د احمد زخمونه چي وايي په ترکيه کي له اشيدلو اولو له کبله ورپېښ سول
د احمد زخمونه چي وايي په ترکيه کي له اشيدلو اولو له کبله ورپېښ سول

د هنګري پر سرحد بند پاته افغان مهاجر احمد غواړي چي په ناروې کې لوړي زدکړي وکړي. نوموړي خپل بشپړه داستان و مهاجر نيوز ته بيان کړی چي دلته يې لوستلای سئ:

احمد (مستعار نوم) د افغانستان سره تړاو لري. هغه وايي چي غواړي ناروې ته مهاجر سي او  زدکړي وکړي. خو د هغه په وينا د هنګري پر سرحد د درول کېدو وروسته هغه ته وويل سول چي ايا غواړي بېرته افغانستان ته ولېږدول سي او که غواړي په رومانيا کي د پناه غوښتنه وکړي. د نوموړي په وينا ده و افغانستان ته د اخراج کېدو څخه د ځان ساتلو له پاره په رومانيا کي د پناه غوښتنه وکړه خو په ناروې کي يې د زدکړو خپل خيال له ذهنه نه دی ايستلي. نوموړي خپله کيسه و مهاجر نيوز ته رالېږلې، چي لنډه بڼه يې لاندي لوستلای سئ:

«ما په افغانستان کي د ائتلافي ځواکونو له پاره د ژباړونکي په توګه کار کاوه. ما نژدې ۷ مياشتي هلته کار وکړ چي د ائتلافي ځواکونو مخالفو جنګياليو ماته ګواښ وکړ. د هغه وروسته چي وضعه زما له پاره خطرناکه سوه نو زه د افغانستان پرېښودو ته مجبور سوم. زما دوستانو راته وويل چي ګواښ کوونکي جنګيالي زما په تلاښ دي او له دې کبله زه تېښتي ته مجبور سوم.

دا چي زه په يوه بې وزله کورنۍ کي زېږېدلی وم نو ما ونکړای سوای چي زه زدکړې وکړم. البته ما په کور کي پخپله انګريزي ژبه زده کړه. زه اوس د ۲۴ کالو يم. زه د پاکستان په پېښور کي د افغان مهاجرو په يو کمپ کي زېږېدلی يم. زه د پنځو يا شپږو کالو وم چي امريکايانو د طالبانو رژيم ړنګ کړ او زما کورنۍ افغانستان ته سته سوه. موږ اول په کلي کي ژوند کاوه. د ورځي به په دغه کلي کي د افغان ځواکونو واک ؤ خو د شپې به طالبان واکمن ول. همدا وجه وه چي موږ کابل ته ولاړو. خو کابل هم خوندي نه دی ځکه چي هلته په سلهاؤ او زرونو انسانان مړه کيږي.

زه يوازي اروپا ته راغلم ځکه چي موږ صرف همدومره پيسې لرلې چي يوازي زه په حرکت راوکړم. له افغانستان څخه و اروپا ته سفر لکه څنګه چي تاسو خبر ياست په زرونو يورو لګښت ته اړتيا لري. ما تر سربستان پوري د رسېدو له پاره ۹۵۰۰ يورو او د ۵۰۰۰ او ۶۰۰۰ تر منځ يورو مي تر اتريش پوري د رسېدو له پاره مصرف کړې. ما دغه پيسې له خپلوانو، تره د زامنو او نورو خلکو څخه قرض کړي وې.

ما د ۲۰۱۹ کال په سپتمبر مياشت کي افغانستان پرېښود. خو زما سفر لا تر اوسه ځکه پای ته نه دی رسېدلی ځکه چي زه په رومانيا کي پاته کېدل نه غواړم.

ما خپل سفر داسي پېل کړ چي په افغانستان کي مي قاچاق وړونکو ته پيسې ورکړې چي راته د ايران ويزه واخلي. ما لومړی ايران او بيا ترکيې ته سفر وکړ. له هغه ځای څخه يونان، بيا مقدونيې، سربستان او بيا له سربستان څخه رومانيا ته راغلم.

ما په اصل کي غوښتل چي ناروې ته ولاړ سم خو اوس نور نه پوهېږم چي څه به وسي. هغوی تر مخه لا په رومانيا کي زما د ګوتو نخښي اخيستي دي او د هنګري چارواکي ډېر سخت دي. زه بيرېږم چي داسي نه چي بېرته افغانستان ته ونه لېږدول سم. ما دلته يو شمير کسان ليدلي چي له ناروې څخه بېرته رومانيې ته را اخراج کړل سوي دي.

کله چي زه رومانيې ته ورسېدم نو ماته دوه انتخابه راکړل سول. لومړی دا چي په رومانيا کي د پناه غوښتنه وکړم او دويم دا چي بېرته به افغانستان ته لېږدول کيږم. ما غوښتل چي اخراج کړل سم او له دې کبله مي په رومانيا کي د پناه غوښتنه وکړه.

