افغان قاضي: «د ګواښونو له امله له ژونده په تنګ راغلی یم»
افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره د پخواني حکومت ډېری کارکوونکي له ګواښ سره مخ دي. ګل محمد* چې له دې وړاندې یې د قاضي په توګه دنده ترسره کړې ده وایي، ژوند یې نه یوازې د طالب وسله والو بلکې د نشه یي توکو د هغو قاچاق وړونکو له خوا هم له خطر سره مخ دی چې د طالبانو له راتګ سره له زندانه خوشي شوي دي. نوموړی د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.