طناز د ښه راتلونکی په هیله
طناز د ښه راتلونکی په هیله

د کډوالۍ له ستونزو سره سره ځینې افغان کډوال هڅه کوي چې فرانسه کې خپل نوی ژوند په متفاوته توګه پیل کړي. افغان کډواله ناهید، چې په ۲۰۱۵ کې له افغانستانه تښتېدلې، اوس مهال پاریس کې د افغانانو له یوې ټولنې سره همکاره ده او غواړي چې له نورو کډوالو سره مرسته وکړي. کډوال نیوز تاسو ته د ناهید د ژوند او فعالیتونو کیسه وړاندې کوي.

نوم مې ناهید ده. ۲۲ کاله مخکې افغانستان کې زېږېدلې یم، اوس یو درې کلنه لور لرم. په کال ۲۰۱۵م کې له خپل میړه سره له افغانستانه وتښېدم. کورنۍ مې زموږ له واده سره مخالفه وه. یوه لاره مو درلوده او هغه د کډوالۍ لاره وه. پلار مې زموږ تر تېښتې وروسته زما د خسر له کورنۍ څخه د ۱۰ لکه ولور غوښتنه وکړه. خو ستونزه دا ده چې خسرګنی مې ښه مالي وضعیت نه لری.

له تېښتې وروسته

میړه مې له قاچاق وړونکو سره خبری کړی وې. موږ له افغانستانه ایران ته ورغللو او تر یوې اوونۍ وروسته ترکیې ته ولاړو. په ترکیه کې زما د میړه ترور اوسېږي. څو میاشتې مو په ترکیه کې تېرې کړې. له ترکېې څخه په یوه بېړۍ کې یونان ته ولاړو او همداسې له ځینو نورو هیوادونو څخه تر تېرېدو وروسته فرانسې ته راغللو. پاریس کې مو بیا د پناه غوښتنه وکړه. تر قبولۍ وروسته مو له پاریس نه بهر په یو بل ښار کې کور وموند. پاریس کې مو له یوې فرانسوۍ فرانسواز* سره اشنایي او ملګرتیا پیدا کړه چې په اداري چارو کې یې له موږ سره مرستې کولې. مونږ له هغې سره په تماس کې وو. د نوموړې په مرسته موږ نوي ښار کې له یوې بلې ښځې سره معرفت حاصل کړ. کله چې ما کومه ستونزه درلوده نو هغه ما سره مرستې کولې.


د پخلې د خرابېدو له کبله وهل کېدل

۱۸ کلنه وم چي واده مې وکړه. میړه مې به د ژوند له پیل څخه وهلم خو ما فکر کاوه چې دا یوه عادی خبره ده. فرانسه کې هم زموږ وضعیت همداسې و. د بېلګې په توګه، د پخلې د خرابېدو په صورت کې. هغه را ته ویل چې ولی ما د خپلې مور او پلار کور کې اشپزي نه ده زده کړې. یوه ورځ چې هغه زه ووهلم سترګې او مخ مې شین شول. هر څوک چې پوښتنه یې کوله ما ورته ویل چي زه غورځیدلی یم. یوه ښځې زما عکسونه اخیستلي وو، کله چې نورو ته یې وښودل د هغوی باور و نه شو. بیا هغوی ما ته وویل که ته خپل لور نه شې ساتلی مونږ به یې وساتو، د دې له پاره چې ستاسو شخړې پر ماشوم باندې ناوړه اغېز لري.

هغوی ماته په بل ښار کې ځای پیدا کړ، خو کله چې ما فرانسواز ته وویل هغې راته وویل چې پاریس ته راشه. نو ما خپل میړه ته یو لیک واستوه چې زه ځم پاریس ته، زمونږ په اړه تشویش مه کوه، زه بېرته راځم.

اوس مې میړه په اونۍ کې ۳ یا ۴ ځله مونږ ته زنګ وهي او زما د لور سره خبرې کوي. ما دلته د هغه پر وړاندي شکایت کړی دی. خو تر اوسه هغه د چارواکو له خوا پاریس ته نه دی بلل شوی. میړه مې نه پوهېږې چې ما شکایت کړی دی. زمونږ واده دلته په رسمي توګه ثبت شوې نه ده. خو زما د لور په تذکره کې زما او زما د میړه نومونه لیکل شوي دي.


«غواړم چې له نورو کډوالو سره مرسته وکړم»

هغه مهال چې زه په بل ښار کی اوسېدلم، هلته ما د اوفي درسونه تعقیب کړل. وروسته مې د آی ۲ او بي ۱ صنفونه واخیستل. کله چې پاریس ته راغلم دلته مې د ښځې او کورنۍ حقونو درسونه پیل کړل. اټکل دی چې راتلونکې کې به یوه بل سازمان ته ورشم او تر ۸ میاشتو وروسته د نرس مرستیال په توګه کار وکړم.

په پاریس کې له فرانسواز سره اوسېږم. دا مهال غواړم چې د نورو افغانونو سره مرستې وکړم او د دې له پاره د «نوې پاڼې» سازمان سره همکاره یم. هیله مې دا ده چې فرانسه کې خپل ژوند په متفاوته توګه پیل کړم. 

د زیات معلومات له پاره: فرانسه: د افغان کډوالو له پاره نوې پاڼه

هر کله چې زما میړه اصلاح شي او نور به وهل ټکول و نه کړي ورسره ژوند بیا پیلوم.


* مستعار نوم