په برلين کي د يو مهاجر ماشوم
په برلين کي د يو مهاجر ماشوم

په اروپا کي د شري يا سرخکانو د ناروغانو د شمېر د زياتو وروسته اوس د اروپايي اتحاديې روغتيايي ادارې مهاجرو ته د ځان د واکسين کولو مشوره ورکوي. څېړنو هم ښودلې چي اروپا ته راغلي تازه مهاجر د اروپايانو په پرتله د ناروغيانو په وړاندي کم قوت مدافعت لري.

واکسين د يو شمېر احتمالي وژونکو ناروغيو څخه د انسان ژوند ژغورلای سي. دا ځکه چي د اړينو واکسينو په مرسته د ناروغيو په وړاندي د يو انسان د بدن قوت مدافعت چمتو او عياريږي. له همدې کبله چي کله په آلمان کي پناه غوښتونکي د اجباري طبي معاينې له پاره اړونده روغتيايي مرکز ته د لومړي ځل له پاره ولاړ سي، نو ډاکټران دا هم پوښتي چي ايا مهاجر په خپل هيواد کي واکسين سوي دي که څنګه. که دغه پناه غوښتونکي نه وي واکسين سوي نو ډاکټران ورته وړانديز کوي چي هغوی ځانونه واکسين کړي. مهاجر کولای سي چي په همدغه روغتيايي مرکز کي د ډاکټر په مشوره ځان واکسين کړي.

 د فدرالي آلمان د روغتيايي چارو وزارت پر ټولو بالغه او نابالغه مهاجرو ږغ کوي چي بايد واکسين تر لاسه کړي. ياد وزارت وايي: «واکسين انسانان د مکروبونو او وايرسونو له کبله د رامنځ ته کېدونکو ناروغيو څخه ساتي. که زيات شمېر انسانان د ساري ناروغيو پر ضد واکسين سي نو بيا په نور نفوس کي د دغو ناروغيو د سرايت مخه هم نيول کيږي.»

 هغه مهاجر چي نه دي خبر چي په خپل هيواد کي يې کوم واکسينونه ترلاسه کړي او ورسره اړونده سند نه وي، نو په آلمان کي هغوی ته د واکسينو نوی کارد ورکول کيږي. دغه کارد ډاکټران و پناه غوښتونکو ته ورکوي په کوم کښي چي د دې وروسته د تر سره کېدونکو واکسينونو معلومات ثتيږي.

 په آلمان يا جرمني کي د واکسينو له پاره ځانګړي پلانونه عملي کيږي د کومو له مخي چي د ځانګړو ناروغيو په وړاندي په معينو مودو کي واکسين تکراريږي تر څو د اړونده کس مدافعت په بشپړه توګه مکمل سي. د روغتيا وزارت پر مهاجرو ږغ کوي چي په دې تړاو بايد په آلمان کي د خپل ډاکټر سره مشوره وکړي او ورڅخه معلومات تر لاسه کړي.

 واکسين اوس ولي مهم دی؟

 په اروپا کي د شري يا سرخکانو ناروغي د خپرېدو په حال کي ده. په آلمان کي د ۲۰۱۸ کال د پېل راهيسي يوازي د کولون په ښار کي د شري ۹۰ دوسيې ثبت سوي چي دغه شمېره د ۲۰۱۷ کال په پرتله لس چنده زياته ده. کوم سکان چي په دغه ناروغي اخته سوي دي په هغو کي د شپږو مياشتو عمر لرونکو ماشومانو څخه نيولې بيا تر ۶۰ کلنو سپينږرو پوري کسان هم شامل دي.

 د کولون ښار د روغتيا رياست څخه ډاکټر هارالند راو يوه معلوماتي پاڼه خپره کړې ده. نوموړي د «» تر عنوان لاندي خپره سوې پاڼه کي د دې غوښتنه کړې چي بايد د شري نو نورو ناروغيو په وړاندي په ټوله اروپا کي د واکسين لګولو فعاليت زیات سي.

