بوسنیایي پولیسو له خوا د تاو تریخوالی په اړه هیڅ رپوټ په لاس کې نه دی.

په دغو کډوالو کې اکثریت یې له سوریې، افغانستان، پاکستان او ایران څخه راغلي دي.

هغه کډوال چې له سربستان څخه راغلي دي

استېفان تتلوفیک وایي چې هغه کډوال چې اوس په بوسنیا کې دي له سربستان څخه راغلي دي. «دوی غواړی چې اروپا ته لاړ شي.»

د څو میاشتو راهیسې د بوسنیا په ځینو ښارونو کې ځینې رضاکاران کډوالو ته خواړه او سرپناه برابروي.

پېتر وایي: «نږدې ۴۰۰ کډوال په یوه ساختمان چې د بیهاک د ښاروال له خوا برابره شوی ده ژوند کوي. د مهاجرت نړیوال سازمان او سره صلیب هم له کډوالو مرسته کوي.»

خو په وېلیکا کلادوشا کې چیره چې نږدې ۵۰۰ کډوال ژوند کوي وضعیت ښه نه ده. د پېتر په وینا، دوی په سړکونو کې اوسېږي.

په سراییوې کې تر اوسه پورې کډوالو ته د اوسېدو محلات نه دي برابر شوي. خو پېتر وایي چې نږدې ۹۰ تنه کډوال د رضاکارانو په یو لوی کور کې او ۲۵۰ کډوال په هوتلو کې اوسېږي.


 

نورې ليکنې