د رومانيې پوليسو زه څو ځله د هنګري پر پوله ونيولم. هغوی زه د يوې شپې له پاره په زندان کي واچولم. زه بيا دوی يو ډول د مهاجرت ادارې ته بوتلم چي نوم يې زما نه دی زده او هغوی زما څخه زما بيومېتريکي معلومات ثبت کړل. پوليسو زما موبايل رامات کړ او هغه پيسې چي راسره وې، هغه يې هم راڅخه واخيستلې. پوليسو زه پر بازوګانو او پر سر ووهلم.

ما تاسو ته ويډيوګانې هم لېږلي چي تاسو ووينئ چي په رومانيا کي د مهاجرو څخه حالت دی. موږ په خلاص کمپ کي يو خو د کار اجازه نه لرو. هغوی موږ ته ډوډۍ راکوي خو پيسې نه راکوي. زه چي د بخارست په کوم ځای کي يم هغه څلور منزله ودانۍ ده چي پکښي د ۴۰۰ او ۵۰۰ کسانو تر منځ پکښي اچول سوي دي. تر نژدې وخت پوري موږ ګرمې اوبه نه لرلې. دلته چټلتيا زياته ده او وضعيت خورا خراب دی. دا د انسانانو د اوسېدو ځای نه دی او پکښي سخت يخ دی.

زه پوهېږم چي رومانيا خپلي ستونزي هم لري. خو وبخښې چي بايد ووایم چي دلته وضعه بيخي خرابه ده. موږ دلته حتی څو ورځي د لمبېدو له پاره اوبه نه درلودې چي خوشبختانه اوس بېرتي راغلي دي.»

د احمد له خوا مهاجر نيوز ته رالېږل سوې يوه ويډيو چي د ادعا له مخي يې د رومانيا په مهاجر کمپ کي اخيستې ده:
A screenshot of the video Ahmad sent in showing the washing facilities and toilets at the center in Romania  Photo Screenshot from private video sent in by Ahmad
د احمد له خوا د رالېږل سوي ويډيو څخه يو سکرين شاټ

«مخکي زه د هنګري سرحد ته نژدې په ځنګل کمپ نومي ځای کي وم. هغه وخت منفي اته درجې يخ ؤ او موږ اور نه سوای لګولای. يخ دومره زيات ؤ چي زه څلور ورځي او شپې نه يم بيده سوی. په آخره کي پوليسو زه ونيولم او دلته يې راوستم.

دلته بعضي مهربان کسان او سازمانونه هم سته. هغوی موږ ته بوټونه، جامې او ډوډۍ او نور څيزونه راکوي. يو سازمان دی چي ماته يې نوم نه دی په ياد خو هغه موږ ته هر شی راکوي. خو د دولت له لوري هيڅ شی هم نسته. په هکله يې يوه مثبت خبره هم نه سم کولای.

رومانيايان پوهيږي چي هيڅ څوک دلته پاته کيدل نه غواړي. خلک دلته ډېر بد وضعيته دي. يو ځل زه د کمپ مسؤل کس ته ولاړم او ورته ومي ويل چي زه د خارښت تکليف لرم. خو هغه راته وويل چي ځه ورک سه. دلته کمپونه زښت چټل دي. زه باید تر هغه وخته په دغه کمپ کي پاته سم تر څو چي مي د پناه غوښتني دوسيه خلاصه سوې نه وي.

دوې ورځي تر مخه زه سخت وږی وم. ما د غذا غوښتنه وکړه. لومړی خو چي به مي له هر چا څخه غوښتنه وکړه هغه به رده کړه. کله چي زه خپلي کوټې ته واپس راروان وم نو راباندي ږغ يې وکړ. هغوی راڅخه پوښتنه وکړه: ايا غواړې چي د خنځير غوښه وخورې؟ ما ورته وويل چي نه زه مسلمان يم. نو بيا هغه کس راته وويل چي لږ وچه ډوډۍ لرم، غواړې يې. ما ورته وويل هو هو.

يو شمير داسي مهاجر چي د زيات وخت راهيسي دلته دي راته ويلي چي د درو او څلورو کالو راهيسي د اسنادو د قانوني کېدو په انتظار دي. خو هغه مرستندويه سازمان راته وويل چي دا به څو مياشتي وخت ونيسي. زه به و خپل منزل ته د رسېدو له پاره هره هڅه وکړم. د هنګري پر سرحد تېرېدل ډېر سخت دي. خو موږ قاچاق وړونکو ته پيسې ورکړي چي نوري لاري ورمعلومي دي. قاچاق وړونکي بايد ما ورسوي ځکه چي پيسې يې په افغانستان کي بندي دي. که زه اتريش ته ورسېږم نو به بيا ووايم چي سمه ده او پيسې به ورته حواله کړم. دا هر څه پر اعتبار ولاړ کارونه دي. اکثره قاچاق وړونکي پاکستانيان دي. هغوی داسي هوښيار دي چي توبه. هغوی دغه تجارت کوي. هغوی د موټرو انتظام کوي او په هر هيواد کي يوه مافيا پيدا کوي.