 د شري ناروغي چي په تبه يا ټوغي پېليږي په وروسته مراحلو کي ژوند ته ګواښ هم پېښولای سي. د دې تر څنګ دغه ناروغي په لوړه اندازه سري دي يعني ډېر ژر له يو انسان څخه بل انسان ته سرايت کولای سي. خو د غبرګ واکسين له لاري په ډېره آساني سره د دغې ناروغۍ د رامنځته کېدو مخه نيول کيدلای سي. خو يو شمېر انسانان د دې څخه انکار کوي چي هغوی واکسين کړل سي ولي چي هغوی د دغې ناروغۍ د خطرناک والې څخه آګاه نه وي. له واکسين څخه په انکار کوونکو کي بعضي وخت مهاجر هم شامل وي.

 «درې مليونه ژوندونونه ژغورل کيدلای سي»

 په شري د ناروغه کېدونکو انسانانو شمېر نه يوازي په آلمان بلکه په بلغاريه، يونان، ايټاليا، رومانيا، قبرس، فرانس، آيرلند او چېک جمهوريت کي هم زيات سوی دی. په ټوله اروپايي اتحاديه کي د ۱۲ مياشتو په جريان کي ۱۴۸۰۰ کسان ثبت سوي چي په شري اخته سوي.

 کارپوهان وايي چي د شري د بشپړه مخنيوي له پاره اړينه ده چي د نفوس ۹۵ سلنه انسانان واکسين کړل سي. خو دغه وړانديز ته رسيدګي يا د دغه وړانديز عملي کېدنه د اروپا په بيلو سيمو کي بېل ارقام لري. د دې لامل دا دی چي حکومتونه پر دغه سوال بېل نظرونه لري چي ايا د شري په وړاندي واکسين بايد رضاکارانه وي او که بايد اجباري وي؟ د اروپا په بعضو هيوادونو کي واکسين اجباري دی خو په آلمان کي دا پرېکړه هر فرد په خپله خوښه کوي.


يو شمېر کسان له دې کبله د واکسين اخيستلو څخه انکار کوي ځکه چي فکر کوي دغه به يې روغتيا ته زيان واړوي او یا ګواکي ماشومانو ته د آوتيزم ناروغي ورپېښوي. خو د اروپايي اتحاديې د روغتيا کميسار وېتېنيس اندريوکايتيس د واکسين سره مخالفت سخت غندلی دی. هغه ويلي چي د واکسين په تړاو يو شمېر درواغ او معلومات خپريږي چي له کبله يې یاده ناروغي زياته سوې ده. هغه زياته کړې چي له بده مرغه «د درواغو خبرونو په وړاندي واکسين نسته.»

په مهاجرو کي د ايمونايزېشن کمې شمېرې

د واکسين له لاري د يو انسان په بدن کي د اړوند ناروغيو څخه د دفاع قوت تر لاسه کولو ته ايمونايزېشن ويل کيږي. نړيوالو څېړنو ښودلې چي و اروپا ته په راغلو تازه مهاجرو کي د ايمونايزېشن کچه ډېره ټيټه ده. د دې يو لامل دا بلل سوی دی چي د دغو مهاجرو په اصلي هيوادونو کي د واکسين لګولو کچه کمه ده. خو که مهاجر په هغه هيواد کي چي ورته رامهاجر سوي دي هم و واکسين ته په لاسرسي کي ستونزي ولري نو د مهاجرو تر منځ د ايمونايزېشن کچه ښايي لا هم کمه سي.

په داسي حال کي چي يو شمېر پناه غوښتونکي د خپل واکسين د شاليد په هکله ډېر لږ معلومات لري نو يو شمېر نور ناقانونه کډوال بيا له سره طبي مرستو ته مراجعه نه کوي ولي چي بيريږي چي قانوني ستونزي به ورته پيښي سي.

 معلومات

د آلمان د روبېرت کوخ انستيتيوت هر کال د واکسين له پاره خپل وړانديزونه خپروي. په آلمان کي واکسينونه د دغه وړانديز پر اساس لګول کيږي. دغه په زیاته بیا د کم عمر ماشومانو له پاره ډېره مهم دي. نور معلومات تاسو پر لاندني لينکونو موندلای سئ.

 د روبېرت کوخ انستيتيوت وړانديزونه (په شلو بيلو ژبو)

د واکسین نه لګولو زیانونه کوم دي؟

 

نورې ليکنې