د وان په روغتون کې د پاکستاني کډوال انځور، کریدیټ: شخصی
د وان په روغتون کې د پاکستاني کډوال انځور، کریدیټ: شخصی

څو ورځې مخکې د پاکستاني کډوالو یوه ډله د ایران او ترکیې په پوله کې وموندل شوه. دوی ادعا کوي چې هغه مهال د یوه ځایي ټکسي چلوونکي لخوا هغه ژغورل شوي کله چې د ترکیې چارواکو لخوا ایران ته اخراج شوي وو.

محمد* او ملګري یې په روغتون کی بستري دي او په لاسونو او پښو یې ټپونه لیدل کېږي. دغو دوو ځوانانو وان ولایت کې له خپل وکیل محمود کاجان سره مرکه کړې.

محمد: «موږ د ترکیې په پوله کې وو او سرتیرو زموږ کڅوړې، خواړه، دستکشې او بوټان ونیول او زموږ سره هېڅ خواړه پاتي نه شوې.

کاجان: «دوی ستاسو سامانونه واخیستل؟»

محمد:«هو.»

کاجان: «بیا څه پیښ شول؟»

محمد: «ستاسو سرتېرو موږ ته وویل چې ایران ته بېرته لاړ شئ. د هغه وروسته موږ سړک وموند. یوه ټکسي چلونکی موږ ته وویل چې راشئ. بیا یې روغتون ته انتقال کړو.»

کاجان د وان بار اتحادیې غړتیوب لری کوم چې پناه غوښتونکو او کډوالو ته وړیا قانوني مرستې برابروي. همدارنګه په وان او ګاونډیو ولایتونو کې د پولو څارنه هم کوي. هغه کډوال نیوز ته د خپلې مرکې یوه ویډیو لېږلې. نوموړي د سه شنبې په ورځ وویل چې یاد کډوال لا هم په روغتون کې بستري دي. ډاکترانو خبرداری ورکړی چې د دوی ګوتې د سړې هوا له کبله تورې شوې او امکان لري چې غوڅې کېدو ته اړتیا ولري.

د کنګل شوی کډوال انځور Credit: Private

جبري اخراج ترکیه کې کومه نوې خبره نه ده

کاجان وایي د ترکې چارواکو پر وړاندي د کډوالو د جبري اخراج ادعاوې جدي دي او په کار ده چې بشپړه څېړنه یې وشي. د ترکیې د پناه غوښتنې قانون له مخې سرحد ساتونکي او د قانون پلي کونکي باید د ۴۸ ساعتونو په ترڅ کې نیول شوي کسان د کډوالۍ چارواکو ته وسپاري. د کاکان په وینا له سرحده د کډوالو اخراجول غیر قانوني دي مګر دا پېښېږي.

«په لاره کې د دوو ماشومانو ګوتې او پښې کنګل شوې وې، او د یوې ښځې او د هغې د مېړه لاسونه د سړې هوا له امله کنګل شوي وو.»

«دا د قانون خلاف کار دی. موږ ځينې وختونه د پناه غوښتونکو او کډوالو څخه اوریدلي یو چې دوی د ترکي سرتیرو لخوا په پوله کي نیول شوي، شکنجه شوي او بېرته ایران ته استول شوي دي. څوک د دوی د پناه غوښتنې پروا نه کوي.»

افغان ماشوم د وان په روغتون کې | Credit: Private
کاجان د یکشنبې په ورځ وان روغتون کې د یوی افغانې کورنۍ او د دغې کورنۍ د ۳ ماشومانو سره هم چې خبرې وکړې. کاکان وویل چې دوی د قاچاق وړونکو په مرسته له پولې څخه تېر شوي خو بیا وروسته په یو ځای کې خوشي شوي وو.

«دغې کورنۍ د پولې په اوږدو کې یو کلي وموند او د کلي اوسیدونکو په مرسته روغتون ته انتقال ورکړل شوه. په لاره کې د ۲ ماشومانو ګوتې او پښې او د هغوی د مور او پلار لاسونه کنګل شوي دي.»

مرګونه په پسرلي کې راپورته کیږي

ښاغلی کاجان څرګنده کړه چې ژمي کې سړه هوا له ایران ترکیې ته د کډوالو د تیرېدو مخه نیسي. خو کډوال نیوز ته د رسېدلو معلوماتو له مخې تېره اونۍ ۱۵۰ کسان له یادې پولې د تیرېدو هڅه کړې چې ۶۰ کډوال لا هم لادرکه دي.

د دوشنبې په ورځ د وان چارواکو په وینا ۱۳ کډوال د تیرېدو په مهال مړه شوي دي. ښاغلی کاجان وایي هیڅوک د سړې هوا له امله د مړیو پخلی نه دی کړی او نه څوک د جسدونو د ترلاسه کولو لپاره سیمې ته تللی دي.

«ښایي ژمي کې نور مړي هم وموندل شي»

په پسرلي کې به د قربانیانو اصلي شمېره معلومه شي. کاجان وایي له تیر ژمي وروسته له ۲۶ کسانو څخه زیات کنګل شوي مړي په پوله کې موندل شوي.

 Photo: Picture-alliance/Ozkan Bilgin/Anadolu Agency
کاجان وایي: «زه هیله لرم چې دا به سم نه وي مګر سږ کال په ژمي کې به ښایي نور مړي هم وموندل شي. ځکه چې سږ کال د ژمي شرایط د تیر کال په پرتله خورا سخت دي. چارواکو په پوله کې هیڅ مړې یا جسد نه دي موندلي خو کله چې پسرلي راشي دغه شمیر به زیات وي.»

*مستعار نوم