قاچاق وړونکی سخت ظالم او زړسوی نه لرونکي کسان دي. هغوی پيسې اخلي خو د انسانانو سره پر لاره هغه چلن کوي چي زړه يې غواړي. هغوی زه پر لاري څو ځله له يو څخه پر بل باندی خرڅ کړم. صرف يو کس نه وي چي مهاجر له يو ځای څخه بل ځای ته بوزي. هغوی ډېر بد کارونه کوي، وهل ټکول کوي او نور هر څه چي غواړي د چا سره يې کوي او دريږي نه. مهاجر ته بس صرف دغه لاره پاته وي چي ځان ژوندی وساتي او احتياط وکړي.

زه خپلي کورنۍ ته بشپړه رشتيا کيسه نه سم کولای. ما کوښښ کړی چي له هغوی څخه دا خبري پټي وساتم. کله چي يونان ته ورسېدو نو ډېر خوشاله ؤ. تر مخه په ترکيه کي زه د قاچاق وړونکي په اپارتمان کي اوسېدم چيري چي زه د چاينکي په ايشدلو اوبو سخت وسوځلم. زيات ستړی سوم. هغوی موږ ۱۲۹ کسان په يوه داسي لارۍ کي اچولي ؤ چي پکښي اکسيجن نه ؤ او چا بشپړه ساه نه سوای اخيستلاي. ما فکر وکړ چي موږ نژدې دی چي مړه سو. ما زيات کسان وليدل چي بې هوښه سوي ول. موږ بختور ؤ چي ژوندي پاته سوو. بالآخره موږ د يونان تر سرحد تېر کړل سوو او تيسالونيکي ته ورسېدو. ما نه غوښتل چي کانټينر ته داخل سم خو د قاچاق وړونکو سره چاړې وې او هغوی مجبوره کړم چي کانټينر ته ننوزم.
دا چي زه سوځلی هم وم نو له زخمونو سخت په عذاب وم. د زخم پټۍ مي د جلد سره نښتي وې او د خولو له کبله له يخه لړزېدلم. ما حتی نه سوا کولای چي په پښو پر سړک تګ وکړم. په یونان کي زه پوليسو ته ولاړم چي ما ونيسي ځکه چي ما نه سوای کولای چي نور په پښو ولاړ سم. خو پوليسو راته ويل چي ځه ولاړ سه. ما بله لاره نه لرله او دا چي زما سره اسناد نه ول نو ما فکر وکړ چي په روغتون کي به مي هم څوک مرسته ونه کړي. زه څو ځله پوليسو ته ولاړم خو هغوی به بېرته و ايستلم.

زه له زخمونو څخه سخت په عذاب وم او څو افغانان مي وليدل چي هغوی راته وويل چي بايد خامخا روغتون ته ولاړ سم. بالآخره يوې آلمانۍ ښځينه ډاکټري چي د کوم سازمان سره يې کار کاوه زما سره مرسته وکړه. زه ډېر سخت ژوبل سوی وم. يوه اونۍ وروسته ما د سربستان پر لور حرکت وکړ.»
Ahmad sent InfoMigrants videos of some of the improvized meals he and others have made at the center in Romania  Photo Screenshot video sent in by Ahmad
د احمد له خوا د رالېږل سوي ويډيو څخه يو سکرين شاټ

«زه فکر کوم چي ناروې يو ښايسته او زما د خوښي هيواد دی. زما داسي ځايونه زيات خوښيږي چي خلک يې آرام وي او فضا يې هم. ناروې زښت ښکلی دی. ما يې ويډيوګاني ليدلي دي. د ناروې اوسلو او نور ښارونه مي په دغو ويډيوګانو کي ليدلي. زما يخ ځايونه زيات خوښيږي.

زه په ناروې کي دوستان لرم خو هغوی راته ويلي چي ناروې ته ځان رسول سخت مشکل کار دی. نو له دې کبله زه اوس د سويس په هکله غور کوم ځکه چي زما طبيعت زيات خوښيږي. زه غواړم چي زدکړي وکړم. زه غواړم چي د کمپيوتري پروګرامونو انجينير سم او له امن څخه ډک ژوند ولرم. زه به هر ډول کار وکړم ځکه چي غواړم د خپلو خلکو سره کومک وکړم.

دا چي د رومانيا په دغه کمپ کي وضعيت سخت خراب دی، نو ښايي زه به ډېر ژر له دې ځای څخه وتښتم. زه د پيسو او تعليم په تلاښ کي يم. ما تعلیم نه دی کړی خو غواړم چي تعليميافته سم چي په آينده کي ښه ژوند او ښه راتلونکی ولرم.

بعضي وختونه سخت خفه يم. خپله مور او ورېره مي ياديږي. زيات کسان مي ليدلي چي دا هر څه يې دلته پرېښودلي او دوی بېرته افغانستان ته ستانه سوي دي. خو زما مقصد دا دی چي بېرته افغانستان ته ونه لېږدول سم. که بېرته افغانستان ته ولېږدول سم نو به مړ سم. دلته مړ کېدل بهتره ګڼم تر هغه چي بېرته افغانستان ته ولېږدول سم.

زه صرف يو با امنه ژوند غواړم. هيله لرم چي يوه ورځ به هغه ډول ښه ژوند ولرم چي زه يې ارمان لرم.»