موریا کمپ. کرېډېټ: زهرا حسیني
موریا کمپ. کرېډېټ: زهرا حسیني

د یونان په موریا کمپ کې ګڼ شمېر کډوال په ډېرو سختو او ناامنو شرایطو کې ژوند تېروي. د دغو کډوالو په ډله کې د افغانانو شمېر خورا ډېر دی. موریا کمپ کې افغان کډواله زهرا حسیني خپل د سترګو لیدلی حال له کډوال نیوز سره شریک کړی دی.

نوم مې زهرا حسیني ده. زه د میدان وردګ د بهسود ولسوالۍ یم. دوه ویشت کلنه یم او ټول عمر مې په ایران کې تېر شوی دی. د ایران په اسلام شهر کې زېږېدلې او لویه شوې یم. هماغه ښار کې ښوونځي ته تللې یم. خو ایران کې له افغان کډوالو سره د ناسم چلند له کبله د لوړو زده کړو چانس را ته برابر نه شو.

پلار مې کارګر دی. اووه خوېندې او وروڼه لرم چې ټول په ایران کې اوسېږي.

ایران کې د افغان کډوالو وضعیت ډېر بد و. دوی له ډېرو ګواښونو سره مخ وو. رواني امنیت مو نه درلود. ۱۸ کلن ورور مې یو وار د ځینو ایرانیانو له لوري په چاړه ووهل شو. ځینې کسان غوښتل چې ما او زما خور اختطاف کړي. پولیسو ته مو شکایت وکړ. خو همدغه شکایت زموږ پر زیان تمام شو. 

بالاخره کورنۍ مې وویل چې باید له ایرانه ووځم. پلار مې له یو قاچاق وړونکي سره خبرې وکړې.

تېر کال د ځمکې له لارې ترکیې ته لاړم. استانبول ښار کې مې څو ورځې تېرې کړې. قاچاق وړونکی وویل چې باید یو کوچنی او سرحدي ښار ته ولاړه شم. بس افیون ښار ته ورسره ولاړم.

ترکیه کې زه پولیسو ونیولم. یوه میاشت مې په یو کمپ کې تېره کړه. ځکه د ایران جعلي پاسپورټ ما سره و.

له کمپ څخه تر خوشې کېدو وروسته مې دوې نورې میاشتې هم ترکیه کې تېره کړې. بیا په یوه کوچنی کښتۍ کې یونان ته لاړم. د شپې له خوا له سمندره تېرېدل ډېر خطرناک کار و.


«موریا کمپ کې کډوال غیر انساني ژوند لري»

کښتۍ مو د سهار په پیل کې د یونان یو کلي ته ورسېده. د کلي اوسېدونکي پولیسو ته خبر ورکړ. پولیسو راغلل او را ته وویل چې باید له هغوی سره موریا کمپ ته ولاړه شم.

اوس کابو یو کال کېږي چې همدغه کمپ کې یم.

نن سبا له بې سرپرسته شځو سره ژوند کوم. خو کومه شخصي خیمه نه لرم. نن یو کانکس ته ځم سبا یو بل کانکس ته. دلته ښځې ښه چلند را سره کوي. خو ژوند سخت دی.

څو ځله مې یونان کې له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې چې را ته یو مطمین ځای برابر کړي. خو څوک غوږ نه را ته نیسي.

موریا کمپ کې ګڼ شمېر کډوال اوسېږي. دوی له بېلابېلو هیوادونو څخه راغلي دي. دلته ژوند اسان نه دی. کمپ له چټلۍ نه ډک دی. کنارابونه شته خو ډېر چټل دي. دلته هره ورځ د کډوالو تر منځ شخړې رامنځته کېږي. د شپې له خوا ښځې تشناب ته نه شي تللی ځکه ګڼ شمېر کډوال نشه کوي او بیا ښځې ځوروي. له همدې کبله زه تر سهاره پورې انتظار باسم او بیا تشناب ته ځم. دغه ځای کې کډوال غیر انساني ژوند لري.


د ښه راتلونکې په هیله

هیله مې دا ده چې له یونان ووځم. غواړم چې سویډن ته ولاړه شم. هلته مې خپلوان ژوند کوي. خو ستونزه دا ده چې لارې د کډوالو په مخ تړلې پاتې دي. قاچاق وړونکي کولی شي چې کډوال اروپایي هیوادونو ته یوسي. خو سفر له پاره ډېرې پیسې ته اړتیا شته. ما سره دومره پیسې نه شته. کورنۍ مې هم ډېره بې وزلې ده او را سره مرسته نه شي کولی. پلار مې ناروغ دی، مور مې ناروغه ده. خور مې خیاطه ده او ورور مې لږ معاش لري.

کمپ کې یوازې له افغانانو سره اړیکه لرم، په ځانګړې توګه له هغو افغانانو سره چې ایران کې یې څو کاله تېر کړي دي.

غواړم چې سویډن ته تر رسېدو وروسته درس ووایم او کار وکړم. زه خیاطه یم او په دې برخه کې کار کولی شم.

د کډوالو کانکس. کرېډېټ: زهرا حسیني

د ښځو غږونه باید واورېدل شي

زه موریا کمپ کې د بې سرپرسته ښځو په استازیتوب له تاسو سره خبرې کوم. غواړم چې غږونه مو واورېدل شي. موږ حق لرو چې د ټولو خلکو په شان یو ښه او ارام ژوند ولرو.

دغه کمپ کې ډېر ماشومان شته. دوی همداراز حق لري چې په یو ښه او ازاد چاپېریال کې ژوند وکړي او ښوونځي ته ولاړ شي.

ژوند مو سخت دی خو راتلونکې ته خوشبین یو.

هیله مې دا ده چې د ټولو بې سرپرسته ښځو او ماشومانو راتلونکې ځلانده او روښانه وي.