سولیګید
سولیګید

هغه کډوال چې په سړکونو کې اوسېږي کولای شي چې د سولیګید په مرسته ګتور مالومات ترلاسه کړي. په دا انټرنېټي سایت کې د اوسېدو ځای د پیدا کولو او یا د شاور اخیستلو او یا... په هکله مالومات شته.

تاسو کډوال یاستئ او نه پوهېږئ چې ډوډۍ چېرته ویشل کېږي؟ د شپې له پاره د اوسېدو ځایو ته اړتیا لرئ؟ غواړئ چې یو ډاکټر سره وګورئ؟ وای فای ته احتیاج لري؟ سولیګید تاسو ته ځواب درکوي.

ویکتوریا ماندفیلد (۲۳ کلنه) د سولیګید جوړونکې ده. دا سایت یو لوی دېټابېس لري چې په واسطه یې هغه کډوال چې په سړکو کې ژوند کوي کولای شي د لاندې مطالبو په هکله مالومات ترلاسه کړي: د اوسېدو ځای، د خواړې او د کالیو د توزیع کولو ځایونه، حقوقي مرستې، فرانسوي کورسونه، روغتیایي مراکز او...

ویکتوریا ماندفیلد کډوالو نیوز ته وایي: «زه په پاریس کې ګزمه کوونکې وم او پوهېدم چې کډوال د ځینو مسایلو په هکله هیڅ مالومات نه لري. سولیګید له داسې کسانو سره مرسته کوي.»

سولیګید اوس په پاریس، بوردو او نانت کې فعالیت کوي خو ویکتوریا غواړي چې دا سایت په نورو ښارونو کې هم فعال شي.

ویکتوریا وایي چې تصمیم یې دا دی چې سولیګید به نورو ژبو کې هم فعالیت وکړي، «لکه انګرېزي، فارسي او عربي.»

پته: https://soliguide.fr/#!/


 

نورې ليکنې